د یوه بد ښوونکي نښې او ځانګړتیاوې

د ښوونکو د نسبتاً بدو چلندونو او اخلاقو په لیدلو سره، کېدای شي داسې احساس وکړئ، چې یو بد اخلاقه فرد دی او دا په داسې حال کې ده، چې ښایي ستاسو ښوونکی اصلاً بد اخلاقه نه وي.
 
ښوونکي زیار ایستونکي او ښکلي انسانان دي، چې د خپلو زده کوونکو د ودې او پرمختګ لپاره هڅې او کوښښونه کوي، خو د هغوی په منځ کې استثنا شتون لري او ځینې ښوونکي دي، هغه څه چې نور همکاران یې مراعات کوي، دوی ورته پام نه کوي، په حقیقت کې ډېر کم شمېر ښوونکي د لټۍ یا د انګېزې د نشتون له امله د خپل ځان او د زده کوونکو د ودې لپاره هېڅ ګټوره هڅه نه کوي او دا کار یې په زده کوونکو کې د بې لېوالتیایۍ سبب ګرځي، همدا نیمګړتیا یې د دې لامل کېږي، چې د بدو ښوونکو په کتار کې راشي. په دې لیکنه کې د بدو ښوونکو په ځانګړتیاوو باندې رڼا اچول کېږي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
بد ښوونکي له خپلو همکارانو څخه زده کړه نه کوي
د وخت په تېرېدو سره په زده کړه نیزو سټراتیژیانو کې بدلون رامنځته کېږي او هغه څه مو چې د یوه ښوونکي په توګه په ښوونځي کې زده کړي دي، د اوسنیو زده کوونکو لپاره به ډېر ګټور نه وي. د تدریس د تګلارې د ښه کېدو لپاره تر ټولو غوره لاره، د نورو همکارانو له ښوونیز پروګرام څخه ګټه اخیستنه ده، د دې کار لپاره کولای شئ د هغوی په صنف کې کېنئ او د تدریس ډول یې وګورئ او یا دا چې له خپل تدریس څخه ویډیو واخلئ او په اړه یې د هغوی نظر وپوښتئ، خو بد ښوونکی له دې کار څخه ډډه کوي.
 
د زده کوونکو زده کړو ته پام نه کوي
موږ ټول په دې باندې پوهېږو، چې د یوه درس د وړاندې کولو او تدریس ترمنځ واقعاً ډېر توپیرونه شتون لري، خو دا چې څنګه کولای شئ دویم مورد ته لاسرسی پیدا کړئ، ترڅو زده کوونکي هغه څه ته چې باید زده یې کړي، ورسېږي، تر ټولو مهم شرط یې ښه ښوونکي دي او بد ښوونکي دې چارې ته پام نه کوي.
 
له خوا خوږۍ پرته تدریس کوي
له خوا خوږۍ څخه موخه دا ده، چې ښوونکی باید د زده کوونکو مثبتو غوښتنو او افکارو ته درنښت وکړي او دغه راز د زده کوونکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي، چې د بدو ښوونکو لپاره دا چاره کوم ارزښت نه لري.
 
له داوطلب څخه غواړي، چې په چټکه توګه ځواب ورکړي
کله چې بې له ځنډه له داوطلبانو څخه پوښتنه کوئ، ډېر کم زده کوونکي یې په اړه فکر کوي، ځکه هغوی پوهېږي، چې په پای کې یو بل شخص ځواب ورکوي، په همدې دلیل د ځواب د موندلو لپاره هېڅ هڅه نه کوي، غوره ده، چې له زده کوونکو څخه وغواړئ، پوښتنې د یوه کاغذ پرمخ ولیکي او په دقت او حوصلې سره هغو ته ځواب ورکړي، له دې وروسته پاڼې راټولې او ځواب ورکول پیل کړئ.
 
په بېلابېلو ډولونو د تدریس وړتیا نه لري
په تدریس کې تنوع ډېر زیات ارزښت لري، ځکه په زده کوونکو کې د زده کولو او حافظې ځواک زیاتوي، دا چاره د زده کوونکو په زده کولو کې د جذاب او په زړه پورې تدریس په مانا ده، چې بد ښوونکی ورته پام نه کوي.
 
ښه اړیکه نه ټینګوي
کله وخت یو ښوونکی له زده کوونکو سره ښه اړیکه نه شي ټینګولی او تمه لري، چې نور یې ذهن ولولي او د هغه بې بریده تمې ور پوره کړي.
 
د ټولګي د مدیریت وړتیا نه لري
د ټولګي په مدیریت کې د وړتیا نه لرل، د یوه ښوونکي تر ټولو ستره کمزورتیا ده، دا موضوع دې ته په نه پام سره، چې زده کوونکي زده کړه نیزو موخو ته نه رسوي، بلکې په ټولګي کې د ګډوډۍ او هرج مرج سبب ګرځي.
 
د منځپانګې پوهه نه لري
په ډېری هېوادونو کې په یوه ځانګړې موضوع کې د سند د ترلاسه کولو لپاره، ښوونکي ارزیابي کوي، په دې حالت کې فکر کوي، چې ټول ښوونکي د تدریس لپاره کافي مهارت لري، خو له بده مرغه ځینې ښوونکي دي، چې د مطالبو په منځپانګه باندې نه پوهېږي. ټول ښوونکي له تدریس مخکې باید د هر درس لپاره چمتو، ترڅو هغه څه چې ټاکل شوې ده، تدریس یې کړي، درک کړي.
 
مسلکي نه دي
مسلکي اوسېدل د تدریس بېلابېلې برخې رانغاړي، هغه ښوونکي، چې مسلکي نه دي، ښایي له بدو الفاظو څخه په ګټه اخیستنې  نامناسب چلندونه ښکاره کړي او ژر ماتې وخوري.
 
ناسم قضاوت کوي
ډېر شمېر ښه ښوونکي د یوې شېبې ناسم قضاوت له امله، په دې دنده کې خپل اعتبار له لاسه ورکوي، له هر اقدامه مخکې، حتا په هغو شېبو کې، چې د احساساتو او سټرس زېږونکو لاملونو کچه لوړه ده، ښه فکر وکړئ او وروسته تصمیم ونیسئ، ترڅو د بدو ښوونکو په کتار کې را نه شئ.  
 
خپلې دندې ته ژمن نه دي
ځینې ښوونکي کافي انګېزه نه لري او د خپل کار د ترسره کولو لپاره اړین وخت په پام کې نه نیسي او دغه راز د ټولګي ته هم  ډېر وخت نه ورکوي او زده کوونکي نه ننګوي، په تدریس کې هېڅ خلاقیت نه لري او معمولاً د علمي پلاوي له غړو او یا کارکوونکو سره اړیکه نه ټینګوي.
 
نیوکه کوونکي دي
دا ښوونکي نه یوازې په نورو باندې نیوکه کوي، بلکې له دې څخه بده دا چې هېڅکله نور نه ستایي، د دوی د ټولګي فضا په بشپړه توګه زهرجنه ده او پکې منفي انرژي څپې وهي، همدا څیزونه د زده کوونکو د انګېزې او لېوالتیا د کمزوري کېدو سبب ګرځي.
 
لټان دي
په ښوونکو کې د لېوالتیا نه شتون د دې ښکارندویي کوي، چې کلونه مخکې یې خپل تمرکز او انرژي له لاسه ورکړې ده، په نویو څیزونو باندې نه پوهېږي او ډېر کلونه کېږي، چې د تدریس په تګلاره کې یې هېڅ بدلون نه دی رامنځته شوی او د لټۍ له امله د دې ستونزې د لیرې کولو لپاره هېڅ  هڅه نه کوي.