د اسلام په تاریخ کې سترې عالمې او فاضلې ښځې: یو هیر شوی میراث

د ژباړن سریزه
په دې لیکنه کې د عالم اسلام په تاریخ کې په مختلفو پړاوونو کې یو شمیر عالمې، فاضلې او نامدارې میرمنې تیرې شوې او اوس هم ورځ تر بلې زیاتیږي. دوی په مختلفو رشتو کې لکه حدیث، فقه، تفسیر، ادب، سیاست او نورو کې یادې شوې او دلته ورباندې لنډې خبرې شوې دي. موخه داده چې وښيو د اسلام په تاریخ کې ښځو ستر رول لرلی دی. که څه په ټوله نړۍ کې د تعلیم عامول د یوې وروستۍ پیړۍ لاسته راوړنه ده او هغه هم په کم شمیر هیوادونو کې، خو په اسلامي نړۍ کې له همغه لمړي سره ګورو چې داسې فاضلې ښځې ځلیدلې. د هغوی علمي زده کړې، تدریس، لیکنې او فرهنګی او علمي فعالیتونه ښيي چې هم ښځې د نارینه وو په شان استعدادونه لري او هم مسلمانو کورنیو، ټولنو، دولتونو او هم خپله رسول الله ص له همغه لمړي سره د ښځو رول ته اهمیت ورکړی او په تعلیم یې پانګونې کړې او اهمیت یې درک کړی و. 
 
په اسلام کې د ښځو رول
اسلام جنت د ښځو تر پښو لاندې وباله کله چې میندې شي. دوی د پلارونو جنت ته د داخیلېدو لامل وبلل شوې، او د نارینه مېړه د عقیدې یو نه بېلېدونکی جز وبلل شوې داسې چې بیله دې چې د خپلې مېرمنې درناوی وکړي د هغه ایمان نه تکمیلېږي. زینب عالیه وتلې مسلمانه لیکواله او اسلامي مفکره او دعوتګره لیکي: په اسلام کې د دې لوړ مقام په ترلاسه کولو سره ښځې په تاریخ کې لوړو درجو ته پورته شوې او سترې نښې یې په تاریخ کې پرېښودې، داسې چې ترشا پاته نه شي، کله چې اسلامي عظمتونه راپورته او له ویاړونو ډک شول.


کله به چې د جاهلیت په وخت په مکه کې د نوي ماشوم غږ د کور په چاپېریال کې خپور شو د پلار په ستون فقراتو کې به سوړ او دردوونکی احساس پیدا شو که به هغه ماشوم لور وه، نو پلار به ځان د دوو ننګونو له یوه څخه نشو ژغورلی، « یا به یې د هغه خبر له مخې چې یې په کاله کې اورېدلی و له خلکو ځان پټولی او باید دا خبر یې له خواشینۍ سره پټ کړی وی او یا یې په توره تیاره شپه کې په خاورو کې خښه کړې وی او هېڅ وخت یې بیا نه وی لیدلې او نه یې ورنه اورېدلي وی، چېرې چې ښځې د ژوندي ساتلو ارزښت هم نه درلود. که ژوندۍ هم وی ژوند به یې هېڅ فرصت او ارزښت نه درلودو او په حقیقت کې به په ژوندون کې مرګ و. او وروسته د پیل په کال محمد صلی الله علیه والسلم چې الله تعالی ورته رحمت للعالمین خطاب کړی و او د بشریت لپاره یوه رڼا وه، وزېږېده. هغه نارینه سړیو ته وروښوده چې له هغې ورځې و وېرېږي چې « له ژوندۍ خښې کړل شوې ماشومې به وپوښتل شي چې د کومې ګناه لپاره وژل شوې وه، او د حساب او کتاب په ورځ به له هر هغه مجرم پوښتنه او ورسره به حساب وشي چې دا جنایت یې کړی دی.»


اسلام د ټول بشر لپاره د یو لارښود په توګه او د ښځو په ژوند کې د یوه اسانچاري په توګه راغی چې د هغوی په ژوند کې یې یو ستر مثبت اوښتون راوست. د ښځو حقونه چې پخوا نه و اورېدل شوي، او ان په هکله یې چا فکر هم نه و کړی، درناوی یې وشو او ساتنه او حفاظت یې وشو په کور کې یوازې د یوې متاع په توګه د حیثیت او وقار سرچینه وبلل شوې. د رسول الله یارانو د هغه مینه او نرم چلند له خپلو لورانو سره په خورا تعجب لیدل او حیران و چې دا محبت یې له ښځینه قشر سره ښوده. رسول الله ص خو د هغه وخت جاهلي دودیزې ټولنې له ښځو سره د تبعیض تابو شکني وکړه، له هغه وپوښتل شول چې په ټولو انسانانو کې څوک ورباندې ګران دی، هغه وویل عایشه، بیا پوښتنه وشوه، په نارینه وو کې څوک ورباندې ګران دي. ځواب یې ورکړ د هغې (عایشې) پلار یا ابوبکر صدیق. 
 
رسول الله به عادت درلود چې میلمه به شو نو عایشه او یا بله میرمن به یې هم میلمستیا ته راغوښته. په دې کې به کیدی شي مسلمانانو ته درس ورکول کېده. تاسو اوس دا حالت په نن زمانه کې وګورئ چې یو شمیر خلکو ته د خپلو ښځو نوم اخیستل عار ښکاري، ځینې یې ډاکټر ته نه پرېږدي، د تعلیم اړتیا یې نه ویني او کار کول خو یې لا پرېږده. داسې خلک به څنګه د رسول الله د هغه حدیث شریف مصداق شي چې فرمايي: هغه کس چې دوه لوڼې سترې او وروزلې له ده سره به په جنت کې د دوو ګوتو په څیر یو ځای وي. ورنه پوښتنه وشوه، که یوه لور ستره کړي څنګه به وي، ویې فرمایل هغه به هم همداسې وي.


پیامبر علیه السلام خپلو یارانو ته درس ورکاوه چې د مومنانو تر منځ د جنسیت له کبله کوم توپیر نشته. دواړه یو شان حقوق او مسولیتونه لري چې زده یې کړي او هم نورو ته درس ورکړي. ښځې لکه نارینه مسولیت لري چې له ناروا ځان وساتي، ځان او نور د ښو په لور وهڅوي. 
 
مسلمانو ښځو د اسلامي تمدن او میراثونو په بډاینه کې د عالمانو، فقهاوو، حاکمانو او مسؤلینو، خدمتګذارانو، جنګیالیو، کاروباري ماهرانو او حقوقي متخصصینو په توګه ستره ونډه درلوده. د رسول الله ص کورنۍ د هغه د یارانو لپاره د لارې مشال و او ټولو ورنه زده کړه کوله. دهغه مېرمن ام المومنین بي بي خدیجه الکبرا رض د هغه لپاره تر یوه معتمد ملګري پورته وه، هغه یوه شتمنه تاجره او کارو باري مېرمن وه، له رسول الله ص سره یې مالي او اخلاقي مرستې کولې کله چې هغه په پیغمبرۍ مبعوث شو. ام المونین بي بي عایشې بنت ابوبکر صدیق رض له رسول الله څخه علم او پوهه انتقال کړل، ستره فقیه او عالمه شوه چې د نورو ترڅنګ په کورني ژوند کې زیات ارزښت لري. د ام المونین ام سلمې رض مشوره رسول الله د حدیبیې د سولې په وخت ومنله او ښه پایله یې هم لرله. حفصه رض چې د عمر فاروق رض لور وه او لمړی کس وه چې د خپل پلار تر شهادت وروسته د لیکل شوي قرآنکریم د ساتلو ویاړ ورپه برخه شو.


د احادیثو ساتنه

په حقیقت کې د احادیثو په تحفظ کې د ښځو ونډه زښته زیاته وه. د متونو له سروې او پلټنې ثابتېږي چې له لمړیو وختونو څخه د احادیثو مهمو راټولوونکو د ښځینه ښوونکو څخه د باصلاحیته کسانو په توګه احادیث رانقل کړي. ابن هاجر له ۶۳ ښځو څخه د احادیثو درس ولوست: سخاوي له ۶۸ ښځو څخه اجازه اخیستې او امام سیوتي رح له ۳۳ ښځو څخه درس ویلي، چې د ده د شیوخو څلورمه برخه وه.

په څلورمه پېړۍ کې، موږ فاطمه بنت عبدالرحمن ګورو چې د خپلې زیاتې تقوا له کبله د الصوفیه په نامه مشهوره وه. فاطمه د مشهور سنن ابوداود مولف ابوداود لمسۍ وه؛ امات الوحید چې د وتلي عالم او فقیه المحمیلي لمسۍ وه؛ امات الفتح امات السلام د وتلي او مشهور قاضي ابوبکر احمد لور وه؛ جوماح بنت احمد هغه فاضله او عالمه ښځه وه چې درسي صنفونه یې تل د وتلو عالمانو او اورېدونکو د راټولېدو ځای و. فاطمه بنت الحسن ابن علي الدققاق القوشیري په پنځه او شپږمو پېړیو کې د احادیثو عالمه وه، چې نه یوازې پخپله تقوا او کلیګرافي یا خوش نویسۍ کې مشهوره وه بلکه همدارنګه هغه د احادیثو په علم او د هغو اسنادو ( د روایاتو د لړۍ) د ښه کیفیت له کبله چې هغه ور باندې پوهېده هم مشهوره وه. تر نورو بله زیاته مشهوره کریمه المروازیه وه څوک چې په خپل وخت کې په صحیح البخاري کې ترټولو غوره با صلاحیته عالمه او فاضله ښځه وه. ابو ذر چې د وخت یو ستر عالم و د دې صلاحیت ته یې دومره اهمیت ورکاوه چې خپلو شاګردانو ته یې ویل چې صحیح بخاري یوازې له همدې فاضلې څخه نه له بل چا درس ووایي ځکه د هغې د پوهې کیفیت خورا لوړ و. د هغې په شاګردانو کې الخطیب البغدادي او الحمیدي راځي.


فاطمه بنت محمد چې د شهاده په نامه یادېده او دې لیکوالې د مسنده اصفهاني یعنې د احادیثو د اسنادو او روایاتو د کره کوونکې معتبر لقب ګټلی و ( د اصفهان ستره مسنده). هغې د صوفیانو لپاره یو مرکز جوړ کړ چې د هغې مېړه په سخاوت سره پکې مرسته کړې وه. د هغې د صحیح البخاري درسونه د زیاتو شاګردانو د راټولېدو مرکز و او ان زیاتو په درواغو د هغې د شاګردۍ دعوا کوله. په صحیح البخاري کې یوه بله با صلاحیته عالمه او فاضله ښځه سیت الوزرا نومې وه، چا چې په اسلامي قوانینو کې تبحر او ستر لاسرسی درلود، په صحیح البخاري کې یې هم په دمشق او مصر کې لکچرونه او درسونه ورکول. همدارنګه، ام الخیر او امات الخالق د حجاز د احادیثو له وروستیو فاضلو او عالمو ښځو څخه وه.

په اوومه پېړۍ کې په دمشق کې ام دردا وه چې یوه ستره فقیه ښځه وه او په شاګردانو کې یې عبد الملک بن مروان و چې وروسته بیا خلیفه شو، دې عادت درلود چې حدیث او فقه په مسجد کې درس ورکړي. الیاس ابن معاویه چې د وخت یو مهم عالم او بېله شکه ستر قاضي و، هغه یې د احادیثو د وخت تر ټولو ستره عالمه بلله.
 
عایشه بنت سعد بن ابي وقاص یوه قاضي او قانون پوه وه او همدارنګه د مشهور عالم امام مالک ښوونکې وه او  امام مالک رح خو بیا د مالکي فقهې بنسټ کیښود. سیده نفیسه، د رسول الله ص کړوسۍ  او د حسن بن علي ابن ابي اطالب لور وه، چې د فقهې او قانون یوه ستره عالمه وه، د هغې شاګردانو به له لیرې واټنونو ورته سفرونه کول او د هغې یو شاګرد امام شافعي رح چې د شافعي مذهب بنسټ ګر دی. دې فاضلې عالمې د امام شافعي رح له درس ویلو سره له مالي مرسته کړې وه. 
 
عالمانې ښځې
الشفا بنت عبدالله لمړنۍ ښځه وه چې د عمر فاروق رض د خلافت په وخت د بازار د مدیریت او تفتیش په کار وګومارل شوه. امرا بنت عبدالرحمن د اتمې پیړۍ یوه ستره عالمه ښځه وه چې د قانون پوه، قاضي، مفتي او د حدیث عالمه وه. د حضرت عمر ابن عبدالعزیز د خلافت په وخت دا فاضله د ام المومنین بي بي عایشې رض په هکله ستره صلاحیت لرونکې عالمه وه. د هغې په شاګردانو کې ابوبکر ابن هاذم، د مدینې زیات مشهور قاضي و، څوک چې د حضرت عمر ابن عبد العزیز په واسطه وګومارل شو د همدې فاضلې د صلاحیت په بنسټ او د هغې تر لارښوونې لاندې احادیث راټول کړي. 
 
عایشه د محمد ابن عبدالهادی لور په دمشق کې یوه ستره عالمه وه چاچې زیاتو سترو او مشهورو نارینه عالمانو ته درس ورکړی، او هغې د احادیثو د روایت تر ټولو لنډه لړۍ په اختیار کې لرله چې تر رسول الله رسیدله. هغې ابن هاجر اثقلاني ته چې د هغه وخت تر ټولو ستر عالم و درس ورکړی دی. فاطمه البتاحیه، د اتمې پیړۍ یوه ممتازه میرمن وه چې خپلو شاګردانو ته یې د رسول الله په مدیني جومات کې د صحیح البخاري تدریس کاوه.  
 
په نهمه پیړۍ کې، بیا فاطمه الفهریه د مراکش په فیز کې اوسیده چاچې د « القراویېن » جومات او مرکز بنسټ کېښود چې وروسته په یوه ستر پوهنتون بدل شو. دا مرکز چې په ۸۵۹ ام هجري کال رامنځته شوی و، د دې په مرسته د عربي شمېرې (صفر، ۱- ۹) رامنځته او وکارول شوې او وروسته په اروپا کې مشهورې شوې، ترټولو پخوانی او ممکنه په نړۍ کې لمړۍ پوهنتون شو چې تر اوسه هم فعال دی. له ټولې نړۍ دلته په دې مرکز او پوهنتون کې د اسلامي علومو، ژبو او نورو ساینسي علومو په هکله درسونه ورکول کیدل او شاګردان روزل کیدل. 
 
د قرطبې فاطمه د لسمې پیړۍ یوه کتابداره وه چاچې په ۷۰ عامه کتابتونو نظارت کاوه چې ټول ټال د څلور لکه په شاوخوا کې کتابونه یې لرل. په یولسمه پیړۍ کې، بنفشا الرومیه وه چاچې په بغداد کې ښوونځۍ، پلونه او د بې کوره ښځو لپاره عامه کورونه ودان کړل.
له دوی وروسته بیا عابده المدنیه، عبده بنت بشیر، ام عمر اثتقفیه، زینت چې د علي ابن عبدالله ابن عباس لمسۍ وه، نفیسه بنت الحسن ابن زیاد، خدیجه ام محمد، عبده بنت عبرالرحمن او زیاتې نورې ښځې وې چې د علومو لوړو پوړیو ته ورسېدې او چا به چې د احادیثو په باب عامو خلکو او پوهانو ته لکچرونه ورکول. عابده د محمد ابن یزید مینځه وه، هغې بیا زیات شمیر احادیث زده کړل او د هغې د مدینې د استادانو په صلاحیتونو یې روایت کړل. 
کله چې هغه د خپل بادار لخوا و حبیب دهون چې د هسپانیا د احادیثو ستر عالم و ورکړل شوه، هغه د دې د پوهې په واسطه تر تاثیر لاندې راغی او آزاده یې کړه، ورسره نکاح یې وکړه او اندولس ته یې راوستله. 
زینب بنت سلیمان بیا شهزادګۍ زیږیدلې وه. د هغې پلار اسفا نومی د عباسیانو امپراتورۍ  د بنسټګر د کاکا زوی او د المنصور د قدرت په وخت کې د بصرې، عمان، او بحرین والي و. زینب په ښوونه او روزنه او په احادیثو کې وړتیا ترلاسه کړه، د خپل وخت ترټولو فاضله او عالمه ښځه شوه او د خپلو شاګردانو په منځ کې د زیات شهرت میرمن شوه.  
 
په دولسمه پېړۍ کې، شهاده بنت احمد البري وه، چاچې په بغداد کې د احادیثو له سترو عالمانو درس ولوست او ستره عالمه او قانون پوه شوله، زیاته مشهوره او د ښځو د ویاړ وړ شوه. زینب بنت کمال په دمشق کې په ترټولو معتبرو علمي نهادونو کې د احادیثو تر ۴۰۰ زیات کتابونه تدریس کړل، زیات زغم یې له ځانه ښوده او د شاګردانو یې له تدریس سره زیاته علاقه وه. فاطمه بنت محمد السمرقندي بیا یوه بله وتلي قانون پوه او فقه وه چې خپل مشهور خاوند ته یې د فتواوو د ورکولو په هکله زیاتې ښې مشورې ورکولې. په نولسمه پیړۍ کې بیا تاریخ د نانا اسماوو له نایجریا څخه زیاته وده ولیده څوک چې شاعره، معلمه، عالمه او د خپل پلار مشاوره وه. 
 
چارواکې ښځې
د هغو مشهورو ښځو په ډله کې چې د حاکمانو په توګه وځلېدې، « اروا السولیحي » چې په یولسمه پیړۍ کې یې په یمن ۷۱ کاله حکومت وکړ او د نجیبې میرمنې لقب یې ګټلی و، سلطانه شجرت الدور بیا هغه ښځه وه چې د خپل میړه تر مړینې وروسته یې په نولسمه پیړۍ کې د مصر واګې په لاس کې واخیستې. همدارنګه، ذیفه خاتون د صلاح الدین ایوبي وریره او نږور وه چې د خپل زوی عبد العزیز پاچا له مړینې وروسته حاکمه شوه او د شپږو کالو لپاره یې حکومت وکړ. د هغې د قدرت په وخت یې له صلیبیانو، خوارزمیانو، مغولو او سلجوقیانو یې تهدیدونه ولیدل. د سیاسي او ټولنیز رول تر څنګ هغې د تعلیم په اړه هم کار وکړ او ښوونځۍ یې تاسیس کړې. 
 
سیتا الملک د فاطمیونو یوه شهزادګۍ وه په مصر کې چې اداره یې په اسلامي قوانینو کې زیاته وړتیا لرله.  
ملکه زوبیده، د نهمې پیړۍ د خلیفه هارون الرشید میرمن د اوبو د سرچینو، و مکې ته د تلونکو لارو په سر د میلمستونو په جوړولو زیاته مشهوره وه. هغه یوه روڼ اندې وه چاچې به د سیاسي او عامه مسئلو په هکله نظر ورکاوه، شاعران او لیکوالان به یې هڅول او ورسره مرسته به یې کوله، پرته له دې چې د هغوی مذهبي علایق په نظر کې ونیسي، دینی عالمان او نور بیوزله خلک. د مکې په شاوخوا کې د زبیدې په نامه چینه اوس هم د هغې نوم له ځان سره لري. 
 
په هندوستان کې راضیه سلطانه، هغه یوازینۍ ښځینه چارواکې ده چې په دیارلسمه پیړۍ کې د زیاتو کلونو لپاره د ډیلي د واک په ګدۍ ناسته وه. فرشته، په اتلسمه پیړۍ کې اوسیده، یو لیکوال یې په هکله لیکي: « راضیه، که څه هم یوه ښځه وه، خو د سړي سر او زړه یې لرل، تر ۲۰ داسې زامنو ښه وه.»
 
حرم سلطان (۱۵ امه میلادي پیړۍ کې) چې د روکسیلانه په نامه هم یاده شوې، په کریمیا کې وینځه شوې کله چې ترکانو اوکراین نیولی و د یازوز سلطان سلیم په زمانه کې او عثماني پاچا سلیمان ته ورکړل شوه، چا چې وروسته ورسره واده وکړ. دا د یوشمیر زیاتو بنسټونو بنسټګره وه چې په استانبول کې د یوه جومات کمپلکس وه چې مدرسه، د پخلي عامه ځای، حمام ( د ښځو او نارینه وو دواړو لپاره)، دوه ښوونځۍ او د ښځو لپاره یو روغتون پکې وو. هغې همدارنګه، په مکه مکرمه کې څلور ښوونځي او په بیت المقدس کې یو جومات جوړ کړل. 
 
د نجونو ښوونه او روزنه
امینه په شپاړسمه پیړۍ کې د ناجیریا په زازوا ولایت کې یوه  ملکه وه. په شپاړس کلنۍ کې د مور ځای ناستې شوه. امینې پرېکړه وکړه چې عسکري مهارتونه زده کړي او زازوا د سپرو جنګیالیو مخکښه شوه. د خپل حاکمیت په ۳۴ کلنه دوره کې یې د هېواد سرحدونه د هر وخت په پرتله پراخ کړل. د هغې زیات تمرکز په دې وه چې قانون حاکم کړي او محلي چارواکي د حوسا د خلکو د سوداګرو لپاره د خنډونو په ځای اسانتیاوې رامنځته کړي. هغې ته د هغه خاورین دیوال د تحکیم کریدیت ورکول کېږي چې د حوسا د سیمې د ایالتونو یوه پیژندګلوي شوه. هغې د هر نظامي کمپ شاوخوا چې هغې رامنځته کړي وو د مدافعوي دیوالونو جوړولو امر ورکړ. وروسته بیا ښارګوټي د دې دیوالونو په شاوخوا راوټوکیدل، اوس هم شتون لري او د امینه دیوالونو په نامه یادیږي. 
 
په بوپال کې یوه کورنۍ وه چې ښځو یې له ۱۸۱۹ -  ۱۹۲۴ پورې حکومت وکړ، په پای کې بیګم کیخورسو جهان نومیده، دا کورنۍ د اورګاډي د لارو، د اوبو د شبکو، د پستې سیستم او د ترانسپورتي لارو د جوړولو له کبله مشهوره وه. 
 
مسلمانو میرمنو یقیني کړې چې دوی په روشنګرۍ او اکادیمیکي ساحه کې له ځانه وروسته یو میراث پرېږدي. سوتایته المهامیلي، یوه ریاضي پوه وه چې د لسمې پېړۍ په دوهمه نیمايي کې یې ژوند کاوه او په بغداد کې له یوې تعلیم لرونکې کورنۍ څخه وه. دا په زیاتو علومو کې لکه د عربي ژبې ادبیات، حدیث، فقه او قانون کې لوړو پوړیو ته ورسېده. هغې د زیاتو معادلو لپاره حل ومونده او د ریاضي نورو علماوو ورنه نقل قول کړی دی او په الجبر کې د هغې لوړه وړتیا ښکاره کوي. د د زیاتو تاریخ پوهانو لکه ابن الجوزي، ابن الخطیب بغدادي او ابن کثیر لخوا ستایل شوې ده. 
 
د اندولس ښځې
د قرطبې لبانه (لسمه پیړۍ، هسپانیه) د ریاضي په علومو کې خورا رسیدلې وه او دهغه وخت د هندسې زیات پیچلي سوالونه به یې حل کول. دا د اموي خلیفه دوهم الحکیم په هسپانیا کې خاصه سکرتره وټاکل شوه.
 
عایشه د اندلس د شهزاده احمد اندلس لور چې په یولسمه پیړۍ کې یې ژوند کاوه په شعر او نطاقۍ کې سرلارې شوه. د دې شعرونو د قرطبې د شاعرانو شعرونه راژوندي کړل او د هغې کتابتون په ټوله پاچاهۍ کې تر ټولو نفیس او د ښو اثارو لرونکی و.
 
ولده د المهادس یوه شهزادګۍ وه په یولسمه پیړۍ کې په شعر، ادب او بلاغت کې مشهوره وه، د هغې خبرې زیاتې عمیقې او رڼا خوروونکې وې. د مرکز قرطبې په مسابقه کې چې د ملک له هرې برخې به یې پوهان راجلبول هیڅکله په شعر او نثر کې ناکامه نه شوه او د یوولسمې پېړۍ ټول سیالان یې شاته پرېښي وو. 
 
د سیویل څخه الغزانیه او صفیه دواړې په شعر او بلاغت کې په یوولسمه پیړۍ کې سرلارې وې، وروستۍ یې په کلیګرافۍ یا خطاطۍ کې هم بې سیاله وه، د خپل دور تر ټولو مهم اثار یې له ځانه په میراث پرېښي دي. 
 
د الفیسولي د لور مریم تاریخي او حیرانوونکې علمي لاسته راوړنې په ټول اندلس کې مشهورې وې، د هغې خورا زیاته پوهه، د هغې په شعر کې طنزیه پنډونه د یوولسمې پیړۍ په پای کې بې مثاله وو. 
 
د کلیګرافي په هنر کې هغه یو نوم چې تل تکراریږي تانا دی چې د ابن القیومه د کورنۍ وینځه وه. ابن القیوم په اتمه پیړۍ کې د المنصور خلیفه د زامنو مربي و. په دوی کې چې د وخت د همدې سرلارې خطاطې تانا نومي وینځې  تر استادۍ لاندې تربیه شو اسحاق بن حماد و. د هغې شاګردانو ویلي چې هغې کومې لیکنې کړې هیڅکله بیا بل چا په هغه لوړ کیفیت ونه لیکلې.
 
ام الاسد چې په یولسمه پیړۍ کې د مسلمانانو د تمدن، اخلاقو، بنسټونو او فرهنګ په باب په پوهه کې مشهوره وه. الفهرست ابن الندیم، د اتلسمې پیړۍ یو تاریخ پوه په خپل کتاب کې هغه مسلمانې ښځې ذکر کړې چې په مختلفو چارو کې یې د تخصص او مهارتونو خاوندانې وې. دوې ښځې په ګرامر ( د ژبې په قواعدو یا صرف او نحوه ) کې چې د عربې ژبې د هراړخیزه تبحر یو له درناوۍ ډکه څانګه ده، زیاتې پوه او تبحر یې درلود. په یولسمه پیړۍ کې په عربي محاوره او دیالوګ کې یوه عالمه ښځه وه او له عربي قبیلو راټوکیدلې وه، او یوه بله، د تاریخي څیرو، شخصیتونو او محلي محاورو کارپوهه وه، او دریمې بیا یو کتاب ولیکه چې : « د فعلي نومونو د نایابه شکلونه او سرچینې» نومیده. په یوه بله بیله ساحه کې اروا نامې یو کتاب ولیکه چې: « خطابې، اخلاقیات او حکمت» نومیده. 
 
یوه هندوستانۍ مسلمانه میرمن چې راسا نومیده، د طبي مراقبت او د ښځو درملنې په هکله یو خورا مهم کتاب ولیکه.  د هغې کتاب په طبابت کې په عربي ژبه اوس هم موجود دی. مریه القبتییه، یوه مصرۍ میرمن وه مریه القبتییه، یوه مصرۍ میرمن وه چې په اوومه پیړۍ کې یې په کمیا باندې یو کتاب تالیف کړ او زیات شهرت یې درلود. 
 
د ستور پیژندنې د مرکبو آلاتو جوړول چې د تطبیقي ساینس په مطالعه او کارونه کې یې ستر رول درلود او زیات اهمیت یې موندلی و، د « ال الجیلییاه » بنت  « اجیلي الاستورلابي » په واسطه مطالعه، جوړ او کارول کیدل. هغې د خپل پلار مسلک غوره کړی و او د سیف الدوله په دربار کې یې کار کاوه او هغه د سوریې په شمال کې په لسمه پیړۍ کې د همدانین واکمن و.  
 
اسلامي شریعت غوښتنه کوي چې د ټولنې په ټولو چارو او امورو کې واکمن زیاته پاملرنه باید ولري. د اسلام په رارسیدو سره، ښځې وتوانیدې چې د ډاکټرانو په توګه کار وکړي اود نارینه او ښځینه  دواړو درملنه یې کوله په ځانګړې توګه د جنګ په صحنه کې. په اسلام کې د لمړۍ نرسې لقب و « روفیدا بنت سعد الاسلمیه » ته ورکړل شوی دی او هغې د رسول الله صلی الله علیه والسلم په زمانه کې ژوند کاوه. هغې د بدر په غزوه کې د مارچ په ۱۳ امه نیټه په کال ۶۲۴ ام کې د زخمي شوو صحابه وو درملنه کوله. هغې خپل زیات مهارتونه له خپل پلار څخه چې « سعد الاسلمي» نومیده او یو ډاکټر و زده کړي وو. 
 
الشفا بنت عبدالله القریشيه الاداوییه د وخت له وړتیا لرونکو او عالمو ښځو له ډلې وه. هغه د وخت په اداره کې شامله وه او په طبابت کې یې لوی لاس درلود. د هغې نوم لیلا و خو د الشفا لقب یې ګټلی و. 
 
نصیبا بنت کعب المازنییه نومې میرمنې بیا د احد په غزوه کې خپل صحی خدمات صحابه وو ته وړاندې کړل؛ ام الاسلمي، له رسول الله اجازه وغوښته چې د جنګ صحنې ته لاړه شي، د زخمیانو درملنه وکړي او تږو کسانو ته اوبه ورکړي. ام ورقه بنت حارث، د قرآن په جمع کولو او د بدر په غزوه کې د زخمیانو په تداوي کې برخه واخیسته. 
 
نصیبه بنت الحارث چې د ام الاثیه په نوم هم یادیده، په زیاتو غزواتو کې یې د زخمیانو سره لمړنۍ طبي مرستې وکړې او درملنه یې وکړه او همدارنګه خواړه او اوبه یې ورته تیار کړل او له دې وراخوا یې ماشومان هم ختنه کول. 
 
سیاسي چارواکې
یوه وروستۍ عالمه او فاضله میرمن، چا چې خپل ژوند اسلام ته وقف کړی و، زینب الغزالي ده، چې په ۱۹۱۷ ام کال په مصر کې زیږیدلې او فعاله وه او د اخوان المسلمین سره یې اړیکه لرله، د هغې پلار وهڅوله چې یوه مسلمانه رهبره شي او د نصیب بنت کعب الموزینییه مثال راژوندی کړي هغې چې په احد غزوه کې له رسول الله سره یو ځای جهاد کړی و. په ۱۹ کلنۍ کې هغې د جماعت السیدات المسلمات د « د مسلمانو ښځو انجمن )  سازمان رامنځته کړ او په هغه وخت کې چې په کال ۱۹۶۴ کل د حکومت لخوا منحل شو تر دری میلیونه زیات اعضا یې لرل. هغې ته حسن البنا بلنه ورکړه چې خپل سازمان د هغه له ګوند سره یو ځای کړي، که څه هم له هغه سره یې شخصي بیعت وکړ خو د سازمان یو ځای کول یې ورسره وعده ونه کړه او د هغو خود مختاری یې وساتله. د هغې اوونیزو لکچرونو تر پنځه زره زیات خلک راجلبول.  د دې تر څنګ چې هغې ښځو ته درسونه ورکول سازمان یې یوه مجله هم خپروله او یو دارالایتام یې فعال ساته، له بېوزلو کورنیو سره یې مرسته کوله او د منازعاتو حل یې کاوه. د هغې سازمان یو سیاسي دریځ غوره کړ چې مصر د قرآن سره سم اداره شي. 
 
د حسن البنا تر وژل کیدو او شهادت وروسته، هغې د اخوان المسلمین په بیا تنظیم او سازماندهي کې ستر رول ولوباوه، هغه په ۱۹۶۵ ام کال بندي او په ۲۵ کاله بند محکومه شوه خو د انورالسادات په ریاست جمهورۍ کې له بنده خلاصه شوه. کله چې هغه په بند کې وه، الغزالي او د اخوان غړي تر سختو غیر انساني شکنجو لاندې ونیول شول. په دې سختو ورځو کې هغې رسول الله ص زیات په خوب لیده او په سختو شرایطو کې خلکو د هغې کرامات لیدلي او د یو الهي نصرت په توګه یې ډاډ، پناه او غذا تر لاسه کول. هغې په زندان کې د خپلو تجربو او سترګو لیدلي حال په بنا یو کتاب ولیکه چې وروسته د « فرعون ته بدله » په نامه په انګریزي وژباړل شو. هغه د اګوست په ۳ د ۸۸ کلونو په عمر وفات شوه. 
 
ډاکټر اکرم ندوي چې په اسلام کې د ښځو عالمانو په هکله د یوه څلویښت جلدي اثر مولف دی او « المحادثات » نومیږی، د ده په څیړنو کې، د زیاتو ورته فاضلو عالمو ښځو میراث او ونډه چې هیر شوي وو رابرسیره شول. د ده په اند  له دې کبله چې اوس د ښځو رول په مسلمانو ټولنو کې له پامه غورځول شوی دا خبره زیات اړینه شوې ده چې په اسلام کې د ښځو حقیقي تاریخي مقام روښانه کړو. لکه چې شیخ ندوي تشریح کوي:  
 
« په لمړي سر کې مې فکر کاوه چې ممکن له ۳۰ تر ۴۰ مشهورې ښځې به وې، خو کله چې څیړنه پرمخ لاړه، حساب یې زیات شو، تر څو مې درک کړه چې تر اته زره (۸۰۰۰ ) زیاتې داسې مسلمانې ښځې وې چې د رسول الله له وخته یې د اسلامي او دیني شرعي علومو په ساتنه او انکشاف کې ستره ونډه لرلې ده. له کومو ښځو سره چې زه په تاریخي متونو کې مخ شوم د خپلو معاصرو نارینه وو تر اوسط زیاتې وړاندې ځلیدلې وې. دا زیاتې استثنايي ښځې وې چا چې نه یوازې په ټولنه کې برخه اخیستې بلکه په فعالانه توګه یې ټولنې اصلاح کړې دي. د دوی د کچې زیات ممتازه برخه د هغوی د علمي، اکادیمیکي او عقلاني لاسته راوړنوهغه پیژندنه، او درناوی و، چې دوی یې له کبله تر لاسه کړي وو.»
 
ډاکټر ندوي وايي: د مسلمانو ښځو کیسه داسې ده چې که مناسب چاپیریال او فرصتونه ورته برابر شي او مناسبه هڅونه یې وشي، پورته ۸۰۰۰ شمیره به یوه زیاته کمه فرضیه ثابته شي نسبت دې ته چې اسلامي تمدن ښځینه عالمانې او فاضلې ښځې رامنځته کولی او ټولنې ته تقدیم کولی شي. 
 
د ژباړن نوټ: بله ژباړه به له خیره د معاصرو مسلمانو فاضلو او عالمو ښځو په باب وي چې په قرآني علومو، احادیثو، دعوت او نورو کې یې تبحر تر لاسه کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ليکنه: د اسلام په تاریخ کې سترې عالمې او فاضلې ښځې: یو هیر شوی میراث
لیکواله: زینب العالیه
ژباړونکی: محمد عارف رسولي
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
Bibliography

  • www.pakpassion.com
  • www.wikipeida.org
  • http://www.muslimheritage.com
  • www.bewley.virtualve.net
  • http://sunnah.org
  • Al-Muhaddithath by Dr. Akram Nadwi
  • Ishraq al Ma’ani, Juz 30, by Syed Iqbal Zaheer
  •  
    [1] The Qur’an; Surah An-Nahl: 59 [2] The Qur’an, Surah Takweer:  8-9 [3] FSTC, Al Qarawiyyin Mosque and University (published 20 October 2004) [4] El-Azhari, Taef Kamal, “Dhayfa Khatun, Ayyubid Queen of Aleppo 634-640”, Annals of Japan Association for Middle East Studies no.15 2000.
    Source: youngmuslimdigest.com