د ډېرې مالګې استعمالول او د هغې زیانونه

مالګه زمونږ د خوړو اړین توکی دی، خو د غذا او تغذیي پوهان وایي چې مالګه په مناسبه کچه استعمالول اړین دي، (عامه مالګه چې مونږ یې استعمالوو، د سوډیم او کلورین عناصرو مرکب دی، چې سوډیم او کلورین دواړه د جسم د حجراتو په فعالیت کې اساسي رول لری.) خو څرنګه چې مالګه په خوړو کې استعمالول اړین دي نو ورته وخت کې زیات استعمال یې بیا ډیر زیات زیانونه لري.

د طبي پوهانو د لارښوونې مطابق د ورځې ۲۳۰۰ملي ګرامه (د چا یو کاشوغه) مالګه استعمالول پکار دي، د مالګې مناسبه کچه د جسم د اوبو او کاني توکو ترمنځ توازن سات او عضلات په نورمال ډول فعالیت کوي، خو ځینې خلک بیا هم له دې زیاته مالګه استعمالوي، چې د ډیرو ستونزو او ناروغیو سبب کیږي.

که تاسو په ورځني توګه ډیره مالګه استعمالوئ نو تاسې د لاندې ستونزو مخ کیدی شئ!
د ګېډې پړسیدل:  د ګېډې پړسوب او ګیس د مالګې د استعمال لنډمهاله اغیزه ده، مالګه په ګیډه کې د مایعاتو د تجمع سبب ګرځي. د ډیرې مالګې استعمالول سره یا د مالګینو غذاګانو د استعمالولو سره د مایعاتو د تجمع سبب ګرځي.

د وینې د فشار لوړیدل:  هسې خو د فشار د لوړیدو ډېر لاملونه دي، په دې کې یو مهم لامل د مالګې زیات استعمال دی. د مالګې زیات استعمال د مایعاتو د د تجمع سبب ګرځي، د وینې حجم زیاتیږي او د وینې د لوړ فشار لامل ګرځي. پښتورګو او نورو مهم حیاتي غړو منفي اغیزې کوې.

 پړسوب: د جسم د مختلفو برخو پړسوب لکه مخ، لاسونو، پښو، ښنګرو پړسوب د زیاتې مالګې د استعمالیدو له کبله رامنځته کیدای شي، که چرته تاسې د جسم پړسوب سره مخ اوسئ فکر وکړئ! چې مالګه خو ډیره نه استعمالوئ. (البته د پړسوب نور هم ډیر لاملونه دي.)

د تندې زیاتوالی: که تاسې د زیاتې تندې سره مخ ياست نو دا هم د زیاتې مالګې د استعمال یوه نښه ده. د زیاتې مالګې استعمال د ډیهایډریشن سبب کیږي ځکه مالګه د جسم د حجراتو څخه اوبه کشوي، او د تندې سبب کیږی نو ځکه اوبو ته اړتیا زیاتیږي، د اوبو د څښلو سره مالګه حل کیږي او تنده له منځه ځي.

د وزن زیاتیدل:  د مالګې زیات استعمال په جسم کې د مایعاتو د زیات استعمال اړتیا زیاتوي او د مایعاتو د تجمع لامل ګرځي. په څو ورځو یا اونۍ کې د وزن د زیاتیدو سبب ګرځي.

بې سکونه خوب:  د خوب نه مخکې د ډیرې مالګې استعمال د خوب د ګډوډۍ او بې سکونۍ لامل کیدی شي. داسې شخص  د شپې د ویخ پاتې کیدو او سهار مهال د ستړیا سره مخ وي.

د ضعف احساسول:  کله چې په وینه کې د مالګې کچه زیاته وي نو حجراتو نه اوبه خارجیږي، په پایله کې جسم د ضعف او کمزورۍ سره مخیږي، او انسان ځان ضعیفه احساسوي.