شل آسانه او ساده نظرونه، ترڅو هم تاسو او هم نور خوشاله او تازه شئ

ښایي دا مقاله له هغو نورو مطالبو څخه توپیر ولري، کوم چې د خوشاله اوسېدو په اړه مو لوستي دي، ځکه غواړو تاسو ته ووایو، چې ستاسو خوشالي د نورو په خوشالۍ پورې تړلې ده. دمګړۍ هغه تګلارې در پېژنو، چې له هغو څخه په ګټه اخیستنې کولای شئ، نور خوشاله کړئ او په پای کې ډېر ښه احساس ته ورسېږئ او خپله هم خوشاله شئ. 

ولې د شاوخوا خلکو خوشاله اوسېدل کولای شي موږ هم خوشاله کړي؟

ـــ د شاوخوا خلکو د مُسکا او خوشالۍ لیدل، په موږ باندې به ډېره ښه اغېزه ولري.  

ـــ د نورو لپاره د خیر ښګېڼې کارونه ترسره کول، زموږ د شخصیت د لوړېدو سبب ګرځي. 
څنګه کولای شو خپل شاوخوا خلک خوشاله کړو؟ 
۱ ـــ هر څنګه، چې له نورو سره چلند وکړئ او د هغوی په اړه هر ډول فکر ولرئ، هغوی هم له تاسو سره په هماغه ډول چلند کوي، وایي چې په کوم لاس یې ورکړې، په هماغه لاس یې بېرته ترلاسه کوې.

۲ ـــ تل هڅه وکړئ، چې خپلو شاوخوا خلکو ته مثبته انرژي ورکړئ. د بېلګې په توګه: هغه چاته، چې له کلونو راهیسې د ډنګرېدو هیله لري، ووایئ، څه ښکلي غړي او اندامونه لرې، هغه چاته چې ناروغ دی، ووایئ، نن ډېر ښه تر سترګو کېږې، دا ډېره آسانه او ساده تګلاره ده، خو په عین حال کې حیرانونکې هم ده او بالاخره ستاسو د خوشالۍ سبب ګرځي. 

۳ ـــ که په سړک کې له غوسه ناک او بیړه ناک موټر چلوونکي سره مخامخ شوئ، هغه ته لاره ورکړئ، ترڅو له تاسو نه مخکې شي، په دې کار سره به نه یوازې تاسو په خپله کومه اندېښنه ونه لرئ، بلکې د مقابل لوري اندېښنه هم را کموئ او په پای کې ډېر ښه او په زړه پورې احساس به تجربه کړئ. 

۴ ـــ که غواړئ یوې ودانۍ یا لېفټ ته ننوځئ او په هماغه وخت یو کس له یوه دروند پیټي سره ستاسو ترڅنګ دی، اجازه ورکړئ، چې لومړۍ هغه داخل شي یا لږ تر لږه دروازه ورته پرانیستې وساتئ. 

۵ ـــ د ټولو کوچنیو او سترو کارونو د ترسره کولو لپاره د نورو منندوی واوسئ، کله وخت ځینې مسایل ډېر عادي ګڼئ، خو په یاد مو وي، هېڅوک ستاسو پر وړاندې کومه دنده نه لري، نو د هغوی د ډېرو وړو کارونو په اړه له هغوی څخه مننه کول مه هېروئ. 

۶ ـــ له هغو خوړنیزو توکو څخه، چې خپل کار ځای ته یې له ځان سره وړئ، نورو ته یې هم ورکړئ. 

۷ ـــ کورنۍ او دوستانو ته مو ډالۍ ورکړئ، اړینه نه ده، چې هرومرو خپلو دوستانو ته لوړ بیه ډالۍ ورکړئ، بلکې ستاسو یادګار کولای شي یوه نقاشي وي.

۸ ـــ له هغو خوړنیزو توکو څخه، چې د راتلونکې لپاره مو زېرمه کړي دي، لږ خپل بېوزله ګاونډي ته هم ورکړئ. 

۹ ـــ د خپلو شاوخوا خلک هڅاند واوسئ، ښایي هر فرد له سختو شرایطو سره مخامخ شي، که چېرې ستاسو په شاوخوا کې کوم ناهیلی کس اوسېږي، هڅه وکړئ، چې الهام بښونکی یې واوسئ. 

۱۰ ـــ یو بل ته خندا لرونکې ټوکې او کیسې وکړئ. 

۱۱ ـــ که کومه لیکنه درته په زړه پورې وه، نو هغه په مجازي فضا کې له نورو سره شریکه کړئ. 

۱۲ ـــ له خپلو شاوخوا خلکو سره مرسته وکړئ، فکر وکړئ، چې د نورو ستونزه، ستاسو خپله ستونزه ده، چې باید حل شي. 

۱۳ ـــ په خپل کور او کار ځای کې له طبیعي ګلانو څخه ګټه واخلئ، ترڅو د نورو حالت ښه کړئ او ستاسو حالت هم ښه شي. 

۱۴ ـــ یو بل په غېږ کې ونیسئ، دا کار کولای شي، تاسو له منفي افکارو او اروایي فشار (سټرس) څخه لیرې کړي. 

۱۵ ـــ خواړه خوړل د دې نړۍ یو له خوندونو څخه دی، نو کله چې له یوه خواشیني او خپه فرد سره مخامخ شوئ، د هغه د خوښې وړ خوړو په پخولو سره، د هغه د خوشالۍ سبب شئ. 

۱۶ ـــ تل په شونډو باندې مُسکا ولرئ. 

۱۷ ـــ کله وخت د نورو د کارونو مسؤولیت ومنئ او له هغوی سره په سختو شرایطو کې مرسته وکړئ. 

۱۸ ـــ د نورو د زړه خبرو ته غوږ ونیسئ او د هغوی لپاره یو ښه اورېدونکی واوسئ. 

۱۹ ـــ کله وخت د نورو ترڅنګ یو څښاک څښل، لکه: چای یا قهوه کولای شي، ډېر خوندور وي او موږ ته دېر ښه احساس را په برخه کوي. 

۲۰ ـــ خپلو نږدې کسانو او ملګرو ته مینه ناک او له انرژۍ څخه ډک یاددښتونه ولیکئ، د بېلګې په توګه: که د خپل ژوند له شریک څخه، له کوره وخته بهر ځئ، نو ورته یو مینه ناک یاددښت ولیکئ او په داسې ځای کې یې کېږدئ، چې سترګې یې پر ولګېږي.