تر ډېره دې موضوع ته پام کېږي، چې جسم ستړی کېږي او استراحت ته اړتیا لري، خو په حقیقت کې د ذهن استراحت هم یوه له په زړه پورې موضوع ګانو څخه ده، ځکه ذهن د بدن اصلي پروسس ترسره کوي او اړتیا لري، چې استراحت وکړي، ترڅو بېرته منظم شي، خو څنګه باید خپل ذهن ته استراحت ورکړو؟
د دې لپاره، چې خپل کار په ښه او غوره توګه ترسره کړو، ډېرې زیاتې هڅې کوو، تل د خوشاله، هوسا او غوره ژوند د لرلو لپاره، موخو ته د رسېدو په لاره کې یو، که څه هم د لارې په اوږدو کې به مو هرومرو زده کړي وي، چې وخت ستاسو تر ټولو غوره شتمني ده.
د ژوند یوه برخه ده، چې چمتو نه یاست، هغه ضایع کړئ یا یې هم بېځایه تېره کړئ، په همدې دلیل له وخت څخه په شونې هوښیارانه، اغېزناکه او خوندوره توګه ګټه اخیستنه ډېر زیات ارزښت لري.
دغه راز توپیر نه کوي، چې څومره مو ښه زده کړي دي، چې له بدلونونو سره همغږي شو، زموږ شاوخوا نړۍ تل د بدلون په حال کې ده، په پایله کې د ژوند د ټولو په زړه پورې او عجیبو تجربو ترڅنګ، کله وخت ژوند ستړی کوونکی او سختېږي.
ښایي کله وخت له ځان سره فکر وکړئ، چې غوره ده، خپل ځان ته استراحت ورکړئ، لکه د یوه کمپیوټر په څېر آیا کولای شئ زده کړئ، چې څنګه ذهن مو منظم کړئ؟ آیا د ذهن د ریبوټ تڼۍ شتون لري، چې وکولای شئ ټول ناغوښتل شوي معلومات پاک کړئ او بیا پیل ولرئ؟
څنګه ذهني استراحت ولرو؟
د کمپیوټري معلوماتو د زېرمه کولو وړتیا ته ورته، کله چې خپل ذهن ته ډېر زیات معلومات ورکړئ، نو هغه مو د ګُل کېدو او د ناڅاپي له کاره لوېدو له ګواښ سره مخ کړی دی، دغه راز په دې کار سره مو خپل ځان له ګڼو اروایي ستونزو، لکه د ژور خپګان او اندېښنې سره مخ کوئ.
له دې امله یو له اړینو او مهمو کارونو څخه دا دی، هر کار مو چې په توان پوره وي، نو د خپل ذهن د خوندیتوب او پالنې لپاره یې ترسره کړئ، ځکه ذهن د بدن د نورو غړو په څېر پاملرنې ته اړتیا لري.
په دې لیکنه کې ذهن ته د استراحت ورکولو په ځینو تګلارو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
۱ ـــ یوه تفریح پیل کړئ
کله چې ټول وخت کار وکړئ او د تفریح کولو لپاره هېڅ وخت ځانګړی نه کړئ، په ژور خپګان باندې اخته کېږئ، خپله لېوالتیا وڅارئ یا لږ تر لږه د بوختیا لپاره یو نوی څیز وازمویئ. په حقیقت کې څېړنو څرګنده کړې ده، هغه کسان، چې یوه بوختیا څاري، نو په ډېر کم احتمال سره به په ژور خپګان باندې اخته شي.
تفریح ګانې او بوختیاوې کولای شي، له سټرس پرته یوه تجربه رامنځته کړي، چېرته چې تاسو کولای شئ د مسلکي توب په سطح او خپلې تجربې سره، د نورو د قضاوت کولو له اندېښنې پرته، پکې ګډون وکړئ. د بېلګې په توګه: کتاب لوستنه ستاسو د لغتونو د زېرمې، د لید د زاوایې او دغه راز ستاسو د تخیلاتو د لمنې د پراختیا سبب ګرځي.
هنر او لاسي صنایع نه یوازې کولای شي په سمه بڼه د احساساتو له څرګندېدو سره مرسته وکړي، بلکې د شخصیت د لوړېدو سبب هم ګرځي.
۲ ـــ ژوره ساه ایستنه تمرین کړئ
د ژورې ساه ایستنې تمرین ساده دی او په ډېرې آسانۍ سره د ذهن له بیا رغاونې سره مرسته کوي، په دې موخه په کور یا کار ځای کې یو هوسا ځای پیدا کړئ، آرامه کېنئ، خو د سم ناستي بڼه مراعات کړئ، ساه ایستنه د پوزې له لارې ترسره کړئ او په هم مهالې توګه تر ۵ پورې وشمېرئ، دا کار د دې سبب ګرځي، چې په بشپړه توګه سږي مو له هوا څخه ډک شي.
له دې وروسته په ډېرې آرامۍ سره د پوزې له لارې، په داسې حال کې، چې د دویم ځل لپاره تر ۵ پورې شمېرئ، بیا ساه ایستنه وکړئ. د ساه ایستنې تمرین څو ځله بیا تکرار کړئ، د ځلونو د ډېرښت یا کمښت شونتیا یا د تمرین کولو موده، ستاسو د هوساینې په کچې پورې تړلې ده.
د ژورې ساه ایستنې تمرینونو ښودلې ده، چې د وینې فشار او د سټرس په کمښت کې په زړه پورې اغېز لري، سر بېره پر دې، دا تمرین د بدن په سطح کې د اکسیجن رسونې له چارې سره مرسته کوي او لمفاوي غده تحریکوي، په پایله کې د ژورې ساه ایستنې تمرینونه کولای شي د بدن په مرسته د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې د خوندیتوب سیستم پیاوړی کړي.
۳ ـــ د ذهني استراحت لپاره بدني فعالیت ولرئ
کله چې په کار یا د کور په کارونو کې بوخت یاست، د ورزش کولو مهال وېش ته ژمن پاتې کېدل یو ستونزمن کار دی، که څه هم څېړنو څرګنده کړې ده، هغه کسان، چې په منظم ډول ورزش کوي، ډېر کم په ذهني ناروغیو باندې اخته کېږي.
سربېره پر دې بدني فعالیت او ورزش د ذهني ناروغیو د شدت او نښو په راکمولو کې په ځانګړې توګه په هغو کسانو کې، چې په ژور خپګان باندې اخته دي، مهم رول لوبوي. باور پر دې دی، چې بدني تمرین په ذهن کې د انډروفین په آزادولو کې مرسته کوي، چې د دننني ښه احساس د ډېرښت سبب ګرځي.
په پایله کې هغه کسان، چې ډېر بدني فعالیت لري، له لوړې انرژۍ او با کیفیته خوب څخه برخمن دي.
۴ ـــ د ذهني هوښیارتیا مډیټېشن تمرین کړئ
د ذهني هوښیارتیا د مډیټېشن په وسیله د سټرس په له منځه وړلو سره، په خپل ذهن کې د آرامتیا احساس پیدا کړئ، په دې موخه دروازه وتړئ، پردې کش کړئ او د موبایل زنګ مو سایلېنټ کړئ، دا وخت ستاسو د ذهن لپاره ځانګړی شوی دی، یوه آرامه ځای ته لاړ شئ، حتا که هغه ځای پارک وي.
کله چې چمتو شوئ، په آرمه پر ځمکه یا څوکۍ کېنئ، خپل پرانیستي لاسونه، په داسې حال کې چې د لاسونو ورغوي مو د آسمان په لور دي په خپلو پښو باندې کېږډئ، اجازه ورکړئ، چې ذهن مو په هغو څیزونو باندې متمرکز شي، چې په خپله نړۍ کې یې د پېښېدو په حال کې دي.
سترګې مو وتړئ په ډېرې آسانۍ خپل ذهن ته اجازه ورکړئ، په ټولو هغو انځورونو کې، چې ستاسو د روح په ژورو کې شتون لري سرګردانه شي. په اوس کې حضور ولرئ، د ذهني هوښیارتیا مډیټېشن ښودلې ده، چې کولای شي د تمرکز له ښه والي او د ذهن له روڼتیا سره مرسته وکړي.
۵ ـــ خپل وخت لومړیتوب بندي کړئ
په ډېر احتمال سره د ترسره کولو لپاره ډېر زیات کارونه لرئ، خو ځینې کارونه ډېر زیات مهم دي، یوه ورځ د هغو کارونو د لېست جوړولو لپاره ځانګړې کړئ، چې باید ترسره یې کړئ، مهم کارونه لومړیتوب بندي کړئ او هغوی په لومړۍ لیکو کې ولیکئ، نو همدا راز د هر کار له پای ته رسولو نه وروسته یې نښه کړئ.
که څه هم شونې ده، چې په لېست کې موجود ټول کارونه ترسره نه کړئ، خو تر ټولو ډېره هڅه د هغو کارونو لپاره لکه: ورزش کول، د خپل ژوند له شریک او اولادونو سره بهر ته تلل، له ویټامینونو څخه ګټه اخیستل، د پروژو بشپړول او نورو... ترسره کولو ته وکړئ.
کله چې د اندېښنې لپاره ډېر کم کارونه ولرئ، نو په بشپړه توګه به د ورځې په پای کې ښه احساس ولرئ او په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ خپل ذهن ته استراحت ورکړئ.
۶ ـــ له ټکنالوژۍ څخه واټن واخلئ
ټول کسان په ټکنالوژۍ پورې تړلي دي، د رانش جټ مفهوم ته ورته، د هر عمل لپاره مخالف او مساوي عکس العمل شتون لري. د بېلګې په توګه: انټرنېټ په ډېری برخو کې، ګټه اخیستنه، ګټورتیا او معلوماتو ته لاسرسی زیات کړی دی، کله چې په انټرنېټ کې بوخت یاست او بل فرد مو کنټرول نه کړي، په خپله له انټرنېټ څخه د ګټه اخیستنې د وخت مسؤول یاست.
سربېره پردې څېړنو ښودلې ده، چې په انټرنېټ کې له بریده زیات وخت تېرول د بې خوبۍ، کمزورې روغتیا، د بین فردي شخړې او مالي ستونزو سبب ګرځي، کله چې غواړئ، ذهني استراحت ولرئ، باید له انټرنېټ څخه د خپلې ګټه اخیستنې وخت په ځانګړې توګه له خوب څخه مخکې را کم کړئ.
۷ ـــ له نورو سره تعامل
له دوست یا کورنۍ سره ټولنیز تعامل، ذهن ته د استراحت ورکولو لپاره یوه غوره لاره ده، انسانان ټولنیز مخلوقات دي او لېوالتیا لري، چې د یو بل شاوخوا ته راټول شي او په ګډه ټولنې رامنځته کړي، چې له نورو سره په اړیکه کې وي.
لکه څنګه چې وویل شول ټولنیزه انزوا د ذهني ناروغیو یوه له اخطار ورکوونکو نښو څخه ده. څېړنو ښودلې، هغه کسان، چې له نورو سره تعامل لري، د هغو کسانو په پرتله ډېر کم په ژور خپګان اخته کېږي.
سربېره پر دې، که څه هم د انساني حضور د اړیکې لپاره هېڅ ځای ناستی شتون نه لري، خو نننۍ ټکنالوژي د ډېری انسانانو لپاره د اړیکې فرصت برابر کړی دی، چې کولای شي د نړۍ په هر ځای کې له هر چا سره اړیکه ټینګه کړي.
۸ ـــ له یوه متخصص کس سره خبرې وکړئ
په دې موضوع کې هېڅ شک شتون نه لري، چې کورنۍ او دوستان کولای شي د فرد لپاره عاطفي ملاتړ رامنځته کړي او د هغه هڅوونکي واوسي، خو ډېری وخت له ذهني لیدلوري، ستاسو له ښه عاطفي حالت سره په اړیکه کې دي.
سر بېره پر دې د هغوی ژوند په مستقیم ډول ستاسو د چلندونو او احساساتو لاندې قرار لري او همدا موضوع، د هغوی لپاره بشپړه روڼتیا ستونزمنوي، له عیني لیدلوري، له یوه متخصص فرد سره خبرې کول کولای شي، چې له تاسو سره د اروایي روغتیا د ستونزو په لیرې کولو کې، چې ستاسو په ژوند باندې یې منفي اغېزه کړې ده، مرسته وکړي.
دغه راز، چې له متخصص فرد سره خبرې کوئ او خپلې ستونزې حل کوئ، په حقیقت کې د خپل ذهن فضا تشوئ او د خپل ذهن له استراحت سره مرسته کوئ.
۹ ـــ ویده شئ
ویده کېدل ښایي د ذهن د تازه والي او بیا رغاونې لپاره یوه تر ټولو غوره لاره وي، ژوند د دوو کسانو ترمنځ د منډې مسابقه نه ده، چې په لنډ وخت کې پای ته ورسېږي، بلکې یو سخت او اوږد مهالی فعالیت دی، باید په ډېر احتیاط سره ګام پورته کړئ، ترڅو د لارې په منځ کې مو انرژي پای ته ونه رسېږي.
په ټوله کې ذهن د ټولو احساساتو او چلندونو د پروسس مرکز دی، له دې امله د ډېرې وړتیا د لرلو لپاره ورته اړتیا لرئ. د یوې چارج کېدونکې بطرۍ په څېر، خوب هم د ذهن لپاره د بیا انرژۍ اخیستلو فرصت برابروي.
طبي متخصصین سپارښتنه کوي، چې په شپه او ورځ کې لږ تر لږه اووه ساعته ویده شئ، څېړنو څرګنده کړې ده، چې د کافي خوب نه لرل د بېلابېلو ذهني ناروغیو د نښو، شدت او پیل، لکه، ژور خپګان، سټرس او پرېښنانۍ سره مل دی.
ښایي د ترسره کولو لپاره ډېر زیات کارونه ولرئ، خو هڅه وکړئ، چې خپله ورځ په هغو کارونو، چې آرام بښونکي دي او په ذهن باندې ډېر کم فشار راولي، لکه: د کتاب لوستل، د قرآن عظیم الشان تلاوت ته غوږ نیول او داسې نورو سره پای ته ورسوئ.
په پای کې
ژوند کولای شي یو عجیب او حیرانوونکی سفر وي، چې تاسو خپلو شرایطو ته په نه پام سره، د مقصد او برخلیک په تګلوري کې مېشت کوي، باید د صبر، حضور او کافي ملاتړ په وسیله وکولای شئ، په بریالیتوب سره د ژوند له ناڅاپي توپانونو څخه تېر شئ.
که څه هم د دې کار د ترسره کولو لپاره، په بشپړه توګه اړینه ده، چې خپل ذهن پاک او روڼ کړئ، ترڅو په دې تګلوري کې ثابت قدمه واوسئ، په خپلو چلندونو او احساساتو باندې په واک لرلو سره، باید وکولای شئ په اغېزناکه توګه د ژوند ډېری لوړې و ژورې د سټرس او اندېښنې په شونې ټیټه کچه مدیریت کړئ.
په حقیقت کې، ستاسو د ذهن آرامتیا خورا ډیر ستاسو په وړتیا پورې اړه لري چې په ژوند کې د بدلون سره سمون کې سم توازن ومومئ. توپیر نه کوي، چې پیاوړی ملاتړیز سیستم ولرئ یا نه، په پای کې د روغ ذهن د لرلو لپاره په خپله د خپل سالم اروایي حالت تر ټولو ستر مدافع یاست. د استراحت لپاره د ذهن د بیارغاونې لپاره تر ټولو ښه وخت هغه وخت دی، چې داسې احساس وکړئ، چې ورته اړتیا لرئ، نه هغه وخت، چې احساس وکړئ، په ژور خپګان اندېښنه کې ډوب یاست، کله چې تاسو اړتیا لرئ خپلې رواني روغتیا ته پاملرنه وکړئ، نو هرومرو اړین اقدامات ترسره کړئ، وروستۍ موخه دا ده، چې په شرایطو کې د ښکېل کېدلو پرځای، ترې تېر شئ.
وروستي