ایا روسیه د اوکراین له جګړې څخه د وتلو په لټه کې ده؟

که څه هم د اوکراين او روسيې ترمنځ کړکېچ په تېر ۲۰۱۴ز کال کې پيل شوی، خو پر اوکراين د روسيې له بريد اووه مياشتې، څلور اوونۍ او يوه ورځ تېره شوې، چې هېڅ لورې بشپړه بريا يا ماته نه ده خوړلې. 

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان سره د ولسمشر پوتين لېدنه کې بحث شوي مسايل  او بيا د امريکا له دفاع وزير سره د روسيې د دفاع وزير تيليفون خبرې ښيي، چې روسيې هڅه کوي له ډېپلماټيکو لارو د اوکراين پيل شوې جګړه پای ته ورسوي. 

دې جګړه کې روسي او اوکرايني ځواکونه وړاندې او شاته تګ لري؛ له يوې خوا روسي ځواکونه له پلازمینې کییف څخه په شا وتمبول شول خو په ختیځ دونباس او خارکیف سیمو کې یې پرله پسې لاسته راوړنې تر لاسه کړې. 

اوکراين اوس دا هڅه کوي چې خرسون ښار ونېسي؛ دا لومړنی او مهم ښار وو چې په لومړيو کې روسي ځواکونو لاندې کړ. که چېرې اوکرايني ځواکونه بېرته دغه ښار  ونېسي نو اوکراين به ستره بريا تر لاسه کړي.

شنونکي پر دې اند دی چې د مسکو وروستۍ ډېپلماټيکې هڅې ښيي چې روسيه له جګړې د وتلو لارې لټوي، خو مسکو بيا وايي چې د خبرو له لارې د ستونزو حل له اوله د روسيې غوښتنه او سياست وو. 

"خبرې - اترې نوې مسله نه ده، مسکو له وړاندې پر خبرو ټينګار کولو وو"، د  کرملېن وياند ويلي. دی وړاندې زياتوي،" کله چې د روسیې او اوکراین  ترمنځ په یو سند هوکړه کېدله، هغه مهال پوتین خبرو اترو ته چمتو وو؛ نو پدې برخه کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. 

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې پوتین له پیل څخه خبرو اترو ته چمتو وو او "هیڅ کوم نوی بدلون دې برخه کې نه دی راغلی".

ورته وخت کې  پنټاګون وايي "د اوکرایین پر وړاندې د روانې جګړې په ترڅ کې د دفاع  وزیر آسټین د اړیکو د ساتلو پر اهمیت ټینګار کولو".

وروستۍ شننې دا  دي چې د اوکراين په جګړه کې روسيې زيان موندلی او اوس ډېر تمرکز پر دې کوي چې د دېپلماسۍ او خبرو له لارې خپلې موخې تر لاسه او جګړه پای ته ورسيږي.