د حُسن  فلسفه 

ښکلا پر تا تمامه يې د حُسن فلسفه
پر تا باندې زېبا ده مدينه منوره 

خوبان د جهان واړه ټول په تا باندې مئين دي
معشوق يې د عُشاقو عشق دې څومره کړي مزه 

قرآن کې رب ستايلی يې په خلُقٍ عظيم
شقُ القمر دې هم ده يوه ستره معجزه 

دېره دې پر صُفه شول څو د مينې طالبان
تا جوړه کړله مونږه ته د مينې مدرسه 

رېښتونی پيغمبر يې مجاهد يې هم غازي يې
ګټلې تا په هر ميدان له کفره معرکه 

دا توره دنيا ستا د مخ جلوو رڼا، رڼا کړه
چې  تۀ  نه وې نړۍ باندې خوره وه توره شپه 

له تا مخکې به خلکو عبادت کړو د بُتانو
چې تۀ راغلې شوه ماته د شرک هره بت کده 

غزاوو د اُحد، بدر، حنين کې دې جانانه
په تورو دې ملکو هم کوله بدرګه

ای کاشکې دې ملنګ وای (عرفاني) دا ستا د کلي
جارو مې پر بڼو وای ستا ښايسته ښکلې روضه