چاپیريال ساتنه کې څنګه ونډه واخلو؟

دا چې موږ ژوند کوو، تنفس اخلو، ورځ او شپه احساوو، کار، رزوګار کوو، ټولنیز ژوند کوو او پالو یې، حیوانات او نباتات، مایعات او جامدات ګورو، ګټه ترې اخلو او کاروو یې، دا هر څه په چاپیریال پورې اړه لري او د ټولنیز ژوند مفهوم ورکوي.

دا چې چاپیریال لا ښه روښانه شي، ښه ده چې لنډه کتنه ورته ولرو، ټول هغه مواد او شیان چې زموږ په شاخواو کې موقیعت لري، لکه ځمکه، غرونه، سیندونه، حیوانات او نباتات چې په سترګور یې ګورو، چاپیریال بلل کېږي.

چاپیریال ساتنه باید لومړیتوب ولري، له همدې کبله موږ ته پکار ده چې د خپل شاخوا چاپیریال پاک وساتو او په پاکوالي کې یې خپله لاس په کار شو او نور هم ورته را وبلو.

د یو حدیث شریف ژباړه ده چې پاکوالی د ایمان یوه برخه ده، نو لازمه ده چې موږ خپل ښار، کلی، کور، کوڅه او نور... پاک وساتو.

هر ځوان که هغه نارینه یا ښځینه وي، ورته پکار ده چې چاپیریال ساتنه د خپل ځان مکلفیت وبولي او په دې برخه کې هېڅ ناغیړي ونه کړي، هم به یې روغتیايي ستونزې له ټولنې لیرې کړې وي او تر ډېره بریده روغتیا ټولنې ته ډالۍ کړې وې او هم به یې د ټولنې سره یو ډول نه یو ډول ستره مرسته کړې وي.

ځوانانو؛ د چاپیریال په پاک ساتنه کی په پوره ډول مرسته وکړئ، دا د شاروالۍ دنده ده چې په هر ځای کې خپل ډرمونه او کثافت دانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

د ټولنې وګړي باید اضافي مواد د سړک په منځ او یا غاړو کې ونه غورځوي او کثافت خپل ځای ته ورسوي.

د مشرانو څخه نيولې تر ځوانانو او ماشومانو او بیا ښځینه طبقې پورې ټول باید د چاپیریال په پاک ساتنه کې خپل زیار او کوښښ ونه سپموي؛ ځکه چې زموږ هېواد ښکلې غرونه، رغونه، ښکلې هوا، ښکلی موسم او ښکلی فصلونه پکې کېږي، بیا باید د سړکونو، ښارونو، بازارونو، ښونځیو، خصوصي او دولتي ودانیو او په ټوله کې د ټول چاپیریال په پاک ساتنه کې رغنده رول ولوبوو، هم به راڅخه څښتن تعالی راضي شوی اوسي او هم مو د ټولنې د ښېرازۍ، پرمختګ او سرلوړۍ لپاره خپل ستر مسؤولیت اداء کړی وي.
پای