څنګه پوه شو، چې یو کس دروغ وایي؟

آیا تاسو کولای شئ، هغه افراد تشخیص کړئ، کوم چې دروغ وایي؟
 
د ارواپوهنې څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي دي، چې انسان په غریزي توګه کولای شي، چې دروغ ویونکي په ښه توګه تشخیص کړي او دا غریزه په انسان کې ډېره پیاوړې ده، خو له بده مرغه کله وخت زموږ ځان خبره ذهن، د دروغ ویونکو په تشخیص کې ماتې خوري، په دې لیکنه کې د دروغ ویونکو په بدني ژبه باندې رڼا اچوو، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه ولولئ.
 
په چټکه توګه د خپل سر حالت ته بدلون ورکوي
که له کوم چا نه پوښتنه وکړئ او هغه شخص په چټکه توګه خپل سر وخوځاوه، احتمالاً په دې ځای کې تاسو ته دروغ وایي، د دروغ ویونکو سر شاته ځي، ټیټېږي یا یوې خواته ځوړندېږي، دا حالت تر ډېره هغه وخت رامنځته کېږي، چې له یو چا څخه پوښتنه وشي او له هغه څخه د ځواب ویلو تمه کېږي.
 
په ساه ایستنه کې یې بدلون رامنځته کېږي
کله چې یو څوک غواړي تاسو ته دروغ ووایي، احتمال لري، چې ساه یې بنده بنده شي، دا کار د ریفلکس له امله رامنځته کېږي، کله چې د فرد په ساه ایستنه کې بدلون رامنځته کېږي، اوږې یې پورته ځي او غږ یې کمزوری کېږي، دا چې ساه یې بنده بنده کېږي، لامل یې دا دی، چې د زړه درزا او د وینې په جریان کې یې بدلون رامنځته کېږي، دا ټول موارد هغه مهال رامنځته کېږي، چې فرد د خپګان او اندېښنې حس لري، یانې کله چې دروغ وایي.
 
له خپله ځایه نه ښورېږي
د دروغ ویونکو کسانو د بدني ژبې یوه له ځانګړتیاوو څخه دا ده، کله چې فرد په عادي خبرو اترو کې ګډون کوي په طبیعي توګه په ناخبره او آرامو حرکتونو سره خپل بدن ته حرکت ورکوي، که مو ولیدل، چې مقابل لوری مو اصلاً نه خوځېږي او پر خپل ځای باندې کلک او ټینګ ناست یا ولاړ دی، ډېر زیات احتمال شتون لري، چې د کاسې لاندې یوه نیمه کاسه وي.
 
کلیمې او عبارتونه تکراروي
دا حالت هغه مهال رامنځته کېږي، چې دروغ ویونکی فرد هڅه کوي، چې تاسو او خپل ځان په یو څه قانع کړي، هغه هڅه کوي، ترڅو په خپل ذهن کې خپل دروغ توجیه کړي. دروغ ویونکی فرد، د بېلګې په توګه، عبارت څو څو ځله تکرار وي: ما دا کار نه دی کړی، ما دا کار نه دی کړی، دغه راز هغه په دې تکرار سره فرصت پیدا کوي، ترڅو خپل افکار منظم کړي، خپلو دروغو ته دوام ورکوي او خپل کار توجیه کوي.
 
تاسو ته ډېر زیات معلومات درکوي
کله چې یو څوک په پرله پسې توګه تاسو ته هغه معلومات درکوي، چې ترې غوښتنه مو نه ده کړې، په ځانګړې توګه ډېر زیات جزئیات وړاندې کوي، ډېر زیات احتمال شتون لري، چې تاسو ته دروغ وایي. دروغ ویونکي په دې هیله ډېرې زیاتې خبرې کوي، چې نور یې په خبرو باندې باور وکړي.
 
خپل لاس خپلې خولې ته وړي او یا یې پرې پټوي
د یوه دروغ ویونکي فرد د پېژندنې لپاره یوه بله نښه داده، کله چې نه غواړي د یوې پوښتنې ځواب ورکړي یا د کومې مسئلې په اړه خبرې وکړي، په اتومات ډول په خپلې خولې باندې لاس ږدي، کله چې لویان په خپله خوله باندې لاس ږدي، نه غواړي، چې حقیقت ووایي، هغوی په دې کار سره واقعاً د خپلې خولې ځنځیر (زېپ) کش کوي.
 
خپلې پښې ځای پرځای کوي
دروغ ویونکی فرد په خپل دې کار سره تاسو ته وایي، چې نارامه او اندېښمن دی، دغه راز څرګندوي، چې غواړي له دې ځای څخه وتښتي. د دې نښې تشخیص د دروغ ویونکي په پېژندلو کې یوه له کلیدي لارو څخه ده، یوازې پښو ته یې وګورئ، ترڅو وپوهېږئ، چې دروغ وایي او که نه.
 
خبرې کول ورته سختېږي
که له یوه تورن څخه مو د پوښتنو او ګروېږنو ویډیو کتلې وي، نو دې پایلې ته به رسېدلي وئ، چې خبرې کول  ورته ستونزمنېږي، لامل یې دا دی، چې عصبي سیستم په اتومات ډول د سټرس پرمهال د ناړو ترشح را کموي او په دې کار سره د خولې مخاطي غشا وچېږي، د درواغو د نورو نښو په منځ کې، موږ کولای شو د شونډو ناڅاپه چیچلو او دغه راز په شونډو باندې فشار راوستلو ته اشاره وکړو.