دا لس جملې هېڅکله غوسه فرد ته مه وایئ

کله چې یو ملګری یا دوست مو غوسه دی، طبیعي ده، چې وغواړو ژر تر ژره اوضاع آرامه کړو. غوسه یو بد احساس دی، چې کولای شو شاهد یې واوسو او له هغه ځایه، چې موږ خپلو دوستانو ته ارزښت ورکوو، غواړو، چې له هغوی سره مرسته وکړو، ترڅو ښه احساس ولري، نو که غواړئ، چې نور ښه احساس ولري، غوسه فرد ته د سمو خبرو کولو په هڅه کې مه وایئ، چې څه وکړي او څه ونه کړي.
 
په ټولیزه توګه، که په ناسمو عبارتونو سره غواړئ د نورو د غوسې اور مړ او آرام یې کړئ، خو د هڅولو سبب یې ګرځئ، خو باید وویل شي، چې له هر ډول بې غورۍ څخه ډډه وشي. د هرې هغې جملې له ویلو څخه، چې په هغې کې د خپل ځان غوره والی او د نور سپکاوی وي، ډډه وکړئ یا یو اړخیز قضاوت مه کوئ.
 
که له غوسه افرادو سره خبرې کوئ، ترڅو غوسه یې سړه شي، د دې عبارتونو له ویلو څخه ډډه وکړئ:
 
۱ ـــ غوسه افرادو ته مه وایئ: «تاسو له بریده زیات غبرګون ښکاره کوئ/ له بریده زیات حساس یاست.»
ښایي داسې حس کړئ، غوسه افراد کېدای شي، له بریده زیات غبرګون ښکاره کړي. ښایي هغوی له بریده تېری کړی وي، خو دا هغه څه نه دي، چې هغوی یې باید دمګړۍ واوري. غوسه افراد د غوسې پرمهال یوازې خپل احساس ته پام کوي او که تاسو زر ځله دلیلونه هم ووایئ بې ګټې دي، نو که چېرې د "ته له بریده زیات غبرګون ښکاره کوې یا له بریده زیات حساس یې." عبارت بیان کړئ اوضاع لاپسې خرابوئ او لږ تر لږه په هغه کې د دفاعي احساس د رامنځته کېدو سبب ګرځي او په بد حالت کې به وضعیت لاپسې خراب شي.
 
۲ ـــ غوسه افرادو ته مه وایئ «تر کله چې نه یې آرام شوی، درسره خبرې نه کوم.»
دا تخنیک له شخړو څخه د مخنیوي یا له غوسه شخص سره د خبرو اترو د نشتوالي له امله رامنځته کېدای شي، خو ډېری وخت په مکالمه باندې د ځواک د پلي کېدو لپاره یوه ناسمه تګلاره ده. دا چې له غوسه فرد سره د شخړې پرمهال خبرې ونه کړئ یا د هغه چا پر وړاندې، چې په هغه کې یو شدید احساس شتون لري، سکوت وکړئ او هغه ناهیلی کړئ، په خپله یوه ناسمه تګلاره ده. دا په دې مانا نه ده، چې له یوه بحث څخه واټن اخیستل نه شي کولای، د دوو لورو د افکارو د منظم کولو لپاره یوه ښه لاره وي، یوازې ډاډه شئ، چې دا کار په یوه سم دلیل سره ترسره کوئ، نه د بلې شخړې د رامنځته کېدو لپاره د هڅونې حس.
 
۳ ـــ «که دې کار ته دوام ورکړې، نو بدې پایلې به ولري.» غوسه افرادو ته د دې عبارت له ویلو څخه ډډه وکړئ
شرط هېڅکله د یوې ستونزې لپاره د حل لاره نه ده، په حقیقت کې معمولاً داسې یو څه به معکوسه اغېزه ولري، په حقیقت کې چې مقابل لوری غوسه شوی دی، یوازې ستاسو د کلیمو تر فشار لاندې راځي او په احتمالي توګه توند غبرګون ښکاره کوي، یا ستاسو غوښتنو ته تسلیمېږي، ترڅو له بدو پایلو څخه یې مخنیوی وکړي، له دې پرته چې ستونزه حل شي. که داسې احساس کوئ، چې مکالمه مو په لا ډېر بحث باندې پای ته رسېږي او د خپګان احساس کوئ، تر ټولو غوره ټاکنه، له هغه ځای څخه لیرې کېدل دي او وروسته په بشپړې آرامۍ سره، ستونزه حل کړئ.  
 
۴ ـــ غوسه افرادو ته مه وایئ «د لېونیانو په څېر چلند کوئ»
د "لېوني" اصطلاح نه یوازې په فرد باندې د رواني ناروغۍ ټاپه لګوي، بلکې په بشپړې غیر منطقي تګلارې سره د نورو احساسات نالیدلي نیول، هغوی ته بې احترامي او دغه راز د نورو اشخاصو بې ارزښته ګڼل دي. د لزي کوپل په نامه ټولنیز کلینیکي مرسته کوونکي وایي: «د پام وړ فرد د غوسې د شدت په حالت کې، دا عبارت یوازې د هغه غوسه زیاتوي او دغه راز غوسه یې لاپسې تحریکوي.»    دا سمه نه ده، چې مقابل لوری په دفاعي حالت کې مېشت کړئ.
 
۵ ـــ که کوم څوک غوسه دی، هغه ته مه وایئ: «له ما نه غواړې څه وکړم؟»
کله چې له دې عبارت څخه ګټه اخلئ، په عملي توګه نور ګرم ګڼئ، په حقیقت کې تاسو باید هغه ته ښکاره کړئ، چې د هغه د غوسې سړول ستاسو ستونزه نه ده او هغه باید دا حس کنټرول کړي، په داسې حال کې باید له هغه سره مرسته وکړئ، ترڅو خپله آرامتیا ترلاسه کړي او یو ځل بیا فکر وکړي. غوسه افراد باید خپل احساسات اصلاح کړي، نو هغه ته فرصت ورکړئ، ترڅو آرامه شي.
 
۶ ـــ هېڅ غوسه فرد ته مه وایئ «تېروتنه کوې»
کله چې یو څوک غوسه دی، د دې خبرې ویل، چې تېروتنه کوي، له اصلي موضوع څخه پام بلي لوري ته اړوي او په هغه کې د خوندیتوب غریزه را پاروي، چې پایله به یې یوازې لا ډېر بحث کول وي دا عبارت په دفاعي حالت کې د فرد د غوسې د لا ډېرښت لپاره یوه تګلاره ده. "د دې عبارت په ویلو سره، دویمې جګړې ته مو لمن وهلې ده."
 
۷ ـــ «تاسو د ..... په څېر چلند کوئ»
توپیر نه کوي مور یا یې پلار وي یا بل هر هغه څوک، چې نوم یې کولای شي د هغه د غوسې هڅونکی وي، له هغه چا سره د غوسه شوي فرد پرتله کول، چې ښایي له هغه فرد سره شخړیزه او پېچلې اړیکه ولري، هرومرو شخړه لاپسې ډېروي او دواړه لوري غوسه کوي. په ساده ژبه دا یوازې جګړه ییز عبارتونه او کلیمې دي، چې له زیان پرته هېڅ ګټه نه لري.
 
۸ ـــ هغه څوک چې غوسه دی مه ورته وایئ «څه درباندې شوي دي؟»
کله چې افراد غوسه دي، د نورو احساساتو په پرتله دفاعي احساسات یې ډېر زیات پیاوړي دي، ځکه له ځان څخه د خوندیتوب اړتیا حس کوي. کله چې د "څه ستونزه لرې؟" په څېر یو څه وایئ، په حقیقت کې هغوی ته وایئ، چې غوسه یې وضعیت ته عادي ځواب نه دی، حتا که دا ډول یو څه سم هم وي، مقابل لوری یې نه اوري او دا دفاعي ټینګار د دې سبب ګرځي، چې هغه لا ډېرې غوسې ته مخه کړي.
 
۹ ـــ «یوازې روښانه اړخ ته یې وګورئ»
د یوه غوسه فرد د فکر بڼه یوازې د هغه د احساساتو په وسیله کنټرولېږي، په دې اساس، که څه هم له منطقي پلوه، کېدای شي یوه ښه آیډیا وي، چې له هغوی څخه وغواړو چې مثبت فکر وکړي، خو په دې ډول کړکېچنو شرایطو کې هغوی دا کار نه شي کولای، په پایله کې دا یو سپکوونکی عبارت تر سترګو کېږي، دې ته ورته کېږي، چې په غیر مستقیمه توګه هغوی ته ووایئ؛ نه پوهېږئ هغوی څه احساس لري یا څه فکر کوي. لیرا د لا روزا وایي: دا چې یو چاته ووایو: "یوازې مثبت فکر وکړه" ګټور نه دی.
 
ځکه دا کار منطقي او معقولو شرایطو ته اړتیا لري، چې مثبت فکر پرې وشي او دا چاره یوازې هغه وخت اغیزمنه ده، چې یو څوک کولای شي خپل احساسات او فزیولوژیکي غبرګونونه په غوسه کې تنظیم کړي.
 
۱۰ ـــ هېڅکله غوسه افرادو ته مه وایئ«تاسو باید آرام واوسئ»
دا غوښتنه نه یوازې بې ارزښته ښکاري، بلکې ناشونې هم ده. غوسه په بدن کې فزیکي او اروایي غبرګون رامنځته کوي او ښایي غوسه افراد ونه شي کولای له ځنډ پرته آرام شي. دا خبره، چې باید آرام واوسې، اغېزناکه نه ده. کېدای شي فرد ونه شي کولای په هم مهالې توګه خپل بدن او ذهن آرام کړي، ځکه بدن د درک شویو ګواښونو او خطرونو پر وړاندې له ځان څخه د دفاع او خوندیتوب لپاره چمتو شوی دی.
 
د پورته بیان شویو مواردو لوستل او درک کول ښایي روښانه وي، خو له دې سره سره، مهمه ده، چې پوه شو، چې ولې نباید دا ډول عبارتونه په خوله راوړو. که له غوسه افرادو سره د مخامخ کېدو پرمهال له دې عبارتونو څخه، له کار اخیستلو سره مو لېوالتیا درلوده، باید له ځانه وپوښتئ، چې ولې؟
 
د غوسه افرادو پر وړاندې باید څه وکړئ؟
په دې دلیل، چې تاسو باید مقابل لوري ته د خوندیتوب حس ورکړئ، په هغه باندې له قضاوت کولو پرته، د درک کېدلو حس، د "زه" له عبارت څخه ګټه واخلئ، په خپلو خبرو کې روښانه او مستقیمې خبرې وکړئ، هغه ته هم غوږ ونیسئ، ترڅو په دې باندې پوه شي، چې ستاسو لپاره څومره ارزښت لري. په دې توګه د دې سبب ګرځئ، پرته له دې چې د سپکېدو احساس وکړي، آرامتیا ته یې راوبلئ.
 
دغه راز مهمه ده، په یاد ولرئ، چې غوسه تر ډېره یو ساتونکی دی. کله چې یو فرد غوسه او خپه دی، دا حس په هغه کې ډېر دی، نو د هغه غوسه کېدو ته د لمن وهلو پرځای، د هغه احساساتو لکه اندېښنه، ناهیلي او خپګان په اړه فکر وکړئ، هڅه وکړئ، چې له هغه سره د دوستۍ په دروازه موضوع ته داخل شئ، ترڅو ژر پایلې ته ورسېږئ. غوسه یو ثانوي احساس دی. «په دې باندې پوه شئ، چې د غوسې تر شا یو بل زیان منونکی احساس شتون لري.» فکر وکړئ، چې آیا دا به منطقي وي، هغه چاته چې زیان یې لیدلی دی یا ناهیلی شوی دی، د هغه په څېر غبرګون ولرئ. که نه، نو په احتمالي توګه وکولای شئ، چې غوسه فرد آرام کړئ.