د شخصیت لوړوونې یوه ځانګړنه

دا چې هېڅ انسان نه پوهېږي، چې د ژوند کومه شېبه یې د یوې خاطرې په توګه کېږي، له همدې کبله اړ دی چې خپلو چارو ته دوام ورکړي. که تاوان کوي، ګټه کوي، یا هم ستونزې ګالي؛ خو بیا هم اخته وي او تر هغه روان وي، تر څو چې ساه اخلي.

دا چې یو په ټولنه کې د ښه عزت او درناوي څخه برخمن شو، شونې ده چې لومړی ورته پاک زړه او نېک چال چلند ولرو، له دوه مخیتوب، منافقت او دروغ ویلو ډډه وکړي او په ټوله کې یو ښه او ټولمنلی فکر ولري. 

دا چې خلک مو پر خبرو او وینا باور وکړي، لومړی اړینه ده چې  د عزت او باور څخه برخمن شئ، یانې باید پس منظر او تېر ژوند مو جوړ وي، که تېر ژوند مو د دوکو او فرېبونو سره مل و، خو بیا مو شخصیت د دوه روپو کړ او که تېر ژوند مو له ریښتینولۍ او اخلاص ډک و، بیا ومنئ چې په نړۍ پاچاهي کوی شئ او د ټولنې اکثریت زړونه مو ګټلي دي.

پخوانيوخلک یو متل کړی: (هر شی چی خام شي، پخیږي، خو انسان چي خام شی، بیا نه پخیږي.)

دلته د انسان د خامیدو څخه موخه روښانه ده، کله چې یو انسان دروغ ویل پیل کړي او په روزمره چارو کې تل دروغ وایي، خلک د دې انسان په خبرو او وینا باور نه کوي، کله چې يو څوک په دروغو ويلو مشهور شي؛ نو بیا به ټول عمر دروغجن او خلک به ور ته د بې باوره شخص په سترګه ګوري. 

اروا پوهان وايي، مفت یوازې د مور او پلار مینه ترلاسه کولای شئ، نور چې په ټولنه کې هر څه کوئ، لومړی باید یو څه له لاسه ورکړئ، دا په دې مانا چې که په ټولنه کې ریښتینی او ټولمنلی شخصیت جوړېدل غواړئ، اړ یاست چې لوړې او ژورې وګالئ او خپل ډېر وخت نورو سره پر مرستې او لاسنیوي تېر کړئ.

ډېر خلک بوخت وي، یوازې ځان پالي او ځان مړوي، د نورو غم ورسره نه وي، دا هېڅ ښه خبره نه ده او نه د انسانیت په چوکات کې شته، هغه څه باید ترسره شي، چې د اکثریت زړونه پرې لاسته راوړی شو او هغه مینه، صداقت او اخلاص دی.

دا هر څه هلته شونې دي چې د پراخ لیدلوري سره نورو ته د لاسنیوي په موخه د همکارۍ ټټر ووهئ او هېڅ ور سره دوه مخیتوب او منافقت ونه کړئ، بلکې ځان ورته ژمن او ریښتینی ثابت کړئ.

له دروغجن او فرېبکار انسان سره په ټولنه کې نه څوک د دوستۍ تمه لري او نه ورسره مینه او محبت کوي. دغه راز دروغجن انسان په دې نړۍ هم ذلیله ژوند لري او اخروي ژوند خو یې هسې د ګناهونو انبار جوړ کړی، چې دا چاره یې دواړه نړۍ تباه او بربادوي.

اړتیا ده او پکار ده چې لومړیتوب ریښتینولۍ او ژمتیا ته ورکړل شي، بیا وګورئ چې په ټولنه کې څنګه یو ټولمنلی شخصیت جوړېږئ.
پای