څنګه د بې ارزښتۍ له احساس سره مبارزه وکړو؟

هغه کسان، چې د بې ارزښتۍ احساس لري، معمولاً په خپله ککرۍ کې منفي افکار لري او تل له خپل ځان سره په منفي بڼه خبرې کوي. له خپل ځان سره ووایئ، چې کولای شم، د خپلې ودې او پرمختګ لپاره له ډېرو کوچنیو څیزونه څخه ګټه واخلم.
 
هغه کسان، چې د بې ارزښتۍ حس لري، تر ډېره په خپل سر کې منفي افکار روزي، تل له خپل ځان سره د خبرو کولو په حال کې دي او همدا منفي افکار د دې سبب ګرځي، چې نه یوازې په خپل ژوند کې پرمختګ ونه کړي، بلکې د بې ارزښتۍ حس یې روح او جسم له پښو وغورځوي. 
 
د بې ارزښتۍ احساس معمولاً د ژور خپګان یوه له نښو څخه ده، ځکه چې فرد ته د ناهیلۍ او نا امیدۍ احساس ورکوي او ورځنی طبیعي ژوند لاپسې سخت کوي. 
 
د بې ارزښتۍ احساس کولای شي د بېلابېلو دلایلو له امله رامنځته شي، ټولنیزې تجربې، د ژوند بڼه، اروایي فشار زېږونکي شرایط او دغه راز ذهني ستونزې، دا ټول موارد په دې کې رول لري. د کوچنیوالي  په دوران کې زیانونه، د منفي پېښو کتل، چې په هغو کې خپل ځان ګرم ګڼئ، اروایي فشار، په تېر کې نیوکه، ذهني ناروغۍ او داسې نور ... د دې بې ارزښتۍ اصلي لامل ګڼل کېږي. 
 
په عمومي توګه هغه کسان، چې د حقارت او بې ارزښتۍ احساس لري، داسې تصور کوي، چې د خپلو دوستانو په څېر ارزښتمن نه دي او والدین ورسره مینه نه کوي، نو مني، چې تل نقد شي او د نورو تر منفي قضاوت لاندې راشي. ډېری ماشومان، چې له دې وضعیت سره سترېږي، په ستروالي کې له کمښت او بې انګېزې توب سره لاس و ګرېوان دي، تر ډېره دا کسان په بېلابېلو عمرونو کې د نورو د پام را اړولو لپاره په ځینې کارونو باندې لاس پورې کوي، لکه د ښکلا کړنې.
 
ډېری کسان، چې په خپل بدن کې یو معلولیت یا بدرنګوالی لري، د نورو په پرتله ډېر زیات د حقارت احساس کوي، ډېر چاغښت یا ډېر ډنګروالی، جسمي ستونزه یا اوږد مهالې ناروغۍ د هغوی په خپل ځان باندې باور له منځه وړي. د بې ارزښتۍ احساس د شدیدو دردونو، د خپل ځان په اړه د منفي افکارو، ډېره ژړا، خپګان، د ځان وژنې په اړه فکر کولو، له نورو سره له اړیکه نیولو څخه د ډډه کولو، د نشه یي توکو د استعمال او بې حوصلې اوسېدو او دغه راز خپلو ورځنیو چارو ته د نه پاملرنې سبب ګرځي. 
له بې ارزښتۍ سره د مقابله کولو لارې چارې
 
۱ ـــ له خپل ځان سره په مهربانه توګه خبرې وکړئ 
هغه کسان، چې د بې ارزښتۍ احساس لري، معمولاً په خپل سر کې منفي افکار لري او تل له خپل ځان سره په منفي توګه خبرې کوي، له خپل ځان سره ووایئ، چې د خپلې لوړتیا او پرمختګ لپاره کولای شم، چې له ډېرو کوچنیو څیزونو څخه ګټه واخلم. 
 
۲ ـــ دقت وکړئ او وګورئ، چې بې ارزښتي څه وخت پر تاسو باندې غلبه کوي
کله وخت منفي احساس، ځانګړو شرایطو، فکر، تجربې یا حتا ځینو افرادو ته په ځواب ویلو کې زیاتېږي، هڅه وکړئ، چې دا احساسات وپېژنئ او وګورئ، چې څه پېښه رامنځته کېږي، چې په تاسو کې دا منفي اغېزې رامنځته کېږي او څه ډول افکار تاسو بوختوي، له دې لارې کولای شئ، په خپل ځان کې د بې ارزښتۍ له حس سره مبارزه وکړئ. 
 
۳ ـــ له مشاور څخه مرسته وغواړئ  
ډېره مهمه ده، په یاد ولرئ، چې کله وخت د بې ارزښتۍ احساس د یوې ذهني ناروغۍ نښه وي، که تل د درد احساس لرئ او دغه راز تل اندېښمن یاست او د ورځنیو چارو پرمخ بیول ستاسو لپاره ستونزمن دي، نو هرومرو له یوه مشاور څخه سره خبرې وکړئ او له هغه څخه مرسته وغواړئ. 
 
په بې ارزښتۍ باندې غلبه کول، ناشوني نه دي/ تاسو یوازې نه یاست
اصلي موضوع دا ده، که له دې ستونزې سره لاس و ګرېوان یاست، نو پوه شئ، چې په بې ارزښتۍ باندې غلبه کول ناشونی کار نه دی، دغه راز باور وکړئ، چې تاسو یوازې نه یاست او ډېری انسانان د د ماشوم والي او تنکۍ ځوانۍ  د رټونکو او کړکېچنو شرایطو په خاطر په دې حس باندې اخته کېږي او کابو ټول کسان په خپل ژوند کې دا د بې ارزښتۍ حس تجربه کوي. 
 
بل ټکی دا دی، چې پوه شئ د افرادو د ارزښتمندۍ معیار په قد، جسم او کورنۍ پورې تړاو نه لري، دا څیزونه ستاسو په لاس کې نه دي، د ارزښتمندۍ معیار باید ستاسو په ذهن کې بدلون وکړي، هغه څه چې په ژوند کې ستاسو لاسته راوړنې دي، ستاسو ارزښتمندي ګڼل کېږي، له دې کبله هڅه وکړئ، خپل پیاوړي ټکي، لکه: پوهه، اخلاق او خلاقیت پیاوړي کړئ او د نورو د ستاینې وړ وګرځئ، که څه هم ښایي د نورو ستاینه هم چندان اهمیت ونه لري، خو اړینه ده، چې تاسو لومړی د خپل ځان لپاره ارزښتمن شئ. 
 
ډېرو پوهانو او سترو افرادو په ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ کې سخت فزیکي او محیطي شرایط تجربه کړي، خو له هغو وروسته ستروالي ته رسېدلي دي. 
 
خپل ځان وهڅوئ 
هڅه وکړئ، چې د نورو له قضاوت څخه لیرې خپل ځان وهڅوئ او له بې ارزښتۍ څخه د خلاصون لپاره د خپل ځان لپاره ډالۍ په پام کې ونیسئ او په خپل ځان باندې وویاړئ. 
 
د نورو په اړه فکر کول منع دي 
تر ټولو مهم لامل، چې کولای شي، په ژوند کې د ښه احساس لرلو په لاره کې له تاسو سره مرسته وکړي، د نور بې ارزښته ګڼل او د هغوی په اړه فکر نه کول دي، دا چې هغوی ستاسو په ژوند کې څه ارزښت لري، په حقیقت کې له هېڅ سره برابر دی، په همدې دلیل باید تاسو نه پاملرنه اختیار کړئ. 
 
هڅه وکړئ، چې ژوند مو د نورو له قضاوت، خبرو، نیوکو او رټنو څخه لیرې جوړ کړئ او په خپل ځان باندې بشپړ باور ولرئ، چې ډېرې زیاتې وړتیاوې لرئ او کولای شئ، چې د ژوند په هره شېبه کې ترې خوند واخلئ، بسنه کوي، چې لږ حوصله وکړئ او خپله انګېزه لوړه کړئ، ترڅو خپلې وړتیاوې کشف کړئ او په ټولنه کې د یوه بریالي فرد په توګه را څرګند شئ. 
 
په پای کې د متخصصینو او ارواه پوهانو له مرستې او مشورې پرته د بې ارزښتۍ احساس له منځه وړل یو ستونزمن کار دی او د دې سبب ګرځي، چې افراد له پښو وغورځوي. د چلندیزې درملنې یوه اغېزناکه تګلاره کولای شي، چې د افرادو په منفي احساساتو کې تعدیل رامنځته کړي.