نشه يي توکي؛ عېش و عشرت که بربادي؟

د نشه يي توکو کارونه د انساني ژوند د تباهۍ باعث ګرځي، دا چې ډېری نوجوانان د نشه يي توکو کاورونه یو ډول مستي او عیش عشرت بولي، دا د دوی ناپوهي ده او باید ډېر ژر ترې واټن ونیسي.

نشه د عقل وړونکې ده او ډېر ژر انسان بې خوده کوي، ځیني خو یې آن د مستۍ لپاره مه کاروي.

د نشه يي توکو کارونه د ذهن او حافظې د بربادۍ لامل هم کېږي او ډېری مهال به مو له حافظې ډېرې مهمې خبرې او موضوعات خپلسري تېښته کوي.

د نشه يي توکو د کاروونې ډېر نور زیانونه هم شته چې د هغې له جملې څخه د نشه یانو د ژوند تباه کول دي.

ډېری نشه يي خلک د ورزش څخه کرکه لري، د کار کولو پر مهال ژر ستړي کېږي، ځغاسته خو ورته بیخي ناممکنه ښکاري او ساه یې ژر ژر وهل کېږي، ته به وايي، پنځه کیلو متره چټکه منډه یې وهلې ده.

د یو حدیث شریف مفهوم دی چی ټول هغه نشه توکي چې نشه راړونکي وي، د هغه کښت، پېر او پلور یانې کاروبار او استعمال  دا ټول حرام عملونه دي.

 د افغانستان په مختلفو ولايتوتو کې دکوکنارو او د راز راز نشه  مواد کر کېله کېږي، نشه یي مواد لکه سګریټ، نصوار، چرس، پوډر تنباکو، بنګ، شراب او ... څخه عبارت دي.

له بده مرغه موږ شاهد حال یو، چې زموږ د ګران هېواد  افغانستان په بېلابېلو ښارونو او بازارونو کی کڼ شمېر تنکي ځونان د نشه یي موادو په استعمال روږدې دي، چې د ډېری ځوانانو ژوند یې د پوډرو، چرسو او سګرټو ښکار کړی، چې دا چاره په تدریجي ډول د وژونکو ناروغیو لامل کېږي.

که ځوانان ځان د بې کارۍ څخه وساتي او په یو حلال کسب ځان بوخت کړي، لیرې نه ده چې له نشه يي موادو دې وژغورل شي، دا څرګنده ده چې د نشه يي توکارونه د انسانیت د تباهۍ لامل کېږي، له همدې کبله باید د نشه يي موادو له کاروونې ډډه وشي. بزګرانو ته د کرکېلې پر وخت د ښه حاصل لرنکو تخمونو ورکړل شي.

له ځوانانو او لوستو کسانو څخه هیله ده چې د نشه یي مواړو د کارونې او زیانونو په هکله یې عامه پوهاوی زیات کړي، تر څو د دې وژونکي او بې اعتماده ناروغېو مخه و نیول شي.
پای