آیا د پلار او زوی ترمنځ ستونزې مشورې ته اړتیا لري؟ د اړیکو د ښه والي لپاره څلور تګلارې

په ډېری کورنیو کې د پلار او زوی ترمنځ اړیکې ته تل د یوې نه حل کېدونکې ننګونې په سترګه کتل شوي دي، په دا دول شرایطو کې آیا د پلار او زوی ترمنځ ستونزې مشورې ته اړتیا لري، په دې مقاله کې هوډ لرو، چې دې پوښتنې ته هر اړخیز ځواب ورکړو.  
 
په ډېری ټولنو او فرهنګونو کې، نارینه تل د هغه فرد په توګه، چې منطق یې د احساساتو په پرتله فعال دی، پېژندل کېږي. په ځینو ټولنو کې د نارینه و له خوا د احساساتو او عواطفو څرګندول یوه نارسېدلې (نابالغه) چاره ده، همدا حاکم تفکر د دې سبب شوی دی، ترڅو ډېری نارینه له هماغه ماشومتوبه، د خپلو احساساتو او عواطفو له بیانولو څخه ډډه وکړي او وې ځپي.
 
همدا چاره د پلار او زوی په اړیکه کې د ننګونو په سترولو کې ډېره اغېزه لري. په دې لیکنه کې غواړو آیا د پلار او زوی ترمنځ ستونزې مشورې ته اړتیا لري؟ پوښتنې ته ځواب ستاسو په واک کې درکړو.
 
د آیا د پلار او زوی ترمنځ ستونزې مشورې ته اړتیا لري؟ پوښتنې ته ځواب او د شته ننګونو او تګلارو ارزول مرسته کوي، ترڅو شرایطو ته پراخ او شعوري لید ولرئ او د حل په اړه یې له خپل ځانه غوره تګلارې ښکاره کړئ.
 
د پلار او زوی د اړیکې ارزښت
نه شو کولای چې د پلار او زوی اړیکه نا لیدلې ونیسو، دا اړیکه نه یوازې د زوی د ستروالي د ژوند په اوږدو کې خپل اغېز ښکاره کوي، بلکې راتلونکو نسلونو ته هم لېږدېږي، ځکه زوی به له پلار څخه په بشپړه توګه چلندیزې بېلګې واخلي، دا چلندیزې بېلګې به په ستروالي کې د زوی په اړیکو او بریاوو باندې مستقیمه اغېزه وکړي.
 
په تېر کې د پلار رول او له زوی سره د صمیمي اړیکو رامنځته کول، یوه عادي چاره وه او د پلار اصلي رول له کور څخه بهر او په مالي بریاوو کې رامنځته کېده، خو د شلمې پېړې له نیمایي څخه تر ننه پورې، د اولاد په روزنه کې د پلار رول، خپل ځان ته بله بڼه غوره کړې او د پام وړ شوی دی.
 
پلرونه له خپلو زامنو سره په اړیکو کې معمولاً کومې تېروتنې کوي؟
بېلابېل لاملونه شتون لري، چې له خپلو زامنو سره د پلرونو د اړیکو په ډول باندې اغېزه کوي. د بېلګې په توګه: نارینه په ډېری فرهنګونو کې د خاموشه، پیاوړو، منطقي او له احساساتو څخه تشو څېرو په توګه پېژندل کېږي او لېوالتیا لري، چې له هغو سره سم چلند وکړي. دا تګلاره د هغه ماشوم لپاره، چې د خپل پلار مینې او همدردۍ ته اړتیا لري، زیان اړونکې چاره به وي.
 
سربېره پر دې، د هلکانو د تنکۍ ځوانۍ پرمهال ځینې طبیعي پروسې رامنځته کېږي، لکه په کورنۍ کې د ځواک او هویت جګړه، چې شونې ده، د پلار او زوی اړیکه له ډېرو بحرانونو سره مخامخ کړي، په دا ډول شرایطو کې، ډېری وخت پلرونه پرځای د دې، چې د خپل تنکي ځوان شرایط درک کړي، له هغه سره مقابله کوي او دا به په راتلونکې کې د یوې نا صمیمي او له غوسې ډکې اړیکې پیل شي.
 
د پلرونو یو بل ناسم چلند دا دی، کومو هیلو ته چې نه دي رسېدلي په خپلو زامنو باندې یې تحمیلوي.
 
هغوی خپل زامن د یو خوښې وړ ژوند او مسلک په لور د هڅولو لپاره د یوې وسیلې په توګه ګوري چې دوی پخپله نه دي ور رسېدلي یا خپلو موخو ته د رسېدو په صورت کې، لېوالتیا لري، ترڅو زامن یې د دوی لاره وڅاري او پرمخ یې یوسي او د دوی میراث تل پاتې وساتي.
 
د فکر دا بڼه د پلار له لوري په زامنو باندې ډېر زیات اروایي فشار راولي او همدا چاره کېدای شي د پلار او زوی ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا زیاته کړي.
 
د پلار او زوی ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره څلور تګلارې
که د یوه پلار په توګه لېوالتیا لرئ، چې له خپل زوی سره خپلو اړیکو ته ښه والی ور وبښئ، باید ووایو، چې ډېر زیات کوچني ګامونه شتون لري، چې کولای شئ پورته یې کړئ، دا کوچنۍ تګلارې کولای شي تاسو او ستاسو د زوی لپاره رضایت او خوښي په ډالۍ کې درکړي.
 
۱ ـــ له خپل ځان څخه یوه پوښتنه وکړئ: «آیا زوی مې په دې باندې پوهېږي، چې څومره راته مهم دی؟»
که چېرې په خپل ذهن کې دا مهمه پوښتنه ونه کړو، ښایي ونه پوهېږو، چې څومره په دې ټکي باندې پوهېدل د زوی له خوا مهم دي او ښایي تر اوسه مو دې مهم ټکي ته اشاره نه وي کړي، د دې تېروتنې اصلاح کول به ډېر آسانه وي، بسنه کوي، چې یوازې خپل احساسات په خوله راوړئ.
 
۲ ـــ خپلې او د خپل زوی ګډې لېوالتیاوې تشخیص کړئ او هغه ګډ پروګرامونه، چې د دواړو لپاره خوندور دي، ترتیب کړئ
په دې باندې پوه شئ، چې زوی مو یو انسان دی، مهمه نه ده، چې څومره ځوان وي، د هغه نه لېوالتیا ته، چې له فوټبال یا کب نیونې یا بل هر فعالیت سره یې لري، چې تاسو ترې خوند اخلئ، درناوی وکړئ. په دې حالت کې د هغو فعالیتونو ترسره کول، چې دواړه ورسره لېوالتیا لرئ، تاسو یو بل ته نږدې کوي او کېدای شي له دې څخه ډېر حیران شئ، چې اړیکه مو څومره پیاوړې کېږي.
 
۳ ـــ له خپل زوی سره باکیفیته وخت تېر کړئ
کېدای شي د کاري بوختیاوو له امله، له خپل زوی سره د وخت تېرولو لپاره کافي وخت ونه لرئ، له دې سره سره، که واقعاً په ورځ کې څو ساعتونه له هغه سره یاست، هغه ساعتونه په بشپړه توګه د خپل زوی ترڅنګ واوسئ او پرې تمرکز وکړئ، هڅه وکړئ، چې د حواسو له ګډوډونکو ورځنیو څیزونو او د ګرځنده ټیلیفون له وخت او بې وخته پیغامونو څخه لیرې شئ او دا شېبې یوازې خپل زوی ته ځانګړې کړئ.
 
۴ ـــ د شرایطو د ښه کېدو لپاره د خپلې مېرمنې له وړاندیزونو څخه ګټه واخلئ   
مېرمن مو درېیم شخص دی، چې تاسو له خپل زوی سره د تعامل په حال کې ویني، تاسو دواړه پېژني او دغه راز له تاسو سره مینه لري، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې ستاسو په اړه، د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې د یوه زړه خوږي او متخصص په توګه به، تر ټولو غوره کس وي.
 
آیا د پلار او زوی ترمنځ ستونزې مشورې ته اړتیا لري؟
که تر ننه مو ډېرې زیاتې تګلارې ازمویلې وي او د یوه پلار په توګه له خپل زوی سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره مو خپلې ټولې هڅې کړې دي، خو هغې پایلې ته، چې باید رسېدلی وای، نه یاست رسېدلی، کولای شئ په دې اړه د کورنۍ له یوه مشاور څخه مشوره واخلئ، ترڅو په دې تګلاره کې له خپل ځان څخه غوره او اغېزناک چلندونه ښکاره کړئ او د خپلې خوښې وړ پایلې ته ورسېږئ.