د یوې خوشاله او بریالۍ اوونۍ د پیلولو لپاره لس ټکي

په یاد مو دي، چې څو کارونه مو سبا او د اوونۍ لومړۍ ورځې ته ځنډولي دي، نن هماغه ورځ ده، نو غوره ده، چې لاس په کار شئ، د یوه نوي فعالیت او کار د پیلولو لپاره هېڅکله ناوخته نه ده، خو تر ډېره داسې عادت شوي یو، چې هغه کار سبا او د اوونۍ د پیل (شبنې) ورځې ته ځنډوو، نن هماغه ورځ ده، نو راځئ، چې پیل یې کړو. 
 
د یوې غوره اوونۍ د پیلولو لپاره باید لاندې کارونه ترسره کړئ: 
 
۱ ـــ پروګرام جوړ کړئ 
یوه د یاددښت کتابچه واخلئ او د اوونۍ لومړیتوبونه پکې یاددښت کړئ، هر کار یا ناسته مو چې ترسره کړه، نو نښه یې کړئ، ترڅو ډاډه شئ، کوم څه له قلمه پاتې نه دي. 
 
۲ ـــ وخت په پام کې ونیسئ 
د هر کار د ترسره کولو لپاره یو ساعت وټاکئ او دا اټګل کړئ، چې هغه مسؤولیت یا کار مو څومره وخت نیسي، په دې ترتیب به خپل ځان مکلف کړئ، چې په چټکه توګه خپلې چارې ترسره کړئ. 
 
۳ ـــ استراحت او تفریح مه هېروئ
د درسپارل شویو کارونو سربېره، یو وخت تفریح، استراحت او د خپلو دوستانو ترڅنګ وخت تېرولو ته هم ځانګړی کړئ، دا وختونه په حیرانونکې توګه ستاسو انرژي زیاتوي. 
 
۴ ـــ مشوره وکړئ
د هر حساس اقدام له کولو مخکې، چې احساس کوئ د ترسره کولو او ټینګښت لپاره یې څو بېلابېلې تګلارې شتون لري، له یوه متخصص سره مشوره وکړئ، په دې ترتیب به د وخت او انرژۍ له بېځایه لګښت څخه مخنیوی وکړئ. 
 
۵ ـــ عمل وکړئ
ډېری کسان داسې عادت شوي دي، چې ډېرې ښې او په زړه پورې آیډیاوې له پایلې څخه د وېرې په خاطر، په خپل ذهن کې زېرمه کړي، خو په هغه ځای کې به د دوی په هېڅ درد ونخوري، مګر دا چې هڅه وکړي، تجربه یې کړي. 
 
۶ ـــ مثبت فکره او نور غوښتونکي واوسئ
په یوه کاري اوونۍ کې د بریا لپاره، کارونو او هغه څه ته، چې په مخکې یې لرو، یو مثبت او له انرژۍ ډک لید، کولای شي ډېر زیات ګټور او اغېز ښندونکی وي او کله هم موږ د کلونو لپاره پرمخ بیایي. له ځان غوښتنې څخه ډډه وکړئ او هڅه وکړئ، چې په خوښیو او  بریاوو کې نور هم ښکېل کړئ، په ځانګړې توګه په کاري چاپېریال کې تل په دې فکر کې مه اوسئ، چې په خپله ګُل ووهئ، کله وخت د هټریک پرځای په دې فکر کې واوسئ د ګُل وهنې لپاره پاس ورکړئ، دا کار نه یوازې په کاري چاپېریال کې ستاسو محبوبیت زیاتوي، بلکې ستاسو انرژي هم څو چنده زیاتوي. 
کله وخت له نورو سره مرسته کول، له خپلې بریا څخه هم خوندور وي.
 
۷ ـــ تېروتنه منونکی واوسئ 
کله مو چې کومه تېروتنه وکړه، له بهانې پرته یې ومنئ او که چېرې اړینه مو وګڼله، نو بښنه وغواړئ. کله وخت د یوې نظریې یا هوډ لپاره له بریده زیات تعصب، چې د ټول کار ماهیت مو تر پوښتنې لاندې راشي، باید ومنو، چې موږ ټول انسانان یو او کېدای شي تېروتنه وکړو. 
 
۸ ـــ له بېځایه شخړې څخه ډډه وکړئ
موخه دا نه ده، که هر کله مو په یوه کار یا یوې مسئله باندې له خپلو همکارانو سره د نظر اختلاف پیدا کړ، نو د تېښتې لاره غوره کړئ او دا چې هر څه هغوی وایي ومنئ، بلکې موخه داده، دا چې په خپل سم دریځ باندې ټینګار کوئ، له بېځایه بحثونو او څنګ لوري تللو څخه ډډه وکړئ. 
 
۹ ـــ سمه لاره وټاکئ 
کله وخت د ستونزو د لیرې کولو لپاره ذهن ته مو نا قانونه لارې چارې راځي او کله وخت ښایي وسوسه درته پیدا شي، چې د قانون او عرف پر خلاف یو کار ترسره کړئ، ترڅو بریا ته ورسېږئ، خو تاسو ته زموږ سپارښتنه داده، چې د دې لارو چارو له ازمویلو او یا په اړه یې له فکر کولو څخه ډډه وکړئ، ځکه که په ظاهره توګه بریالي هم شئ، نو د خپل وجدان پر وړاندې به مو ماتې خوړلې وي او بې ارزښته به وئ. 
 
۱۰ ـــ په الله (ج) باندې باور وکړئ  
په الله (ج) باندې باور وکړئ او پوه شئ، چې هغه (ج) د هر چا په پرتله ستاسو په کار باندې په ښه ډول پوهېږي، که هغه څه ته ورسېدئ، کوم چې غوښتنه مو یې کوله، باید د خدای (ج) شکرونه پرځای کړئ او هغه څه مو چې غوښتل، خو ورته ونه رسېدئ، بیا هم د الله (ج) شکرونه پرځای کړئ او په حکمت یې خوښي او رضایت څرګند کړئ. 
 
څېړنو ښودلې ده، هغه کسان، چې په یوه تر لوړ، ستر او ماورایي ځواک باندې په اعتماد او اعتقاد سره کار و فعالیت کوي په چارو کې له ډېرې هوساینې او آرامتیا څخه برخمن دي.