مه ضدي کېږئ، دا چاره مو تخریبوي

ضد، کینه او بغض انسان روحاً او جسماً د هلاکت کندې ته ور غورځوي، بدن مو کمزوری کوي، د پرمختګ له فکر مو په واټن کې نیسي، د مخته تګ له چانسونو مو را هیساروي، ژوند مو در تخریبوي، د وجود غړي مو ورسره ورو ورو زیان مومي، وجدان مو نا راحته کوي او تر ټولو ستر زیان دا چې انساني کرامت ته درڅخه سپکاوی کېږي. 

انسان ته پکار ده چې په ټولنه کې د مینې او وروګلوۍ په فضا کې ژوند وکړي او ټولنې ته ثابته کړي چې له نورو هغو چې په زړه کې بغض او کینه ساتي، متفاوت یاست. لکه څرنګه چې ارواښاد خوشحال بابا وایي: 
خلک دې بد کړي زه به ښه کړم
زه خوشحال یم، زما دا زده

ستاسې نېکمرغي او د ښه شخصیت پس منظر په دې کې دی، چې له هغو نورو سره د ښه چال چلند بېلګې وړاندې کړئ چې ستاسې فکر ته حېران پاتې شي، پر خپل بد او ناکاره عمل پښېمانه شي او په یو ډول ستاسې تر تاثیر لاندې پاتې شي. 

ارواپوهان ټینګار کوي چې انساني ژوند باید له کرکې او نفرت لیرې وي، کرکه او نفرت دوه هغه وژونکي عملونه او فکرونه دي، چې انسان روحاً او ذهناً وژني، نا آرامه کوي یې او تر ټولو بده لا دا چې په داسې یوه دروازه یې ور ننباسي، چې د ژوند خواږه - خواږه نعمتونه ورڅخه اخلي او په بده بلا یې اخته کوي. 

ښه ده او غوره ده چې د ځان ځانۍ فکر له ذهن او فکر وشړو او بر ځای یې د یو بل منلو او ورته په ارزښت قائل و اوسو، همدا د بریالیو خلکو یوه ستره ځانګړنه ده، باید خپله یې کړئ.

پای