که لاسونه مو پرانېستی وي او ذهن مو تړلی وي، لا مو هم لاسونه نه دي پرانیستي، ځکه د ذهني نا ارامۍ له امله تاسې حرکت او فعالیت څخه په واټن کې پاتې کېږئ. انسان باید روحاً او جسماً آرام وي. که مو ذهن نا آرام وي، بې زړه کېږئ، چارو سره مو لېوالتیا کمېږي، د نوښت احساس درڅخه اخلي، روحاً او جسماً ستړې کېږئ، د سیالانو له قطاره او رقابت مو لیرې ساتي، له صحنې مو وباسي، د ټولنې له پامه غورځېږئ، شخصیت مو ورو ورو لمنځه ځي او بیخي صفر درجې ته نږدې کېږئ.
دا ټول یوازې او یوزاې ستاسې د فکر د نا آرامۍ او د خپل وجدان په زحمتول دي.
ځان په زحمت کړئ، ذهن مو فعال وساتئ، هر اړخیزه فکر وکړئ، فکري نا آرامي وشړئ او دا بدمرغه زنځیر همدا اوس مات کړئ. ژوره ساه واخلئ، له مثتبو افکار لرونکو خلکو سره ناسته ولاړه ډېره کړئ، په مهمو ناستو او غونډو کې ګډون وکړئ، له دیني عالمانو، ښوونکو او نېکانو سره په پراخه ټنډه لیدنه وکړئ، پر وخت او اړینې مشورې ورسره وکړئ او د خپل ژوند د سمون او نېکمرغۍ لپاره له دوی مشورې وغواړئ، ورو، ورو د خپل شخصیت په اهمیت پوهېږئ او بالاخره به سوکالي ووینئ.
له فکري جګړو بیخي په لیرې واټن کې و اوسئ، نور وزغمئ، هڅه وکړئ، چې خپله هم د قناعت غوره ځانګړنه خپله کړئ، نورو ته هم ذهنیت ورکړئ، څو ډېری مهال له ضد لاس په سر شي او د قناعت پر دورازه ور ننوځي، ډېری مهال تعصب او عقده له همدې ضد، نه منلو او نه زغم له امله رامنځته کېږي، چې ډېرې بدې او ناوړه پایلې له ځان سره ملې کوي، ښه ده او غوره ده چې په ټولنیز ژوند کې له پراخ لیدلوري او ژورلید کار واخیستل شي.
پای
وروستي