ښوونکی هغه څوک دی چې موږ ته یې سمه لار را ښودلې، نېک چال چلند یې رازده کړی، لیک او لوست یې را زده کړی، د مور او پلار، ګاوڼډي او ټولنیز ژوند حقوق یې را زده کړي او تر ټولو غوره دا چې د ژوند په مفهوم یې پوهه کړي يو.
په پرمختللې نړۍ کې د ښوونکي قدر او اهمیت دومره ډېر دی، چې آن فکر یې هم نشو کولای، له همدې کبله خو د پرمختللې نړۍ خلک په دې ویاړي چې یوه بریالۍ او باثباته کورنۍ دې ولري، ښه ژوند او روښانه راتلونکی دې ولري، د همدې لپاره غوره بولي چې د ښووکي تر څنګ دې ګاونډي جوړ شي او په دې ویاړ هم کوي چې په بلاک کې ورسره ښوونکی ژوند کوي.
د یو حدیث شریف پښتو ژباړه ده، چې د اسلام ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیم وسلم فرمايي، زه دې نړۍ ته د ښوونکي په توګه را لېږل شوی یم.
د ښوونکي دنده پاکه او مقدسه ده، که نورې نړۍ ته فکر وکړو، د ښوونکي په ژوند څه چې آن د ښوونکي سره چې ګاونډی هم وي، پرې فخر کوي او داسې احساسوي چې تر شا یې غر ولاړ دی.
ښوونکی معنوي پلار هم بلل کېږي او زده کوونکي په خورا مینې او لیوالتیا روزي، مهربانه او خوښ چال چلند کوي او تر ټولو ښه دا چې په خپل بېسارې هنر پوهه او زده کړه زده کوونکو ته انتقالوي.
ښوونکی د مور او پلار په څېر وي، زده کوونکي هېڅ وخت خپل زده کوونکي نه ناراضه کوي، په درسي بهیر کې ورسره ډېره هڅه کوي، څو ژر یې پوهه کړي.
ښوونکی د یوې ټولنې د سمې لارې لارښوونکی دی. ښوونکی موږ ته هره ورځ زده کوونکو نوي مالومات ور کوي.
یو ښوونکی، یو قلم او یو کتاب کولای شي، چې له نړۍ تور تم لیرې کړي او ټوله نړۍ بدله کړي.
هغه څوک چې موږ ته لیک او لوست را زده کوي، ښوونکی نومېږي. ښوونکی شمع ده، خپله ځان سیزي؛ خو نړۍ ته روښنايي ورکوي. د ښوونکي د مقام او درناوي په خاطر په نورو هېواونو او درګرده نړۍ کې یوه ورځ نمانځل کېږي. ښوونکی په ډېر لنډ او تنګ وخت کې خلکو ته ډېر څه ور زده کوي.
ښوونکی دی چې خپل زده کوونکو څخه کولای شي، چې ولسمشران، وزیران، رئیسان، ولسوالان او آن نړۍ کې د هر ډول قشر او طبقو خلک وروزي، آما زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د ښوونکو ژوند ته هغه ډول چې پکار ده، له بده مرغه چې پاملرنه ورته نه کېږي.
دا حقیقت دی چې ښوونکی د دې مقدسې او سپېڅلې دندې سره سره د ګڼو مالي ستونزو او نیمګړتیاوو هم پر سر اخیستي، معاش او عاید یې هم کم دی، او د دې ترڅنګ هغه حق، حقوق چې باید ښوونکي ته په خپل وخت ورکړل شي، ډېر ناوخته ورکول کېږي او تر ټولو بده لا دا چې په کافي اندازه نه ورکول کېږي.
یو څه ته اړتیا ده، چې د ښوونکو ژوند درک شي، لاسنیوی یې وشي، مینه ورکړل شي، اړتیاوې یې درک شي، ټولنې او ولس ته یې ارزښت ور وپېژندل شي، له شته انرژۍ او وړتیا یې ګټه واخیستل شي او تر ټولو ډېره مهمه دا چې په تمامه مانا ټولنه ورته په ارزښت ورکولو قائل و اوسي، لیرې نه ده چې ډېر ژر پر ځان بسیاه افغانستان او د خپل ژوند روښانه راتلونکی ولرو.
پای
وروستي