پلان؛ ارزښت او ګټې یې

که موږ او تاسې وغواړو چې پرمختګ وکړو او د بریالیو خلکو تر شا ځان ورسوو؛ نو بیا باید د پلان مطابق مخته ولاړ شو.

بریالي خلک تل د پلان سره مخته ځي، هر څه ته له بېلابېلو زاویو ګوري او هېڅ وخت داسې کړنه نه ترسره کوي، چې شخصیت ته یې پرې صدمه رسیږي، یا هم کم پرې معلومیږي.

د دې لپاره چې په منظم ډول مخته ولاړ شئ، بیا اړ یاست، چې د هرې ورځې لپاره جلا او ځانګړی پلان جوړ کړئ، که هر سهار  مهال وختي له خوب ځای را پورته کیږئ، نو هڅه وکړئ، چې کرۍ ورځ مو د یو منظم پلان پر مټ  تنظیم کړئ.

 ستاسو مثبت لېدلوری او ژورلید کولای شي، ستاسو په ژوند کې بدلون راولي.

 که د یوې ادارې رهبري در تر غاړې وي، بیا مکلف یاست چې خپلو ټولو کارمندانو ته خپلې چارې د پلان مطابق ورکړئ او هر یو ته یې جلا – جلا خپل مسوولیتونه ور په ګوته کړئ؛ تر څو مو چاری ښې او د پام وړ بریالۍ مخته ولاړې شي.

که یو ښوونکی د پلان پرته په ټولګي کې د تدریس پر مهال ولیدل شو، دا په دې معنا چې تدریس یې د پلان مطابق مخته نه دی روان. پلان نه یوازې د تدریس او ښوونې لپاره اړین دی، بلکې د هر څه لپاره یو ځانګړی پلان ستاسې ماموریت ډېر ژر بریالی او مؤثر ثابتوي.

هر انسان دا هیله لري، چې روزمره دې بریاوې ترلاسه کړي، هېڅ ورځ دې ناکامي ونه ویني او تل دې د بریاوو په زیري روږدی وي، دا ناممکنه ده، هر وخت بریاوې نه وي، بریا یو فرصت دی، دا فرصت هڅه او هاند غواړي، اړینه ده او پکار ده چې زحمت او هڅه ونه سپموئ او د هر کار د ترسراوي لپاره له یوې ځانګړې کړنلارې ګټه واخلئ، بریا ستاسو ده.
پای