په دې چلندونو سره، تل د درنښت وړ واوسئ

کابو د ټولو کسانو، چې په هر عمر او ټولنیز موقعیت کې وي، خوښېږي یې، چې درنښت ورته وشي او مقام یې د یوه دروند انسان په توګه خوندي شي. 

درناوی خپل په خپله نه رامنځته کېږي، بلکې تر لاسه کېدونکی دی او د همدې لپاره اړینه ده، چې مناسب چلند ولرئ، ترڅو نور تاسو ته درناوی وکړي، په دې لیکنه کې په هغو چلندونو باندې رڼا اچول کېږي، چې د درناوي سبب ګرځي. 

هغه چلندونه، چې د درنښت سبب ګرځي
ښایي ستاسو کاري ټ یم، ستاسو عادتونو، هوښیارتیا، یا  د تړونونو د لاسلیک کولو لپاره ستاسو وړتیا ته درناوی وکړي، خو د درنښت کولو لپاره، ډېر زیات څیزونه شتون لري، که د یوه فرد په توګه اړین درناوی ترلاسه کړئ، نو بریالی یاست. 

مهربان واوسئ 
تل د ورځې په اوږدو کې، چې له هر چا سره مخ کېږئ، د خپل ژوند له شریک او اولاد څخه مو نیولې، تر همکار یا د پلورنځي پلورونکي پورې، له دې ټولو سره مؤدبانه چلند وکړئ، د دې خبرې کول د ترسره کولو په پرتله یې ډېره آسانه ده، په ځانګړې توګه، که بده ورځ مو تر شا پریښې وي، خو که غواړئ، چې له تاسو سره درنښتیز چلند وشي، نو باید له ټولو سره سم چلند وکړئ او مهربان اوسېدل مه هېروئ. 

درنښتیز چلند وکړئ، چې درنښت درته وشي 
نا درنښتیز چلندونه لکه: غوسه ناک کاته، له موبایل څخه له بریده زیاته ګټه اخیستنه او ډېرې خبرې کول پرېږدئ، دا کارونه نه یوازې هغه فرد ته د درنښت نه کولو نښه ده، له کوم سره چې په اړیکه کې یاست، بلکې د لا ډېرې اړیکې له ټینګښت او د ستونزې له حل څخه مخنیوی کوي، دغه راز ستاسو او د مقابل لوري ترمنځ به تل پاتې جدایي هم رامنځته کړي. 

ښه غوږ ونیسئ
غوږ نیونه یوه فعاله تګلاره ده، غوږ نیونه په دې مانا ده، چې تاسو خپل افکار او باورونه له خپل ذهن څخه بهر کوئ او واقعاً هغو څیزونو ته، چې نور یې غواړي تاسو ته در ولېږدوي غوږ نیسئ. تر ډېره په نننیو خبرو اترو کې، د یوه فرد نظرونه د دې سبب ګرځي، چې د اورېدونکي افکار تحریک شي او هغه هم خپله کیسه په ورته لړۍ کې مطرح کړي. 

ګټور واوسئ 
هغه کسان چې تل له نورو سره د مرسته کولو لپاره چمتو دي یا په اړینو موقعیتونو کې، نورو ته غوږ نیسي یا د مرسته کولو لپاره د یوه فرصت په لټه کې دي، ډېر درناوی ترلاسه کوي، د مرسته کولو لپاره د یوې موکې په لټه کې واوسئ، حتا که مخکې مو دا چاره نالیدلې نیوله. لا ډېر مسؤولیت منونکی واوسئ، دې ته په تمه مه پاتې کېږئ، چې یو څوک د مرستې غوښتنه وکړي، هغه وخت ورسره مرسته وکړئ، که وینئ، چې کوم څوک مرستې ته اړتیا لري، نو ورسره مرسته وکړئ. 

بهانه نه کول، له هغو چلندونو څخه دی، چې د درناوي سبب ګرځي 
ستاسو فعالیتونه، له ځینو نا وړاندوینه شویو مواردو پرته، ستاسو د ټاکنو پر بنسټ ترسره کېږي او د بهانه کولو لپاره کوم دلیل شتون نه لري، کار مو ترسره کړئ، که چېرې د کار په ترسره کولو کې مو له ټاکلې نېټې څخه ځنډ رامنځته کېږي، نو په احتمالي توګه دلیل یې دا دی، چې د خپل وخت په مدیریت کې ستونزه لرئ، په هغه صورت کې، چې کار مو پای ته نه دی رسولی په ډېر زیات احتمال سره، دلیل یې دا دی، چې په هغه باندې مو په سمه توګه تمرکز نه دی یا ستاسو په اند د هغه کار ترسره کول، نا اړین و. 

غوسه مو پرېږډئ
قهر او غوسه له تاسو پرته هیچا ته زیان نه اړوي، له څو شېبو څخه زیاته خپله غوسه مه ساتئ، کار مو جبران کړئ یا ترې تېر شئ، د غوسې په حالت کې مه پاتې کېږئ، پام مو وي، چې اروایي فشار (سټرس) د هیجان د رامنځته کېدو سبب ګرځي او کولای شي، چې ستاسو په روغتیا کې ستونزه رامنځته کړي، هېڅوک په بشپړه توګه د خوښې وړ نه دی، هرڅوک ستونزې لري، خپل ځان او نورو ته اجازه ورکړئ، چې ښه حالت ولري. 

له بدلون سره لېوالتیا ولرئ
سرټمبګي تاسو کوم ځای ته نه رسوي، دا ومنئ، چې جزئي بدلون د بشپړتیا د لړۍ یوه برخه ده، په خپل ځان کې د فردي ودې مهارتونه پیاوړي کړئ. د بېلګې په توګه: نوي مهارتونه زده کړئ، نوي فعالیتونه وازمویئ او په ځانګړې توګه خپل غیر ارادي چلندونه بررسي کړئ او د ښه کېدو په لاره کې د خپلې دې هڅې لپاره خپل ځان وستایئ.