جوبايډن: د اټومي جګړې شونتيا له بل هر وخت اوس مهال ډېره ده

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن خبرداری ورکړ چې د اټومي جګړې خطر د ۱۹۶۲ کاال د کیوبا د توغندیو له بحران راهیسې ترټولو لوړ دی، ځکه چې مسکو په ښکاره د اوکراین په برید کې د تاکتیکي اټومي وسلو کارولو احتمال په اړه خبرې کوي.

بایډن ويلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین "کله چې هغه د تاکتیکي اټومي وسلو یا بیولوژیکي یا کیمیاوي وسلو احتمالي کارونې په اړه خبرې کوي، نو هغه ټوکې نه کوي او دې سره د اټومي جګړې شونتيا ډېريږي. 

پوتین په مکرر ډول د خپل هیواد د پراخه اټومي وسلو کارولو ته اشاره کړې. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې پوتین پوهیږي چې نړۍ به هیڅکله د روسیې اټومي برید ونه بخښي.