هغه عادتونه، چې تاسو په ژوند کې په یوه انګېزه لرونکي فرد باندې بدلوي

کله وخت خپله ټوله انګېزه له لاسه ورکوئ او د خپل وجود ځواک نالیدلی نیسئ، په دې شرایطو کې نه پوهېږئ، چې څنګه هماغه لومړنۍ انګېزه ترلاسه کړئ. که د انګېزه لرونکو افرادو عادتونه وڅارئ، تاسو هم کولای شئ، ډېر کارونه ترسره کړئ او سخت او ستونزمن شرایط تر شا پرېږدئ، سره بېره پر دې د فوق العاده کارونو ترسره کولو لپاره به چمتو واوسئ. د دې لیکنې په دوام تاسو ته وایو، چې څنګه په انګېزې سره ژوند وکړئ.
 
انګېزه ورکول «د نوې ساه د ورکړې په مانا دی»، نو که انګېزه ولرو، وبه کولای شو په هر هغه کار کې، چې ترسره کوو یې، خپل ځان ته نوې ساه ورکړو.
 
دوه ډوله انګېزې شتون لري: یوه دنننۍ او یوه هم بهرنۍ. دنننۍ انګېزه د دننني محرک موندلو پورې تړاو پیدا کوي او بهرنۍ انګېزه د کار د مکافاتو او مجازاتو پر بنسټ ترلاسه کېږي. د انګېزې د لرلو لپاره اړتیا ده، خپلې دنننۍ لېوالتیاوې د مثبتو لارو په مرسته، لکه د ډالۍ په ورکړې سره پیاوړې کړئ.
 
لاندې د انګېزه لرونکو افرادو څو عادتونه در پېژنو. دا اووه عادتونه په وخت پورې محدود نه دي او کولای شئ په هغو باندې په تکیه کولو سره، خپل ژوند ته خوشالي را وبلئ او له یو ډولۍ څخه را بهر شئ:  
د هر کار لپاره «ولې؟» ولرئ
انګېزه لرونکي کسان هر کار په ولې سره پیلوي. که یوازې د دې لپاره، چې غر د پورته تګ لپاره شتون لري، په غر ختنې پسې تللی یاست، کله چې پورته تګ درته سخت او ستونزمن شي، نو په احتمالي توګه نه شي کولای، چې خپلې لارې ته دوام ورکړئ؛ خو که په دقیقه توګه وپوهېږئ، ولې دا کار ترسره کوئ او دا کار درته ارزښتمن وي، په هر ځای کې کولای شئ، له خپلو وړتیاوو څخه کار واخلئ او له سختو شرایطو څخه تېر شئ.
 
د بېلګې په توګه: یوه ولې داده؛ غواړم، تر شوني بریده، د انسانانو د ژوند کیفیت ښه کړم. ما دې ولې ته له خپلې ورځنۍ موخې سره تړاو ورکړی دی؛ نو د کار پرمهال هڅه کوم، چې شاوخوا خلک مې پرمختګ وکړي او په ښه او غوره بڼه له خپلو پېرېدونکو (مشتریانو) سره مرسته وکړم.
 
د شونو څیزونو په اړه خپل نظر ته بدلون ورکړئ
ډېری خلک داسې باورونه لري، چې محدود کوونکي دي، خو تصور کوي، چې بې انګېزې دي، هغوی ډېری کارونه ستونزمن او ناشوني ګڼي. ښایي د بریالیو کسانو د ژوند کیسه درته ګټوره وي، ځکه په لید کې مو بدلون رامنځته شوی دی او کولای شئ نړۍ له امکاناتو څخه ډکه ووینئ.
 
شوني او ناشوني څیزونه
که غواړئ د انسانانو په رښتینو او واقعي وړتیاوو باندې پوه شئ، نو د ګېنس د ریکارډونو کتاب ته سر ورښکاره کړئ، په دې کتاب کې دې ته متوجه کېږئ، داسې انسانان شته، چې هر ناشونی یې شونی کړی دی. په کتابونو، کیسو او بریا ښودونکو فلمونو سره، خپل ځان ته د دې یادونه وکړئ، چې په وجود کې مو څه ځواک نغښتی دی.
 
محدودونکي باورونه لرې کړئ
محدودونکي باورونه مو ذهني ځواک اخلي، ښایي په خپل ذهن کې ووایئ: نه، زه نه شم کولای، زه د دې کار د ترسره کولو وړتیا نه لرم. د ورږې کیسه به مو اورېدلې وي، چې د ښیښه یي لوښي په دننه کې تړلې دروازه شتون لري. ورږې ټوله ورځ ښکته او پورته الوتنه کوله، ترڅو له لوښي څخه بهر شي، خو په پای کې ستړې کېږي. کله چې د لوښي دروازه پرانیستل کېږي، ورږه یوازې په لوښي کې دننه، ښکته او پورته الوځي او نه شي کولای، چې ډېر حرکت وکړي، دمګړۍ ورږه کولای شي، له لوښي څخه بهر شي، خو محدود کوونکي باورونه اجازه نه ورکوي، چې پورته لاړه شي.
 
وړاندیز کوو، چې خپل محدود کوونکي باورونه پرېږدئ، ترڅو د ورږې په څېر په ښیښه یي لوښي کې دننه ونه اوسئ.
 
خپلو ارزښتونو ته ډېر وخت په پام کې ونیسئ
که په خپلو ارزښتونو باندې ډېر زیات وخت مصرف کړئ، هم به خپله انګېزه لوړه کړئ او هم به مو له ژونده خوند واخلئ.
باید په دقیقه توګه خپل ارزښتونه وپېژنئ، په دې ترتیب کولای شئ د خپلو ارزښتونو او ورځنیو کارونو ترمنځ مو اړیکه ټینګه کړئ. د بېلګې په توګه: زه، زده کړه، غوره والی لرل او پېښه غوښتنه ارزښت ګڼم، نو هره پروژه چې ماته راکړل شي، یوازې پروژه نه ترسره کوم، بلکې یوه نوې پېښه به هم تجربه کړم.
 
کله چې ماته یوه پروژه را سپارل کېږي، چې له ترسره کولو څخه یې خوند نه اخلم، نو په هغې لارې پسې ګرځم، ترڅو وکولای شم، له هغې پروژې څخه یو نوی څیز زده کړم، سربېره پر دې په هغو کسانو پسې ګرځم، ترڅو د پروژې د ترسره کولو لپاره یوه چټکه او ارزانه لاره را وښایي، نو تر ټولو کم ارزښت، چې پیدا کوم یې، ښه کېدل دي.
 
له هغو کسانو سره خواله او خبرې وکړئ، چې انګېزه درکوي
هرومرو په دې باندې پوهېږئ، چې ځینې کارونه له تاسو څخه انرژي مو اخلي او ځینې نور انرژي درکوي. ځینې کسان هم ستاسو انګېزه له منځه وړي او ځینې نور تاسو ته دوه برابره انګېزه او انرژي درکوي.
 
باید په دې باندې پوه شئ، لومړنی کس چې کولای شي تاسو ته مثبته انګېزه درکړي، په خپله یاست، نو هېڅکله په خپل ځان باندې نیوکه مه کوئ، کله چې ماتې خورئ، خپل ځان مه رټئ؛ بلکې د نوې تجربې په لټه کې واوسئ. هېڅکله له ځانه پوښتنه مه کوئ: «ولې مې دا تېروتنه وکړه؟» بلکې ووایئ: «څنګه کولای شم، له ځانه غوره کړنې ښکاره کړم؟»
 
د هغو څیزونو په لټه کې واوسئ، چې تاسو پرمخ بوځي، خپل فکر ډېر هم مه بوختوئ، د دې موخې لپاره باید د هغو کسانو په لټه کې واوسئ، چې تاسو ته انرژي درکوي او مرسته کوي، چې خپل دنننی ځواک آزاد کړئ، ښایي دا کار ستاسو په استعدادونو باندې د تمرکز کولو له لارې ترسره شي. ښایي د ځینو جملو په ویلو سره تاسو وهڅوي، چې یو ځل بیا حرکت وکړئ او وغواړئ، چې نړۍ ته بدلون ورکړئ.
 
په خپل پرمختګ باندې تمرکز وکړئ
که وکولای شئ په پرمختګ کولو باندې تمرکز وکړئ، هم به ډېره انګېزه ولرئ او هم به خوشاله وئ، دا یو ښه او ځواکمن عادت دی. د دې لپاره چې وکولای شئ له خپلو کارونو څخه یو ښه فیډبک ترلاسه کړئ، باید لاندې موارد په پام کې ونیسئ:
 
ـــ رښتیني او واقعي وي: غوره ده، هغه فیډبک چې ترلاسه کوئ، اوسني فعالیت ته مو نږدې وي.
 
ـــ دقیق وي او تړاو ولري: که هغه فیډبک چې ترلاسه کوئ یې، په هغه فعالیت پورې تړاو ونه لري، نو هېڅ پایله به ونه لري او که دقیق هم نه وي، تاسو سره به مرسته ونه شي کړای.
 
ـــ ګټور وي: که هغه فیډبک چې ترلاسه کوئ یې، د فعالیتونو د ښه والي لپاره تاسو ته هېڅ تګلاره په ګوتو درنکړي، هېڅ ګټه به ونه لري.
 
د هغو کارونو په اړه، چې ترسره کوئ یې د خپلو شاوخوا خلکو له خوا د فیډبک په ترلاسه کولو سره، له خپل ژوند څخه لا ډېر خوند اخلئ.
 
د خپل ځان لپاره هیجاني موخې وټاکئ
باید د خپل ځان لپاره داسې موخې وټاکئ، چې په اتومات ډول مو پرمخ بوځي؛ هغه موخې چې کله داسې تصور کوئ، چې ور رسېدلي یاست، نو هیجاني کېږئ.
 
که د بې وسۍ احساس لرئ، ښایي ارزښتونه او لېوالتیاوې مو له یو بل سره په تضاد کې وي، ښایي دا احساس مو د وېرې په خاطر وي. کېدای شي کوچنۍ موخو ته اړتیا ولرئ، ترڅو هغو ته په رسېدو دوه برابره انګېزه پیدا کړئ، ښایي سترو موخو ته اړتیا وي، ترڅو تاسو ته لا ډېره انګېزه درکړي.
 
که له خپلې موخې سره لېوالتیا نه لرئ، نو د ارزښت په توګه یې مه منئ؛ بلکې د ننګونې په په لټه کې اوسئ، چې تاسو ته انګېزه درکړي. خپلې موخې ته د رسېدو لاره یوه خوندوره پېښه ووینئ، چې ټوله ننګونه ده. په دې لید سره دې ته متوجه کېږئ، چې څومره لوړه انګېزه لرئ. د انګېزه لرونکی اوسېدو لپاره، کوم چا ته اړتیا نه لرئ، بلکې باید په دې باندې پوه شئ، چې څنګه د پرمختګ او مهارت د ترلاسه کولو له لارې کولای شئ، د خپل ځان لپاره لا ډېره انګېزه رامنځته کړئ.