پیاوړي واوسئ

که خپل ځان وپېژنئ، بیا هر ډول سختو، لوړو او ژورو ته نه فکر وړي کېږئ. انسان چې کله هم د یو څه په اړه اندېښنه کوي، لامل یې دا دی چې هغه څه ته چې دی اندېښنه کې دی، نا اشنا دی ورسره. که کله له یو څه سره بلدتیا ولرئ، بیا مو اندېښنه در ړنګیږي او برعکس خپلو چارو ته مو لېوالتیا لا ډېریږي. 

ډېرې اندېښنې تاسې تخریبوي، مخ مو ګونځې کوي، د مخ جغرافیه کې مو بدلون را ولي او له خوښۍ مو په واټن کې ساتي. 

که کله د یو څه په اړه اشنايي/بلدتیا ولرئ، بیا په ډېر لنډ او تنګ کې وخت کې پرته له کوم ډاره اوږد سفر کولای شئ. دا سفر که څه هم تاسې ذهناً او جسماً ستومانه کوي، خو مزل به مو دومره چټک وي چې د الوتونکو له پرواز به مو ژر ور ورسوي. 

که انسان په فزیکی ډول په لنډ او تنګ وخت کې اوږد سفر نشي کولای، خو خیالي سفر یې د نړۍ هر کونج ته رسولی شي، دا خیالي سفر باید ستاسې د چارو په کړنلاره کې په داسې ډول انځور شوی وي چې تاسې خپلو چارو ته ښه لېواله کړي او پرته له ستومانۍ مو د چارو په ګړندیتوب کې فعاله ونډه ولري. د خیال او فکر سره لاس په کار کېدل تاسې د مخکښانو په قطار کې درولی شي.

غوره ده چې لاس تر زنې کېناستل پرېږدئ، خپل خیال، فکر او تصور په عمل بدل کړئ، لږ زحمت وکښئ، وبه ګورئ چې تر تېر وخت څومره متفاوت یاست، د بریالیتوب پړاو ستاسې په انتظار کې دی.
پای