خپلمنځي او قومي شخړې؛ هغه څه چې تر جګړو او طبیعي پېښو وروسته زمونږ ولس په مرګ ګواښي

یوازې جګړې او طبیعي پېښې نه دي، چې افغانان په مرګ ګواښي بلکې د دې ولس تر منځ خپلمنځي شخړې اود بېلابېلو ټبرونو او کورنیو ترمینځ دښمنۍ هغه دود شوې بدبختي ده چې خوا مخوا مرګ ژوبله له ځان سره لري.
 
په دې وروستیو وختونو کې په افغانستان کې په ځانګړي ډول په ځینو ولایتونو او اطرافي سیمو کې د خپلمنځي شخړو کچه تر پخوا لوړه شوې ده. که څه هم د هېواد په کچه د دغو شخړو او په کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره په لاس کې  نشته خو لومړني معلومات ښيي، چې یوازې په روان کال کې شاوخوا تر ۳۰۰  کسان د خپلمنځي شخړو له امله مړه او ټپیان شوي دي.
 
د یادولو وړ ده، چې د دا ډول پېښو کچه د هېواد په سوېلي ولایتونو او پښتون مېشتو سیمو کې تر نورو ځایونو لوړه ښکاري.
 
د یوه تازه راپور له مخې، په تېره یوه اونۍ کې د هېواد په سوېل هلمند ولایت کې د خپلمنځي شخړو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
 
باختر دولتي خبري اژانس د تلې په ۲۳مه نېټه د ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې په خپلمنځي شخړو او جګړو کې ۳ کسه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي، چې لامل یې د دوه  قومونو یا دوه کورنیو د وګړو تر منځ خپلمنځي شخړې پېښې شوي دي.
 
د خپلمنځي شخړو او لانجو د رامنځ ته کېدو لاملونه:
دا چې ولې په دې وروستیو کې د ځینو قومونو او کورنیو د غړو او یا د ټولنې د وګړو تر منځ د اخ و ډب رامنځ ته کېدل ډېر شوي او آن دا چې خبره دواړو اړخونو ته تر مرګ ژوبلې رسي؟ مونږ یې په اړه د قومونو او قبایلو چارو وزرات وپوښت او و مو غوښتل پوه شو چې ولې دا ډول پېښې ډېرې شوي او د مخنیوي لپاره یې دولت څه پلان لري؟
 
وزارت په دې اړه زمونږ پوښتنې ته وویل، چې دوی د کورنیو تر منځ په شخصي او جنايي پېښو کې ځان نه ورګډوي، بلکې د دوی کار د قومونو په کچه د جنجالونو هوارول دي، چې د دې موخې لپاره په وزارت کې ځانګړی د جرګو ریاست او د ولایتونو په کچه ور ته د جرګه ګیو مدیریتونه لري.
 
خو ټولنپوهان او قومي مخور بیا وزګارتیا او فقر د خپلمنځي شخړو لپاره تر ټولو لوی لاملونه یاد کړي دي، چې د کورنیو تر منځ د شخړو او مرګ ژوبلې سبب ګرځي.
 
د ټولنیزو چارو کارپوه شیرزاد عزیز په دې نظر دی چې: "بې کاري د دې سبب کېږي، چې اکثره ځای پر ځای پاتې شوي خلک د نظر له تنګون سره مخ شي چې په پایله کې یې دغه کسان د یو بل تخریب ته مخه کوي او فقر چې د بې کارۍ زېږنده ده د کورنیو شخړو په رامنځ ته کېدو کې لوی لاس لري".
 
نوموړی پر دغو لاملونو سر بېره هغه دود پالنه هم ورزیاتوي، چې له دیني او حقوقي پلوه ناوړه بلل شوې او د کورنیو تر منځ د اړیکو د تریخوالي سبب ګرځي.
 
په افغاني په ځانګړي ډول پښتون مېشته ټولنه کې داسې دودونه شته، چې هم له اسلام او هم د انساني حقونو له پولو تېری بلل کېږی. کولی شو د نجونو د بدل یا په بدو کې د نجونو ورکولو مسئله، چې ډېر کله د کورنیو او آن قبیلو تر منځ په بدۍ اوړي او شخړې زیږوي ، د بېلګې په توګه یادې کړو.
 
دا چې ولې د نورو اقوامو او سیمو په پرتله په پښتنو کې د خپلمنځي شخړو ځېلې ژورې دي، په اړه یې د پوهنتون استاد او قومي مشر دکتور رحمت الله زاهد وايي، چې له علم، فرهنګ او سواد څخه د پښتنو لرې والی د دې ستونزې بنسټ جوړوي.
 
هغه په دې اړه خپل نظر داسې څرګند کړ: "په پښتني ټولنه کې د سواد او علم کچه کمه ده، په ټولنه کې عموماً په هغه طبقه کې چې پوهه ولري، د دغې ستونزې د پېښېدو چانس نه وي، چېرته چې علم وي او ثقافت ته پام کېږي، خلک په وړو وړو خبرو لانجې نه کوي، همدا سبب دی چې د ښار په پرتله کلیوالو سیمو کې دا ستونزه ژوره ده".
 
له خپلمنځي شخړو څخه د خلاصون لار:
له دې ستونزو څخه د راوتو لپاره پر الهي لارښوونو عمل او له یووالي او ورورولۍ پرته بله لار نه تر سترګو کېږي. دغه راز په ټولنه کې د فقر او غربت خاتمه او د بې روزګارۍ له عذابه تېښته د خپلمنځي شخړو د له منځه وړو یا کمولو دوه نور مهم فکټورونه بللی شو.
 
دیني عالم او د پوهنتون استاد دکتور رحمت الله زاهد په دې اړه وايي، اسلام د خپلمنځي شخړو د نابودولو لپاره کوټلې لارښوونې لري، چې په خبره یې الهي قانون (اسلام) په هره برخه کې د کورنۍ له غړو بیا د ټولنې تر وګړو د یو بل حقونه خوندي کړي دي.
 
دغه راز په ټولنه کې د خپلمنځي شخړو د ختمولو په موخه د اسلام د ستر پیغمر محمد صلی الله علیه وسلم ګڼ شمېر ارشادات او اقوال را پاتې دي، چې کله ترغیبي او کله بیا تشویقي بڼه لري، د بېلګې په ډول نبوي ارشاد دی، چې که د الله په خاطر څوک له خپلمنځي بحث او شخړو څخه تېر شي، د جنت په منځ کې به د کور ذمه واري ورکړم.
 
د دې پېښو د مخنیوي لپاره د ښاغلي زاهد په وینا د خلکو د ژوند اقتصادي وده او د ستونزو له منځ وړل، هر چا ته د هغوی د حقونو ور پېژندنه او په دې اړه عامه پوهاوی او همداشان د خلکو لپاره کاري بوختیا کولی شي دا ستونزې له منځه یوسي.
 
په دې برخه کې هر څوک حکومت، دیني عالمان، ښوونیز بنسټونه او قومي مخور جلا جلا دنده او مسوولیت  لري او په دې برخه کې مسوول ګڼل کېږي.
 
حکومت دنده لري، چې خلکو ته د هغوی د اقتصادي ودې لپاره کاري فرصتونه او له وزرګاتیا د ژغورنې په موخه بوختیاوې رامنځ ته کړي. دغه راز په ځینو مواردو کې طرفینو ته مجازات او مکافات وټاکي.
 
ښوونیز بنسټونه او دیني عالمان د خلکو د عامه پوهاوي د کچې په لوړولو مکلف دي، چې د ټولنې د نظم او تنظیم ساتلو او لانجو کونجو د مخنیوي په پار خلکو ته دیني سپارښتنې، د هغوی د حقونو ور پېژندنه او په تاریخي لحاظ د سوله ییز ژوند په موخه د یو بل لپاره د اصحابو او اسلافو د قربانۍ او ایثار بېلګې بیانول هغه څه دي، چې ښاغلی رحمت الله زاهد پرې ټینګار کوي.
 
همداراز قومي مخور د ځینو قیوداتو په ټاکلو او د پرېکړو په کولو سره کولی شي د خپلمنځي شخړو مخه ونیسي او یا یې ټیټې کچې ته راولي.