یو ښه ښوونکی هرومرو دا ځانګړتیاوې لري

په کورنۍ سربېره، له افرادو څخه یو بل فرد، چې کولای شي د یوه کس په برخلیک کې اغېز ښندونکی وي، له شک پرته ښوونکی دی او د یوه ښه ښوونکي تر ټولو غوره ځانګړتیا، له زده کوونکو سره د پیاوړې اړیکې لرل دي.
 
ټولې هغه ځانګړتیاوې، چې ښه ښوونکی یې باید ولري
ښه ښوونکی اوسېدل ډېر زیات مهم دي، ښه ښوونکی هغه څوک دی، چې زده کوونکی یې د عمر تر پایه یاد او ورته درناوی وکړي، خو څه څیز د دې سبب ګرځي، چې یو ښه ښوونکی واوسئ؟ دې پوښتنې ته په ځواب ورکولو کې باید ډېر زیات موارد په پام کې ونیول شي.
 
په دې لیکنه کې د یوه ښه ښوونکي په غوره ځانګړتیاوو باندې رڼا اچول کېږي او باوري یو، چې د با کیفیته زده کړو په چارو او د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ د یوې پیاوړې اړیکې په رامنځته کولو کې ډېر زیاتې مهمې دي.  
 
۱ ـــ اړیکیز مهارتونه
اغېزناکه اړیکه یوه شتمني ګڼل کېږي او باید په مسلکي چاپېریالونو کې ترلاسه شي، ځکه د بریالیو او تل پاتې اړیکو ریښه ده. د ښوونې او روزنې په برخه کې، د زده کونکو لپاره د باور وړ چاپیریال رامنځته کولو  په موخه د ښوونکي لپاره پیاوړي اړیکیز مهارتونه مهم دي، پیاوړي اړیکیز مهارتونه د زده کوونکو لپاره یوه اړینه موخه ده.
 
یو ښوونکی باید وکولای شي، چې د ټولګي درسي پروګرام په ښه او غوره توګه بیان کړي، ترڅو زده کوونکي وکولای شي ورته متوجه شي، په دې ترتیب زده کوونکي پوهېږي، چې له دوی څخه کومې تمې کېږي، له دې امله خپلې دندې په ښه او دقیقه توګه ترسره کوي، یو ښوونکی باید د زده کوونکي دندې په ښه او واضحه توګه بیان کړي، داسې چې زده کوونکي وکولای شي په سمه توګه یې ترسره کړي او ورته متوجه شي، که په هر دلیل زده کوونکي د یوه کار یا یوې دندې موخه په ښه توګه درک کړې نه وي، نو مهم ده، چې ښوونکی یې یو ځل بیا او په غوره توګه توضیح کړي.
 
۲ ـــ د اورېدو مهارتونه
 زده کوونکي د یوه ښوونکي خبرو ته غوږ نیسي، که له بلې خوا هغوی پوښتنې ولري، باید د ښوونکي د پام وړ وګرځي. د اورېدو وړتیاوې پټې دي او تاسو ته د دې شونتیا درکوي، ترڅو خپل زده کوونکی درک کړئ، د ارسطو د خبرو پر اساس: «هغه کسان چې پوهېږي او هغه کسان چې خبر دي، درس ورکوي». د زده کوونکو د وړتیاوو درک کول، یو له هغو مهارتونو څخه دی، چې ښوونکی یې باید ولري، هر زده کوونکی توپیري دی او خپل ځان په فرد پورې منحصر ښکاره کوي، د پوښتنو په پوښتلو او د زده کوونکي خبرو ته په دقیقه توګه غوږ نیولو سره، ښوونکی کولای شي، له هغه سره خپلې اړیکې ته ښه والی  وبښي. د اورېدو د پیاوړو مهارتونو له لارې ښوونکي کولای شي د زده کولو یو غوره، سالم او باکیفیته چاپېریال رامنځته کړي.
 
۳ ـــ دوستانه چلند
دوستانه چلند د یوه ښه ښوونکي یوه له مهمو ځانګړتیاوو څخه ده، دا مهارت کولای شي له زده کوونکو سره ستاسو اړیکه نږدې کړي او هغوی ښو او لا ډېرو زده کړو ته وهڅوي، زده کوونکي په ډېرې هوساینې سره کولای شي خپلې پوښتنې وپوښتي، دا چاره په خپل وار سره د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ د اړیکې د ښې کېدو او د یوې مثبتې زده کړه نیزې فضا د رامنځته کېدو سبب ګرځي، په دې اساس هغه مثبت ټکی، چې ترمنځ دی، د یوه ښوونکي دوستانه چلند او د زده کوونکو اعتماد له ځانه سره لري. د اعتماد احساس په زده کړنیز چاپېریال کې د اړیکو د لا پیاوړتیا سبب ګرځي او د زده کوونکو لا ډېره ګټورتیا به له ځانه سره ولري. د دوستانه چلند په لرلو سره، د هوساینې او اعتماد احساس رامنځته کېږي او تاسو به د یوه تل پاتې ښوونکي په توګه د هغوی په ذهن کې پاتې شئ. 
 
۴ ـــ صبر
په زده کړه نیزه نړۍ کې صبر یو فضیلت دی. ښوونکی اوسېدل او په هم مهالې توګه څو زده کوونکو ته رسېده ګي آسانه کار نه دی او ډېر زیات صبر ته اړتیا لري، ځکه زده کوونکي د زده کولو پرمهال بېلابېل استعدادونه لري، دې موضوع ته پاملرنه ډېره زیاته مهمه ده، ځکه له زده کوونکو سره مرسته کوي، ترڅو له خپلو درسونو څخه شاته پاتې نه شي او د تدریس په چاپېریال کې بریا زیاته کړي. په یاد ولرئ، چې ستاسو صبر د زده کوونکو لپاره بېلګه هم ګڼل کېږي.
 
یو صبر لرونکی ښوونکی له زده کړه نیز چاپېریال سره ډېر زیات جوړښت لري. زده کوونکي په بېلابېلو عمرونو کې د اړیکې د ټینګښت او د زده کړو په اړه بېلابېلې ستونزې لري. یو صبر لرونکی ښوونکی په ښې ښوونې سربېره کولای شي، په دې برخه کې هم زده کوونکي په ښه توګه درک کړي، خو له دې سره سره، صبر او حوصله یوه ښوونکي ته اجازه ورکوي، ترڅو دې ته متوجه شي چې په کومو تخنیکونو سره کولای شي زده کوونکي په زده کولو باندې بوخت وساتي.
 
۵ ـــ ښه کاري اخلاق
ښه اخلاق د یوه ښه ښوونکي ځانګړتیا ده، ځکه د هغه د تدریس په ډول کې هم اغېزناک دي، د ښو کاري اخلاقو لرل، له زده کوونکو سره هم مرسته کوي، ترڅو له خپل ښوونکي څخه بېلګه واخلي، ښه ښوونکی د دې ځانګړتیا ترڅنګ باید مسؤولیت منونکی هم وي، په دې مانا چې وکولای شي د بېلابېلو مواردو لکه په ټولګي کې د زده کوونکو د بېلابېلو احتمالي چلندونو مسؤولیت پر غاړه واخلي.
 
له بده مرغه ټول زده کوونکي د خپلو لیدونو او چلندونو په اړه یو شان نظم او پاملرنه نه لري، ښوونکي باید زغم ولري او په یاد ولري، چې دا د زده کړې هغه برخه ده، چې ترې ډډه نه شي کېدای، د ښو او پیاوړو کاري اخلاقو په لرلو سره، هغوی کولای شي، له هغه څه څخه ډېر په اغېزناکه توګه وړاندې کړي، کوم چې د تدریس په چاپېریال کې ورته اړتیا ده. که داسې تر سترګو کېږي، د تدریس چارې لکه څنګه چې ورته اړتیا هغسې پرمخ نه ځي، ښوونکي باید خپلې هڅې وکړي، ترڅو د حل یوه اغېزناکه لاره پیدا کړي.
 
سپارښتنه کېږي، چې ښوونکي د درسي ساعت له پیل څخه لږ تر لږه پنځه دقیقې مخکې ټولګي ته لاړ شي، ځکه په وخت تدریس او له زده کوونکو سره د نږدې اړیکې لپاره شونتیا برابرېږي، دا په دې مانا ده، چې له هغوی څخه هم تمه کېږي، چې درس په خپل وخت سره پای ته ورسوي او دغه راز دنده لري، چې هېڅ ناسوبتیا ونه لري.  
 
۶ ـــ د سازماندهۍ مهارتونه
ښوونکي باید ښه سازمان دهي کوونکي واوسي، ځکه د دې کار ښه کیفیت، په ښه ښوونکي اوسېدو کې بنسټیز رول لري، د مهارت د نه درلودلو په صورت کې، ښوونکی ښایي د هغو دندو په تمه کې، چې زده کوونکو ته یې سپارلي دي، تېروتنه وکړي. ډېری ښوونکي عادت لري، چې د درسي ساعت له پای ته رسېدو وروسته، هغه بنسټیز ټکي، چې باید په بل درسي ساعت کې یې په یاد ولري او ترسره یې کړي، یاددښت کوي، په دې ترتیب هغوی کولای شي د بل درسي ساعت لپاره په ډېرې هوساینې سره مطالب چمتو کړي.
 
کمزورې سازماندهي ښایي د زده کړې د وخت او خپل وخت د بېځایه تېرېدو سبب شي، یو سازمان موندونکی ښوونکی کولای شي زده کوونکي له هغه څه څخه په غوره توګه پوه او د زده کړې کچه یې پورته کړي، کوم چې تمه یې کېږي.
 
۷ ـــ چمتو کوونه
له سازماندهۍ سره چمتو کوونه د ښه ښوونکي یوه بله ځانګړتیا ده، اړینه ده، ښوونکي د هغه مطلب په اړه، چې ټاکل شوې ده وړاندې یې کړي، په بشپړه توګه پرې پوه او واک ولري او د خپل درسي ساعت لپاره چمتو واوسي، هغوی کولای شي، دا کار د درسي ساعت له پیل کېدو څخه شپږ تر دولس ساعته مخکې ترسره کړي، چمتو کوونه ښوونکو ته فرصت ورکوي، ترڅو په اغېزناکه توګه د زده کوونکو لپاره واضحې او واقع بینانه تمې وټاکي او په ښه او غوره توګه یې هغوی ته ولېږدوي.
 
۸ ـــ انظباطي مهارتونه
یو ښوونکی باید نظم او انظباط په پام کې ولري، هغه ښوونکي، چې پیاوړي او اغېزناک انظباطي مهارتونه ولري، وبه کولا شي، ترڅو په تولګي کې مثبتو چلندونو ته لوړتیا ورکړي، د مثبتې فضا د رامنځته کولو لپاره، په ټولګي کې د نظم او انظباط ساتنه، چې د زده کړې بهیر ښه کوي، ډېره زیاته مهمه ده، ښوونکي کولای شي دا کار په ټولګي کې  د زده کړې د معیارونو د یوه لېست په بیانولو سره، ترسره کړي.
 
۹ ـــ دوستانه زده کړه نیز چاپېریال
د زده کوونکو لپاره د یوه دوستانه زده کړنیز ټولګي لرل اړین دي، تاسو د یوه ښوونکي په توګه د خپلو زده کوونکو لپاره بېلګه یاست، دا په دې مانا ده، چې ښوونکي نباید په هر وخت کې یې چې وغوښتل خوړنیز توکي وخوري یا په موبایل کې خبرې وکړي؛ ښوونکي نباید له مخدره توکو څخه ګټه واخلي، دا کار نه یوازې د ټولګي په سیستم او د هغه په مدیریت کې د ګډوډۍ لامل ګرځي، بلکې کولای شي، له جسمي او اروایي پلوه د زده کوونکو هوساینې ته جدي زیان ورسوي. له ښوونکو څخه تمه کېږي، چې د تدریس له شان سره مناسبې جامې واغوندي. د یادونې وړ ده، چې یو ښوونکی د هغه سازمان انعکاس دی، چې له هغه او د هغه لپاره کار کوي.  
 
۱۰ ـــ درنښتیز چلند
په هره اړیکه کې درنښت اړین دی، څه په کاري چاپېریال او څه په ژوند کې! ښوونکي نباید زده کوونکي وګواښي، ملنډې پرې ووهي، سپکاوی ورته وکړي یا یې  منفي چارو ته وهڅوي، د دې کار ترسره کول نه یوازې زده کوونکو ته سپکاوی دی، بلکې خپل ځان او ټولګي ته هم سپکاوی ګڼل کېږي، هر زده کوونکي او ټول درسي چاپېریال ته درناوی کول، ډېر زیات مهم دی، ځکه چې بې احترامي کول نه یوازې د زده کوونکو روحیې ته زیان رسوي، بلکې کولای شي ستاسو دنده او اعتبار هم له خطر سره مخامخ کړي، د یوه فرد او تر ټولو مهم د یوه ښوونکي په توګه د خپلو کړنو پر وړاندې درنښت او مسؤولیت منل ډېر زیات مهم دي.
 
په یاد ولرئ درنښت او احترام هغه څه دي، مخکې تر دې چې وشي، تر لاسه کېږي. که یو ښوونکی د خپلو شاوخوا خلکو او چاپېریال احترام وساتي، له هغه څخه ډېر چې تصور وکړي، د همکارانو او تر ټولو مهم د زده کوونکو په وسیله، محترم ګڼل کېږي، له دې امله مهمه ده، چې له خپلو زده کوونکو سره د هماغه درنښت پرمټ چې هیله لرئ له تاسو سره چلند وکړي، مراعات کړئ.
دا مه هېروئ، چې تاسو د خپلو زده کوونکو بېلګه یاست.