تل د درناوي فکر ولرئ

يو مسلمان د بل مسلمان لپاره هېنداره ده، په نړۍ کې چې موږ او تاسې ژوند کوو؛ نو هرو مرو به له تېروتنو سره مخامخ کيږو. انسان نيمګړی دی، تېروتنه له هر انسان څخه کېږي؛ نو لازمه ده چې متقابل احترام ولرو، د چا زړه مات نه کړو او په یو سوله ایز ډول ورته د حل لاره پېدا کړو.

موږ او تاسې که له يو فرد او شخص سره مخامخ کيږو؛ نو بايد داسی چلند ترسره کړو، چې مقابل لوری داسی فکر وکړي، چې د خپل ځان لپاره ستاسې د شخصيت د شه راغلاست لپاره فکر وړی شي. 

 یو ښه روغبړ کولای شي، د دواړو لورو ترمنځ د مینې او همغږۍ نوی باب پرانیزي.

که په ټولنیز ژوند کې د متقابل درناوي فکر ونه لرو، ژوند ورسره ورو ورو تریخیږي، د بدمرغۍ فضا په ټولنه حاکمیږي، د جهل تورې تیارې ورو ورو روښنايي لمنځه وړي او ځای یې خپلوي، دا چاره د بدمرغۍ یوه بده کډه ټولنې ته راوړي او بالاخره دوه زړونه سره جلا کوي، دوه کورنۍ سره خپه کوي، یو کلی سره د بې اتفاقۍ په بد رنګ ویشي او تر ټولو بده لا دا چې د نېکمرغۍ فکر په مخه کوي.

د دې لپاره چې ټولنه د نېکمرغۍ لوري ته یوسو؛ بیا باید هغه انسانان چې له تاسې سره مخامخ کېږي، په ډېر نېک چال او چلند ورسره مخته ولاړ شئ، یوه خوله مُسکا ورکړئ او له خپل لوري ورته د ملاتړ ډاډ ورکړئ.

که په کوم ملګري کې مو کومه تېروتنه و ليده، نو لازمه ده چې د ملګرو جلا او په ځانګړي ځای کې یې ورته په نښه کړئ او ورته ووایاست؛ ګرانه او خوږه ملګریه؛ خپه مه شې، رب دې ښه لره؛  په تاسې کې دا فلانکۍ نیمګړتیا موجوده ده، که پام ورته وکړې او لمنځه یوسې، ستاسو باور او ټولنيز شخصيت به ورسره ثابت پاتې شي.

د دې لپاره چې ټولنې ته نېکمرغي ډالۍ کړو، بیا باید د متقابل دروناوي فکر په ټولنه کې دود وګرځوو او خپل نوي نسل ته دا بهترین دود میراث پاتې کړو.

پای