غزل

 شپې روڼې کړم تر سهاره چې ته نه يې
زړه دې څه واى خوږه ياره چې ته نه يې
 
ستا يادونو سره مشغول يمه محبوبې
دسکــــــون نه لــــرم لاره چې ته نه يې
 
دونياګــــــۍ مې دزړګي په تا ودانه
ګوندې سوزم بې انګاره  چې ته نه يې
 
ستا وصال راتـــــــــه شبقدر په ما ګرانې
زړه مې پړق چوي بې ديداره  چې ته نه يې
 
دا ژوندون الله الفت له پېدا کړى
اى زما دزړه قراره چې ته نه يې
 
ډېره ښه شوه چې ته راغلې خوږه ياره
ماڅارله درته لاره چې ته نه يې
 
سالمزيه دامېد غوټۍ به ګل شي
اى زما دژوند بهاره چې ته نه يې
 
سالمزی