ښه مدیر څوک دی؟ 

په ټولنه کې ډېری کسان ژوند کوي، زیاتره خلکو سره دا هیلې او امیدونه وي او آن د دې وړتیا هم لري چې له ځان څخه یو ښه رهبر یا مدیر جوړ کړي، ښه او غوره مدیر هغه څوک دی، چې په خپل دفتر او یا کار ځای کې خپلو کارمندانو ته د کار زمینه په ښه ډول مساعده کړي او یو ښه مشاور یې جوړ شي. د غوره مدیر ځانګړنې ډېرې دي، بریالی مدیر هغه دی چې د خپلو کارمندانو لاسته راوړنې او هر هغه موخې چې دوی ورته په ډېر زحمت رسېدلي، تقدیر یې کړي، ډېری مدیران دا ځانګړنه نه لري، یوازې او یوازې له خپلو کارمندانو کار غواړي، نور یې نه ستایي، نه ترې له زړه مننه کوي، نه یوه خوله مُسکا ورکوي، نه یې ملاتړ کوي او نه یې د نورو کارمندانو مخته د بریالي فعالیت بېلګه وړاندې کوي، دا ناکام مدیریت سور څراغ دی او باید په بېړني ډول دا حالت بدلون ومومي.

 بریالی مدیر هغه دی چې د خپلو کارمندانو سره د خپلې خولې ډوډۍ نیمه کړي، یانې پام پرې کوي او ارزښت ته یې قائل وي.  بریالی مدیر له خپلو کارمندانو خوښ وي او تل ورسره له زړه مینه او محبت کوي، دغه راز په ورین تندي ورسره چلند کوي.  بریالی مدیر د ټولې ادارې یا د دفتر کارمندانو ته په یوه سترګه ګوري او له توپیري چلند ځان لیرې ساتي، که په دفتر کې مدیران د بېلابېلو کارمندانو تر منځ د توپیري چلند ښکار شو او په دې بده لومه کې ولوېد، بیا یې خپل پل په لوی لاس د ناکامۍ په دروازه ور دننه کړ، مدیر باید په بشپړ ډول بې طرفه و اوسي او خپلو ټولو کارمندانو ته په یوه سترګه وګوري، که ستایي، بیا باید په تدریج سره د ټولو فعالیتونه په بې طرفه ډول و ارزول شي، هغوی چې مخکښان او زیارکښه دي، باید تقدیر شي.
پای