که دا ۷ تېروتنې کوئ، منلی شخصیت نه بلل کېږئ

انسانان تېروتنې کوي، خو تکراروي یې نه؛ دا چې موږ ځیني وخت تېروتنې کوو، که جبران یې نه کړو، په ټولنه کې ډېر ژر محبوبیت له لاسه ورکوو. هغه تېروتنې کومې دي چې د انسان محبوبیت لمنځه وړي، که دا لیکنه تر پایه ولولئ؛ پوه به شئ چې د شخصیت وژنې ۷ غټ دښمنان څوک دي؟ 

لومړی: د چم، ګاونډ خلک ترې نا خوښه وي
که په ټولنه کې ژوند کوو، باید په اړه یې فکر هم وکړو او دا حقیقت باید ومنو چې پرته له ټولنې ژوند ناممکنه دی. چم او ګاونډ د ټولنې اساسي برخه ده. دا چې موږ ټولیز ژوند لرو، باید د ګاونډیانو خیال هم وساتو.  

هره ټولنه ځانګړي دودونه لري، دا چې په کومه ټولنه کې ژوند کوو، باید لومړی یې په دودونو ځان پوهه کړو او هغه دودونه چې د اسلام او فرهنګ له نظره ناروا وي، ډډه ترې وکړو. 

دويم: نه ځان چا ته ورپېژني او نه خپل ملګري نورو ته
ټولنه له بېلابېلو انسانانو برخمنه ده، ځکه خو موږ ځیني وخت له نا اشنا خلکو سره مخ کیږو، په لومړېو کې که ډېر اړ شو، یوازې او یوازې روغبړ ورسره کوو، خو له یو څه وخت وروسته  ورسره یوه خوله مسکا هم کوو، ورو ورو مو اړیکې پراخیږي او د ملګرتیا نړۍ مو رنګینه کیږي. دا بل څه نه دي، یوازې او یوازې ځان نورو ته پېژندل دي. دغه راز هڅه وکړئ چې د ملګرو سره د لېدنې پر مهال له ځان سره شته ملګري نورو مخامخ شوو ملګرو ته ور وپېژنئ، وړتیاوې او ځانګړتیاوې یې ورته ووایاست، تر څو تاسې او دغه راز ستاسې ملګري هم ګڼ شمېر نور غوره ملګري را خپل کړي.
                                                                                         
   درېیم: ځان لوړ او نور ټیټ ګڼل                                 
که ځان لوړ ګڼو او نور ټیټ، دا ستر احمقتوب او ځان غولونه ده. هېڅکله ځان له نورو لوړ مه ګڼئ او اجازه مه ورکوئ چې نور ستاسې د شخصیت په اړه منفي پرېکړه وکړي؛ خپله ځان لوړ ګڼل مناسبه نه ده، پرېږدئ چې ستاسې په اړه ټولنهپرېکړه وکړي.  هڅه وکړئ چې د نورو درناوی وکړئ او له ملګرو سره د ناستې پر مهال د خپلو نورو غائبو ملګرو له غېبت او سپکاوي ډډه وکړئ، ځکه دا چاره ستاسې د شخصیت محبوبیت ډېر ژر وژني.  

څلورم: په بې جرآتۍ خبرې کول او په هو، نه ځواب ورکول
ولې ډاریږو؟ ډار له چا وکړو؟ مه ډارېږئ، جرأت ولرئ او تاسې هغه څوک یاست چې ډار دې له تاسې وډار شي. د وېنا پر مهال په لوړ غږ خبرې کوئ او هڅه وکړئ چې د نورو پوښتنو ته تفصیلي او قانع کوونکي دلائل په خوږه مسکا او ورین تندي ووایاست. 

پنځم: په بېځایه موضوعاتو وخت تېرول او پلمې لټول
له ملګرو سره د ناستې پر مهال پر هغو موضوعاتو وغږېږئ چې ډېر ارزښت ولري او اړینه وي چې باید بحث پرې وکړئ. دغه راز د ملګرو د چوپړ پر مهال پلمې مه لټوئ او که تاسې سره یې د کولو امکان وي، ژر تر ژره یې غوښتنه ور پوره کړئ. 

شپږم: خپلو حدوداتو او اصولو ته پام نه کول
ددې لپاره چې انسان خپلو موخو ته ورسیږي، باید ترتیب شوی پلان ولري. هر انسان بېلابېل فکرونه او کړنلارې لري، د خپلو کړنلارو پابند اوسئ او مه پرېږدئ چې له خپل مسیر واوړئ. 

اووم: او نورو ته پام نه کول
که نوي غوره ملګري مومئ، نېکبخته یاست او باید ځان نېکمرغه وبولئ، خو که د همدې ملګرو په پالنه کې ستونزه لرئ، ومنئ چې بدمرغه یاست. هڅه وکړئ چې له ملګرو سره راشه درشه، ناسته ولاړه او تل پاتې ښې اړیکې ولرئ.