اسپسي او انټي سپسي

د طبابت په ټولو برخو کې د حفظ الصحې په پام کې نېولو سربیره اسپسي او انټي سپسي ډیره مهمه ده، خو دا چې د انټي سپسي او اسپسي تدابیر او عملیې په کومو ځایونو کې لازمې دي په دې به وروسته رڼا واچوم، خو په پیل کې به ددې دواړو جلا تعریفونه او وروسته به د هرې یوې تفصیلي وضاحت وړاندې کړم. 
 
انټي سپسي: عبارت له هغه عملیې څخه ده، چې د هغې په واسطه مایکرو ارګانیزمونه محدود او یا تخرییږي، یعنې ټولې هغه باکتریاوې او انتانات چې له جرحې یا ټپ سره په تماس کې وي د انټي سپسۍ په واسطه له منځه وړل کیږي او یا محدود او تخریبیږي.
 
اسپسي : په ژوندي نسج کې د پټوجن میاکروارګانیزمونو نه شتون ته اسپسي وايي. اسپسي د ټپ په ساحه کې د مایکروارګانیزمونو نفوذ مخنېوي طریقې څخه عبارت ده، چې د مقالې پای کې به په دې اړه بشپړ وضحات وړاندې شي.  
 
انټي سپسي:
عبارت له هغه عملیې څخه ده، چې د هغې په واسطه د ټپ ساحه کې مایکرو ارګانیزمونه محدود او یا تخریبیږي.
انټي سپسي په څلورو طریقو ترسره کیږي:
۱ :  فزیکي
۲: مېخانیکي
۳: بیولوژيکي
۴ : کېمیاوي
فېزیکي انټي سپسي :
فیزیکي انټي سپسي هغه طبي کړنلاره ده، چې میکروبونو لپاره د ودې زمېنې برابرېدلو څخه مخنېوی کوي او دغه راز د ټپ ساحه کې د توکسیکي(زهري) موادو جذب کموي. لکه درېناژ.
مېخانیکي انټي سپسي:
میخانیکي انټي سپسي د میکروبونو د ودې او پراختیا پروسه کابو کوي. لکه : ډبرېډ کول او د جرحې له ساحې څخه د اجنبي اجسامو، وېښتانو، جامو یا کالیو د ټوټو او نورو توکو لرې کول او توږل.
 
بیولوژیکي انټي سپسي : عبارت له هغو موادو څخه دي، چې د باکتریاوې، توکسیني یا زهري باکتریاګانو او د بدن دفاعي سیستم لوړولو لامل کیږي، د انټي بیوټیکونو او واکسینونو په ګډون.
 
کېمیاوي انټي سپسي:
کېمیاوي انټي سپسي د ټولو هغو مېتونو مجموعه ده، چې له کېمیاوي انټي سپټیکي موادو څخه د کارونې له لارې د باکټریاوو او یا هم د انتاناتو وده کابو کوي.
 کېمیاوي انټي سپټیکونه عبارت دي له: الکولونه، هلوجنونه او د هغوی مرکبات، اکسیجني مرکبات، اسیدونه او سنګین فلزونه، فینولونه او د هغوی ترکیبونه او نور متفرقه انټي سپټیکونه.
 
کېمیاوي انټي سپټیکونه په لاندې ګروپونو وېشل شوي  دي:
۱ :  الکولونه : ایتایل الکول، اېزو پروپایل الکول، ۲ : هلوجنونه او د هغوی مرکبات : آیوډین، ټینچر آیوډین، پاوېډون آیوډين، کلورین، کلور اسید، کلور امین.
۳ : اکسیدایزوونکي : هایدروجن پر اوکساید، پوتاشیم پرمګنات
۴ : اسیدونه : یورېک اسید، اسیتیک اسید
۵ : ثقیله فلزات : مرکیوري بای کلوراید، مرکرو کروم، سلور نایټریټ محلول.
۶ : فېنول او د هغه ترکیبونه : خالص فینول یا کاربولیک اسید، هیکزا کلوروفین، لایزول، ډیټول.
۷ : الډیهایډونه : فارم الډیهایډ، ګلوټر الډیهایډ.
۸ : نایټروفورانټوینونه
۹ : متفرقه انټي سپټیکونه : rivanol  ، aniline dyes ، furacilin ، Idoform ، methyllenblu ، chlorhexidine ، sulfonamides.
 
زموږ ستاسو په هېواد کې د کارېدونکو کېمیاوي انټي سپټیکونو له ډلې یې د یو څو لنډه پېژندنه:
۱ : بیټاډین (betadin : povidon – iodine ) : دا میکروب وژونکي  (bactericidal) محلول له دوو برخو څخه iodine  چې (bactericidal) باکتریا وژونکي اغېزه لري او povidon چې د آیوډین مالیکول لېږدوي جوړ شوی دی.
 
د کارونې پر مهال یې اغېزې څرنګوالی: د povidon څخه د iodine مالیکول ورو ورو جلا کیږي چې دا ورو جلا کېدل دغه محلول ته ۲ ځانګړتیاوې ورکوي؛ لومړۍ د چې د اغېزې موده یې اوږدوي، بل دا چې ټوکسییټي یا زهري کېدل یې کمیږي.
 
له بیټاډین محلول څخه په لاس مېنځلو (scrubbing) کې کار اخېستل کیږي او دغه راز د عملیاتو څخه مخکې د ځای رنګول (painting ) او د ټپونو شاوخوا څنډو پاکولو کې کار خېستل کیږي.
 
د  betadin  ۵ او ۱۰ سلنه محلول څخه د  ( scrubbing ) لاس مېنځلو او د ۱ – ۲ په سلو کې محلول څخه یې د پوستکي مېکروب وژنه کې کار اخېستل کیږي.
۲ : Hydrogen peroxide    ( H2o2 )
 
هایدروجن پروکساید برسیره پر دې چې یو ښه انټي سپټیکي محلول دی، یو ښه  (hemostatic) محلول هم دی. کله چې دا محلول په ټپونو کې وکارول شي، نو د ( peroxidase ) انزایم د اغیزې له امله  (H2O2) په دوه برخو یعنې (o2) او (H2) جلا کیږي چې (O2 ) د ځګ په شکل له ټپ څخه خارجیږي او په دې ډول له ځان سره ټپ هم پاکوي.
 
ددې محلول څخه کار اخېستنه د تازه جوړ شوي  (granulation tissue ) څخه د اپېټیلیل د حجرو جلا کېدو او د ټپ د جوړېدو ځنډمنیدلو لامل کیږي. له دې محلول څخه هغه مهال کار اخېستل کیږي، چې په ټپ کې د  ( oozing ) په شکل وینه بهیدنه موجوده وي او یا ټپ د وینې علقو په واسطه پوښ شوی وي.
 
۳: chlorhexidine
ددغه  محلول د میکروب وژنې اغېزه  (betadin) ته ورته ده. دا محلول په بیلابیلو سلنه ( ٪) موندل کیږي، چې د لاس مېنځلو او د جراحۍ وسایلو تعقیمولو لپاره کارول کیږي. 
 
۴: الکول (Alcohhol)
لکه څنګه چې د الکولو او د ډولونو یادونه یې پورته هم وشوه، خو الکول په یوازې ډول د میکروب وژنې قوي اغېز نه لري. ځېنې وایروسونه او باکتریاوې په څو ساعتونو کې د الکولو پر وړاندې مقاومت کوي. خو که چیرې د الکولو ۷۰ سلنه د chlorhexidine له 0,5 % سلنې سره یو ځای شي، نو یو اغېزناک میکروب وژونکی محلول کیږي.
 
اسپسي:
اسپسي یوه یوناني کلمه ده، چې د مایګروارګانیزمونو( باکتریاوو،ویروسونو، فنګسونو، انتاناتو) نه شتون ته وايي، یعنې هر ډول میکروبونه چې د التهابي کېدو لامل شي. یا په بل عبارت؛ په ژوندي نسج کې د پټوجن میاکروارګانیزمونو نه شتون ته اسپسي وايي. اسپسي د جرحې یا ټپ په ساحه کې د مایکروارګانیزمونو نفوذ مخنېوي طریقې څخه عبارت ده.
 
اسپسي د ټولو هغو تدابیرو څخه عبارت دی، چې ارګانیزم، چاپیریال او ځانګړي جسم ته د پتالوژیکو میکروبونو ننوتو څخه مخنېوی کوي. په طبي چاپیریال کې د میاکروارګانیزمونو ننوتو مخنېوي او د وایروسونو لېږد مخنېوی د لازمو طبي شرایطو له لارې کیږي.
 
دا طبي شرایط باید د جراحۍ په خونه کې ډیر په پام کې ونېول شي.
 
د اسپسي او انټي سپسي په پام کې نېول د ناروغ په ژر ښه کېدو، د ناروغۍ پراختیا او خپرېدو او دغه راز د طبي کارکوونکو روغتیا ته د ګواښ پېښیدو مخنېوی کوي.
 
په ټوله کې ویلای شو، چې د توکو تعقیم کول، د لاسونو پرلپسې مېنځل، ټول هغه ځایونه چې ورځني فعالیتونه پکې ترسره کیږي پاک کول، روغتون کې د ټولو خځلو او پاتې شونو مدیریت او پر وخت یې لېږد او له منځه وړل، په روغتون کې د ټوخي، پرنجي او لاړو تو کولو مخنېوي لپاره د اړینو خبرتیاوو خپرول، د تعقیم او نا تعقیم توکو جلا کول، د مناسبو کالیو او توکو کارول. دغه راز د پوستکي له لارې د میکروبنو لېږدل تدابیر هم په روغتون کې ډير مهم دي.
په خاص ډول په عملیاتي پروسو کې د اسپسي تدابیرو اړوند لاندې موارد شامل او ډير مهم دي :
۱ : د عملیات ساحې کې باید یوازې هغه کسان وي، چې بشپړ معقم کالي یې اغوستي وي.
۲ : په ساحې کې ټول کارېدونکي توکي او څیزونه باید معقم وي.
۳ : د جراحۍ میز مخ باید معقم وي.
۴ : معقم څیزونه باید داسې خلاص شي، چې غیر معقم څیزونو سره تماس کې نه شي.
 
د انټي سپسي او اسپسي تر منځ توپیر:
د اسپسي او انټي سپسي په اړه د پورته معلوماتو له مخې ویلای شو، چې تر منځ یې توپیر دادی چې اسپسي په یو خاص چاپیریال کې د لازمو طبي تدابیرو له لارې د پتالوژیکو او ککړو عواملو له منځه وړلو له لارې چمتو کیږي. خو انټي سپسي بیا په ژوندي نسج کې د ناروغیو زېږوونکو ارګانیزمونو له منځه وړلو لپار کارول کیږي.
 
د یادونې ده چې اسپسي یوازې تر عملیاتو او عملیات خونې نه ده محدوده بلکې د یو ټپ له عادي پانسمان، پرهر ګنډلو، غاښ اېستلو او حتا حجامې او ختنې کې هم باید په پام کې ونېول شي، ګنې له ګواښونکو لېږدیدونکو ناروغیو سره به مو ځان مخ او په وژونکو ناروغیو به اخته شوي وو.  
 
یادونه:
د یادونې بولم چې له دې لنډو مقالو څخه زما موخه د یو نرس او فارمست په توګه لومړۍ دا ده چې په پښتو ژبه نویو محصلینو ته ددې مهمو موضوعاتو اړوند مقالې یا په نشت حساب دي او یا هم کمې دي، څو په دې ډول مې خپله ونډه تر وسه پورې ادا کړي وي او بل دا چې دا لنډ مقالې پر محصلینو سربیره د ټولنې عامه پوهاوي لپاره هم مهمې بولم او د لیکنۍ لمنې را لنډون یې ځکه په پام کې نیسم چې د تفصیلي ډول حوصله به یې له لوستونکو سره نه وي.
 
اخځونه:
مصطفی نظری، اساسات جراحی.
پوهاند داکتر نصیر احمد ځډراڼ، د عملي جراحۍ بنسټونه.
درسي لکچر نوټ. نرسنګ عالي.