د مار کوپولو نوم سره خو بلد یاست، زه مشهور سیاح نه یادووم، بلکې مارکوپولو پسونه یادووم. دا پسونه هم د مارکوپولو په نوم یادیږي. دا پسونه کله چې دې مشهور سیاح په ۱۳ میلادي پیړۍ کې چین ته سفر کولو، نو دا پسونه یې کتلي وو، چې اوس د همدې مارکوپولو په نوم یادیږي.
د مار کوپولو Family Bovidae… Sub family Caprinae, جنس Ovis او نوع یې O. ammon دی. يانې علمي نوم یېOvis ammon دی.
د مارکوپولو اصلي ځای بدخشان، واخان دی. خو له دې ځایه د تاجکستان بدخشان، چین او ګلګت [پاکستان] ته خواره شوي دي. اوس یې شمیر په تاجکستان کې زیات دی.
مارکولو غټ پسونه دي، نارینه یې ۱۱۳ سانتي متره او ښځینه یې ۱۰۰سانتي متره لوړوالی لري، د نارینه وزن یې تر ۱۲۶ کیلوګرامه پورې دی. د ښځینه لږ څه کم دی. د حاملګۍ دوره ۱۶۰ ورځې ده،. ۱۶، ۱۸ کالو پورې عمر لري.
اوږده ښکرونه لري، چې متر پورې هم رسیږي. خوږه غوښه لري، د ښکاریانو د توجه مرکز ګرځیدو له کبله نسل یې ګواښ سره مخ دی. نوي مالومات داسې ښایي شمیر یې په افغانستان کې ۲۰۰۰پورې دی. ډېره پاملرنه ورته پکار ده. ترڅو دا نایاب نسل له مینځه لاړنه شي. په دې هیله چې د زراعت، وزارت د وحشي ژوو ساتنې اداره ورته پاملرنه وکړي.
وروستي