تمرين دبرياليتوب  لار ده

     دا چې انسان په ژوند کې له راز راز ستونزو سره مخ وو، مخ به وي او ورسره به مخ کيږي .خو ځنې وخت يو داسې کار چې دمخه چانه وي تر سره کړى او که تر سره يې کړى هم وي نو بايد له هغې نه يې ښه ترسره کړي چې په دغه وخت کې بايد انسان يو څه هڅې وکړي چې دغه هڅې په تمرين باندې پاى ته رسيږي . که چېرته موږ او تاسې يو کار پرته له تمرين تر سره کړو او که له تمرين سره يې تر سره کړو نو توپير به يې موږ ته په ښکاره ډول څرکند شي .
مثلاً :
     ديوه ښه ويناوال او درسونې خاوندجوړېدو لپاره تمرين کول ډېر اړين دي له تمرين پرته هيڅوک نه شي کولاى په ښه ډول وينا وکړي او يا چاته په سم ډول مفهوم څرګند کړي .په تمرين او زيارګاللو سره دمقرر او ويناوال په ځان باور او اعتماد پېدا کيږي .بلکې ددې ترڅنګ دوينا بڼه او  او انداز روښانه کيږي هم نو دوينا په فن کې دکمال درجې ته درسېدو لپاره لازمه ده چې تمرين وکړئ .يوازې دا پوهېدنه لازمه نه ده چې له خلکو سره دتماس او اړيکو ټينګولو لپاره څه شي ته اړتيا ده بلکې دا هم اړينه ده چې :
١-دا چې تاسو دخلکو په چلن او رويه باندې څرنګه او څه ډول اغېز کولاى شي .
٢-تاسو څنګه کولاى شئ چې په خلکو کې دګواښلوچاپېريال پېدا کړئ او هغوۍ عمل کولو ته چمتو کړي .
٣-تاسو څرنګه او په څه ډول کولاى شئ چې خپل پېغام په هر اړخيز ،ټوليز او حېرانونکي بڼه خلکو ته بيان او ورسوي .
تاسو به په منظم او پرلپسې تمرين سره درسونې دفن په ټولوطريقو او اوصولو باندې ورو ورو برلاسى ومومئ ،څومره چې تاسو خپل تمرين ته دوام ورکوئ ،په هماغه اندازه به دغه طريقي او اصول ستاسو دوېنا اړينه او لازمي برخه ګرځي نو په دې صورت کې به تاسو دوېنا اړينه او لازمي برخه ګرځۍ په دې صورت کې به تاسو ته له خلکو سره تماس نيولو،اړيکو ټينګولو  او ځان ته دهغوۍ دپام راړولو کار اسان شي بيا به نو که  تاسو له يوه چارواکي سره خبرې کوئ او يا دزرګونو خلکو په وړاندې وينا کوئ نو په بشپړ ډاډ او اعتماد  سره خپله مفکوره په غوره طريقه بيانولى شي که کوم وخت  ستاسو دوينا اړتيا پېښيږي  نو تاسو دا په ځان لازمه او اړينه وګڼۍ چې تاسې په يوه پلې لاره کې ولاړ ياست ،دسلګونو خلکو ګڼه ګوڼه ده  او اورېدونکي په ډېر غور او پاملرنې سره ستاسو وينا ته غوږ نيولى  تاسو خپلې وينا په ډېره ښکلا،اغېزمنتيا او وضاحت سره پېل کړئ ،ستاسې  دښوودنې ،تمثيل او وړاندې کولو  اندازاوشکل بايد ډېر اغېزمن  وي ستاسو دڅېرې  دښوودنې  او د اندامونو دحرکاتو دهرې  فقرې او ګراف  دبيانولو په مهال بايد ديوې ځانګړې اداکارې او ښوودنې  ښکارندوى وي  تاسو په خپل ځان کې دقوت ،باور ،اعتماد او ولولې احساس ولرئ تاسو يوازې بس   دخپلې  وينا ته دوام کې ورکړئ  .
هو تاسو خپل تقرير ته تر پايه ادامه ورکړئ تاسو خپلې وينا ته په دې تصور تر پاي  دوام ورکړي او په ډېر جوش او جذبه  لاسونه وپړقوئ .
تاسو په همدې ترتيب ذهني تمرين هم وکړئ  په همدې نمونې تصور اوخيالات  هم په کار واچوي او دخپلې رسونې لپاره  اغېزمن چمتووالى ونيسي تاسو په خپل تصور کې مينه وال اورېدونکي خپلې مخې ته کينوئ  کېداى شي چې په دې اورېدونکو کې دخرڅلاو عمله ،مشرتابه کدر او پانګوال او زېرمه وال هم حاضر وي.
تاسو له جذبې او احساساتو ډکه وېنا وکړئ بحث او خبرې اترې وکړئ تجارتي ډايلوګ تر سره کړئ تاسو چې هر څه وايئ نو دهغې جواب او غبرګون هم په خپل تصور کې راولئ او بيا د هغې جواب وړاندې کړئ  که تاسو دوينا لپاره يا دخپرولو لپاره څه ليکئ نو په هغه صورت کې تاسو خپله پاملرنه او توجه مرکزي کړئ خپل ذهن او موډ باندې دپام وړ موضوع واکمنه کړئ يانې مطلوبه موضوع په ذهن کې راولئ او په ډېر غور او فکر سره اړوند ټکي نوټ کړئ هغې ته ترتيب ورکړئ دخپلې رسونې لپاره داړوندو او ممتازو کسانو ليکنې دنمونې په توګه ولولئ هر څه چې ليکئ هغه په غور ولولئ او ويې کورئ دهرې خبرې او معاملې بيلا بل اړخونه تر غور لاندې ونيسئ دلوستنې او ليکنې او هغه څه چې ستاسې په ذهن کې وي تر منځ اړيکه او اغېز پېدا کړئ دا عملي تمرين ډېر اړين دى دتېر وخت پياوړو او وتليو اديبانو او ويناوالو هم همدغه ډول تمرينونه کول دپرلپسې تمرين له لارې تاسو درسونې په فن کې ريښتيا هم لوړ مقام او کمال تر لاسه کولاى شئ .
خو ديادونې وړ ده چې ددې تر څنګ دد وينا په فن کې دپرمختګ لپاره حوصله يا صبر او دمزاج اسقلال ډېر ضروري وي .