د کولرا ناروغۍ په اړه لنډ مالومات

د کولرا ناروغۍ په اړه لنډ معلومات چې دا مهال د هېواد په یو شمیر ولایتونو کی یې  مشکوکې پیښې رامنځ ته شوې خو تر اوسه تثبيت نده چې آیا کولرا Outbreak دی که نه خو بیا هم AWD یا خاد اوبلن اسهال ورته ویلی شو.
____________
 
۱-  د کولرا ناروغۍ په اړه لنډ مالومات
کولرا یوه ساري بکتریاوي ناروغي ده چې سببي عامل یې د Vebrio cholarea په نوم یادیږي چه د کولمو ناروغي ده او بکتریا یې د کامې ته ورته شکل لري.

۲- اعراض او علایم یې 
شدید اسهالات، استفراقات، تنده، نااراموالی د بدن او پښو دردونه، د پوستکي یخوالی او د بدن د اوبو کموالی یا Dehydration پکې رامینځ ته کیږي. همدا ډول Rapid heart rate ,Loss of skin elasticity ,Dry mucous membaran او Sunkin eye یې عمده اعراض دي.

۳- انتقال او سرایت
دغه ناروغي له هغه اوبو او غذایي مواد چې د کولرا په بکتریا کې وي د خولې له لارې انتقالیږي او د یو مریض څخه بل روغ کس ته د مریض شخص د بولو څخه سرایت کوي، نو په دې خاطر باید کولرا مریض په تجرید خونه یا Isolation room کې وساتل شي تر څو نورو خلکو ته سرایت ونه کړي.

۴-  تشخیص او تداوي
کله چه د کولرا په لوحه کی مریض پیدا شي باید عاجل روغتیایي مرکز ته انتقال شي او په روغتیایي مرکز کې مخکې له تداوۍ څخه د RDT ټیسټ اجرا او د قطعي تشخیص لپاره ورڅخه د کلچر لپاره نمونه یا سمپل واخیستل شي.

دا چې په نوموړې ناروغۍ کې شدید Dehydration یا د اوبو کموالی موجود وي نو مریض ته باید مايعات ورکړل شي.
که د خولې له لارې مايعات نشي اخیستلای نو باید د رګ له لارې مايعات ورکړل شي.

د نوموړې باکتریا له مینځه وړلو لپاره باید Antibiotic یا ضد مکروب دوا ورکړل شي چې په لومړي سر کې باید د First line Doxycycline ورکړل شي او که د ذکر شوې دوا سره ځواب ونه وای بیا دويم قدم کی باید Azithromycin یا Ciprofloxacin ورکړل شي.

۵- اختیلاطات
که مریض پر وخت Rehydrate او تداوي نشي نو مریض Shock او بالاخر Coma حالت ته ځي چې د لاسونو او پښو کږوالی او د اوبو کموالی چه ګوردې فعالیت پریږدي او مړینه رامينځ ته کیږي

۶-  لارښوونې  
مخکې له دې چې په یاده ناروغۍ اخته شئ باید لارښوونې تطبيق کړی.
د کولرا ناروغ سره د تماس په وخت باید دستکشې او ماسک وکاروئ. 
د مریض سره د تماس وروسته باید لاسونه په صابون او منځي او د Hygiene کیټ څخه استفاده وکړې.
همدا ډول باید د څښاک لپاره له هغه څاه ګانو څخه استفاده وړئ چې سر پوښ ولري.
هغه لوڅې څاه ګانې، کاریزونه او د اوبو دیګي چې له اوبو څخه یې ګټه اخلی باید د Clorin ټابلیټ ورواچوي ترڅو Clorination شي او مکروبونه یې له مینځه ولاړ شي.