هیله مند و اوسئ، هرو مرو رسېږئ

موږ ژوند د دې لپاره کوو چې په خپل ټول توان دې خپله انرژي په کار واچوو او بیا دې خپلو موخو ته ورسېږو. دا منل شوی حقیقت دی چې ژوند د هیلو لپاره کېږي، بیا باید خپلې هیلې وپېژنو او تمسخر یې ونه ګڼو. که یو څوک کوچنۍ هیلې ولري او تمسخر یې وګڼي، فکر یې احمق دی. همدا کوچنۍ هیلې دي چې تاسې ورو ورو ستروالي ته مایلوي او په یو ډول مو د پرمختګ په نوي باب ور ننباسي. 

نو هېڅکله خپلو چارو ته سپک مه ګورئ، همدا تاسې یاست چې د ژوند هیلې مو هم ژوندۍ او هم مړاوې ساتلی شئ. که هیلې مو ژوندۍ وساتئ، باوري و اوسئ  چې په پرمختګ مئینان یاست او د روښانه راتلونکي لپاره روښانه کړنلاره لرئ. 

هر انسان بېلابېلې هیلې لري، هغوی بریالي دي چې د خپلو هیلو د لاسته راوړلو لپاره لاس په کار کېږي، هر ډول سختې ګالي؛ خو د هیلو د لاسته راوړنې فکر د ذهن له زاویو بیخي نه وباسي. 

هېڅوک د ماشومتوب له دورې سره سم په لوړ موقف کې ځای نه شي اخسیتی، د عمر په تېرېدو، د تدریجي زده کړو په ترلاسه کولو او د بېلابېلو وړتیاوو، تجربو او مهارتونو سره سره د کوچنېو هیلو په ترلاسه کولو سره ورو، ورو د پرمختګ او پر ځان بسیایینې لور ته کوټلي ګامونه اخلي.

 د خوږ او ریښتیني ژوند تعریف همدا دی، چې په تمامه معنا یوه تلپاتې خوښي، آرامي او سوکالي دې له ځان سره ملې ولري، ژوند ته په ارزښتونو او درناوي قائل وي او په ټوله کې هر څه یو ځانګړي پلان، حوصلې او زغم له مخې ترسره کوي، په تدریج سره هر څه څاري، د اړتیا په وخت قدم اخلي، مخته ځي او کله چې پوهيږي، فرصت نشته، بیا فرصت ته منتظر کېږي، همدا د بریالیتوب یو راز دی.
پای