
ليكواله: ملالۍ موسى نظام ... ژباړن: جاويد څلى
د مخدره توكو د له منځه وړلو معما
د افغانستان د ملي حاكميت پر وړاندې پراته خنډونه
د ايران اخندان له افغانستانه څه غواړي!؟
په هغو ورځو كې چې نړيوال مطبوعات د ايران او افغانستان دحكومتونو په پټو يارانو ګرم و او د ارګ واكدارانو ته د ايران د اخندانو لخوا په وركړل شويو پيسو چې د ايران يوه اوږد مهاله پروژه ده، غږېدل؛ نو سمدلاسه په ننګرهار كې د نشه يي توكو پر څلورو مركزونو د ناټو او روسيي ايجنټانو لخوا د عملياتو ګنګوسې راپورته شوې، چې د نړيوالو پام يې ځان ته واړوه.
د بي بي سي د يو راپور پر بنسټ د اكتوبر په ۲۹مه، يوه ډلييزه حمله د ناټو افغان او روسيي ځواكونو لخوا د نشه يي توكو پر څلورو مركزونو ترسره شوه، چې په نتيجه كې د پنځوس مليونو ډالرو په ارزښت يو ټن هيرويين او يو څه تارياك له منځه يووړل شول.
دغه عمليات ډېر ژر د ولسمشر كرزي لخواپه تنده لهجه وغندل شول او دا كار يې د افغانستان پر ځمكنۍ بشپړتيا ښكاره تېرى وباله.
نوموړي د اكتوبر په ۳۰مه، له ناټو ځواكونو په جدي توګه وغوښتل، چې په دې اړه دې توضيحات وركړي او له حكومتي چارواكيو يې د پېښې په جدي توګه څارلو غوښتنه وكړه.
ښاغلي كرزي په افغانستان كې د ناټو ځواكونو له پوځي قومندان ډېوېډپټروس سره په يوه ليدنه كې له هغه څخه غوښتنه وكړه، چې له داډول عملياتو، چې د هېواد ملي حاكميت ته پكې ګواښ دى، لاس واخلي.
له دې سره جوخت د جمهوري رياست وياند وحيدعمر اعلان وكړ، چې افغانستان تل هڅه كړې، چې له فدرالي روسيې سره يې اړيكې ښې شي، چې د دغو اړيكو له جملې څخه يو هم په ننګرهار كې د مخدره توكو پر وړاندې زموږ ګډ عمليات وو.
په همدې حال كې د ولسمشر د دفتر وياند په قهرجنه لهجه رسنيو ته وويل، چې هېڅ سازمان يا ټولنه حق نلري د افغانستان د حكومت له اجازې پرته د دغه هېواد په چارو كې د ننګرهار عميلاتو ته ورته بربنډ نظامي عمليات وكړي.
دغه بې تجربې ماشومان او لويان چې د ولسمشر څلورخواوې يې محاصره كړي او د مشاورينو په نوم په زرګونو ډالر د دې غمڅپلي ملت له خزانې څخه اخلي، په دې نه پوهېږي، چې داډول څرګندونې د دوى سرحد كوم لور ته بيايي. يا خو نه پوهېږي او يا هم دغه ډول څرګندونې د بل چا په اشارو كوي.
بيا هم له هماغه دفتره ورته څرګندونې وشوې: ((دافغانسان حكومت د ناټو دا اقدام په كلكه غندي او اعلان كوي، چې دا ډول كړنې په ښكاره توګه د هېواد د ملي حاكميت او د نړيوالو قوانينو تر پښو لاندې كول دي. د دې ډول پېښو تكرار به زموږ د ولس كلك غبرګونونه له ځان سره ولري.))
دغه لفظي شخړې په داسې حال كې زور مومي، چې د روسيې سفارت په كابل كې اعلان وكړ، چې د دغه هېواد د نشه يي توكو پر ضد ادارې دوو مامورينو د افغان حكومت په توافق د ناظرينو په توګه د ننګرهار په عملياتو كې ګډون كړى و او د افغانستان د كورنيو چارو وزارت ترې په پوره توګه خبر و.
په روسيه كې هم د نشه يي توكو پر ضد ادارې مامورين د افغان حكومت دغو عكس العملونو ته د تعجب په سترګه ګوري او ادعاكوي، چې دا كار د افغان حكومت په همغږۍ ترسره شوى دى.
ستاسو په اند د جمهوري رياست دغه كړنې يوې ټوكې ته نه پاتې كېږي، چې چغې وهي؛ خو څوك سر نه پرې ګروي.
د يو شمېر قوانينو پر بنسټ، چې افغان حكومت وضع كړي او پكې يې د افغانانو د ملي حاكميت د ساتنې ژمنه كړې، ايا اوس تر كومه بريده حكومت په خپل قول ژمن پاتې شوى؟
كابو څلويښت غربي او... هېوادونه دلته شتون لري او هره ورځ پر مقدساتو له تيري نيولې تر خپل سرو بمباريو پورې عمليات كېږي.
ايا افغان حكومت له دې ټولو خبر دى؟ (( نه)).
كه له عمومي پېښو لږ اخوا لاړ شو، نهه كاله كېږي، چې پښتنې سيمې تر بمباريو او چاودنو لاندې دي؛ نو چا يې تر اوسه د بندېدو غږ پورته كړى؟
ايا د جمهوري رياست واكدارانو كله هم مارجې، ارغنداب او يا د كندهار شاوخوا ته سر وښكاره كړى، چې هلته څه روان دي؟ ايا افغان حكومت د ارزګان او فراه هغې سيمې نه ويني، چې په هديرو بدلې شوې او هره ورځ په لسګونو كسان په نامالومه توګه وژل كېږي.
خپله ولسمشر او د هغه شاوخوا ټول په يوه خوله وايي، چې په افغانستان كې هر عمليات د افغان او ناټو ځوكونو په همغږۍ ترسره كېږي. دا څه ډول همغږي ده، چې په نتيجه كې يې په ودونو بمبار كېږي، چې د ننګرهار د هسكې مېنې پېښه يې ښه بېلګه ده.
كله چې وحيدعمر د همغږۍ خبرې كوي، ايا دغه ښاغلى كله هم دكابل د بابه قنبرڅلورلاري ته ورغلى، چې هلته له هلمند، كندهار، ارزګان او... سيمو څخه راغلي بې ځايه شوي په كوم حالت كې ژوند كوي؟
كاشكي ښاغلي داودزي او نورو ارګ مېشتو مشرانو د هغو پيسو زكات چې د ايران له اخندانو څخه يې اخلي، د قنبر څلورلاري په بې ځايه شويو ويشلى، ګوندې خداى پاك له دې ګناه ورتېر شوى واى او اوس ورپسې ډنډورې نه واى جوړې.
يوه بله مطبوعاتي سرچينه كليد ګروپ ليكي، چې د افغانستان پر ملي حاكميت د بهرنيانو د تيري پر مهال د ولسمشر غوسه څه مانا لري؟
سرچينه وړاندې ليكې، چې په داسې حال كې چې د بهرنيو هېوادونو ډېرى لومړي وزيران او نور دولتي چارواكي د دولت له اجازې پرته افغانستان ته راځي. دلته له خپلو سرتېرو سره ګوري او هغوى ته په خپل سر د افغانستان په اړه نوې لارښوونې كوي.
په داسې حال كې ملي حاكميت څه مانا لري؟
كليد ګروپ ليكې، چې په لسګونو ځله ليدل شوي، چې ايرانۍ وسلې له مخالفينو سره لاس په لاس نيول شوي او د ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح هم دا منلي وه؛ خو كرزى به له دې پېښې تېر شو او ويل به يې، چې له ګاونډيانو سره بايد زموږ اړيكې خړې پړې نشي
دافغانستان مظلوم ولس ته شكونه پيدا شوي او فكر كوي، چې ولسمشر خو به يې ايراني الاصله نه وي؟ چې د ملي مسايلو اړوند ښكاره حقيقتونه پټوي.
اوسمهال دايران د اخندي حكومت لاسوهنې تر ارګه رسېدلي او دا حقيقت ټولو ته بربنډ شو.
نيويارك ټايمز د دې لاسوهنو پر دوام ليكي، چې د تېرې ولسي جرګې په ټاكنو كې د ايران سفير فداحسين مالكي ميرويس ياسيني خپل دفتر ته راغواړي او وړانديز ورته كوي، چې د ولسي جرګې له رياست څخه دې د يونس قانوني په ګټه تېر شي.
بيا هم افغانان د ملي حاكميت په درلودو څنګه باور وكړي؟
ځينې ګنګوسې شته، چې ګني د كرزي دولت او روسي چارواكو تر منځ په افغانستان كې د نشه يي توكو د له منځه وړلو پر سر توافق شوى، لكه څنګه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه اعلاميه كې هم دې ته اشاره شوې ده.
ډېر كلونه كېږي، چې افغانستان نوي سلنه نشه يي توكي توليدوي او په دې بنسټ په نړۍ كې لومړى مقام لري.
له دغه وړوكي؛ خو جنجالي هېواد څخه بيا دغه توكي نورو هېوادونو ته ځي، چې څلويښت سلنه يې د پاكستان له لارې دېرش سلنه يې د ايران له لارې او پاتې يې د شمالي ولايتونو له لارې له هېواد څخه دباندې وځي.
روسان ادعا كوي، چې اته سلنه نفوس يې له افغانستان څخه په قاچاق شويو نشه يي توكو اخته دى او وايي، چې امريكا په دې تېرو نهو لسو كلونو كې د دې نړيوالې پديدې په له منځه وړلو كې پاتې راغلې او يا يي هم په لوى لاس د له منځه وړولو هڅې نه كوي. په داسې حال كې، چې په لاتين امريكا كې بيا تر اخرين زوره هڅه كوي، چې د نشه يي توكو مخنيوى وكړي.
روسان شك كوي، چې ګني امريكا غواړي په دې توګه د دوى پر وړاندې سړه جګړه روانه وساتي. ممكن په افغانستان كې د روسيې پل ايښودل، د همدغو پورتنيو دليلونو پر بنسټ ترسره شوى وي.
څو ورځې وړاندې، چې نړيوال مطبوعات په همدې دواړو موضوعګانو ياني د ننګرهار عمليات او ارګ ته د ايران لخوا په پيسو وركولو بوخت و؛ نو د كورنيو چارو وزارت درېيو لوړپوړو چارواكو د خبريالانو پوښتنو ته په لاندې ډول ځوابونه وركړل:
لومړى مرستيال: د كورنيو چارو وزارت قطعا د روسانو او امريكايانو پرګډو عملياتو نه دى خبر او دا كار دغو ځواكونو په خپل سر كړى دى.
د نشه يي توكو پرضد دادارې مشر:دغه كار د كورنيو چارو وزارت په مرسته او د يو پلان له مخې ترسره شوى دى.
دكورنيو چارو وزارت وياند: د روسانو شتون د نشه يي توكو پر ضد عملياتو كې هېڅ سياسي اړخ نه درلود او يوازې دوه روسي ژورنالستانو په دغه عملياتو كې ونډه اخستې وه.
له پورته بېلا بېلو څرګندونو مالومېږي، چې افغان حكومت تر كومه ځايه په خپلو كې همغږي دي. له دې څو كلونو ستړيا بيا هم د مشكوكوعملياتو پر سر د دولتي ادارو تر منځ د اختلافونو واټن سړى دې ته اړ باسي، چې د دې غم ځپلي هېواد د ملي حاكميت په فكر كې شي.
ځينې اوازې داسې هم دي، چې ګني د ولسمشر كرزي غوسه په ښكاره د ايران او افغانستان د پټو يارانو په رسوا كيدو راغلې وه؛ خو د ننګرهار عمليات يې پلمه كړل او خپل ډك زړه يې تش كړ.
له بلې خوا ايراني اخندان هر كال د دغه هېواد د تېلو څخه لاسته راغلې پيسې بې ځايه لګوي او كلونه كېږي، چې زموږ د هيواد د لوړپوړو چارواكو لكه د ولسمشر مرستيالان، د ولسي جرګه غړي او د ځينو وزيرانو په اخيستو زموږ په هيواد كې لاسوهنې كوي.
همدا راز ايران غواړي، چې په خپلو پيسو د افغاني فرهنګ پر وړاندې ستونزې وزېږوي او په افغانستان كې د اصيلې دري ژبې جرړې وباسي او پر ځاى يې ايراني فرهنګ پر خلكو تحميل كړي، چې تر ډېره په دې كار كې بريالي هم دي او دليل يې هم دا دى، چې ځيني دري ژبي افغانان ورته د كار كولو زمينه برابروي.
كله چې د ولسي جرګې نوماندانان له خلكو نه د ولس د استازو په نوم رايه اخلي او ځانونه دغې څوكۍ ته رسوي؛ نو كله مو هم اوريدلي، چې د افغانستان د ملي حاكميت د ساتلو غږ يې پورته كړى وي!؟
كله چې د ولسمشر د دفتر ريس له ملي تلويزيون او اريانا تلويزيون سره له ايرانه پر اخيستل شويو پيسو څرګندونې وكړې؛ نو دغو تلويزيونونو له كسته په تكراري ډول خپرولې، په يوه برخه كې يې وويل:
داود زى: كومې نغدې پيسې، چې اينجانب له ايرانه اخستي، دا د هغو كلونو ثمره ده، چې ما په ايران كې د سفير په توګه تېركړي او د ځينو دوستانه اړيكو له لارې ماته راكول كېږي، چې دغلته پرې عام المنفعه كارونه ترسره كړو.
داودزي پرته له دې چې يو څه فكر وكړي زياته كړه: هېڅكله هم دغه پيسې ما او ولسمشر ته پټې نه دي راكړل شوي او نه هم د سفرو نو په ترڅ كې موږ دغې پيسې اخيستې دي. يوځل د ايران جمهور رييس احمدي نژاد افغانستان ته راغلى و، كله چې يې له ما او ولسمشر سره وليدل او د دواړو هېوادونو په دوستانه اړيكو وغږېدو، د بېرته تلو پر مهال ما او ولسمشر تر هوايي ډګره بدرګه كړ. كله چې احمدي نژاد الوتكې ته ختلو؛ نو دوه بستې يې ما او ولسمشر كرزي ته راكړې، چې مو خلاصې كړې؛ نو د پيستې بستې وې.
خبريال پوښتنه وكړه، چې هغه په مليونونو روپى ارګ ته او بيا څه ډول تر تاسو راوړل كېږي؟
داودزى ځواب وركړ: دغه پيسې د دوو شاهدانو په شتون كې موږ ته راكول كېږي او كلونه كېږي، چې د دغو پيسو حساب او كتاب شته دى. د پيسو د لګښت پوره اسناد هم شته چې يوه كاپي يې له مونږ سره او بله يې ايران ته ورلېږو، چې هغوى هم د پيسو په لګښت خبر وي.
خبريال بيا پوښتنه وكړه: دا ټولې معاملې پټې ترسره كېږي، كه ملت ترې خبر دى؟
داود زى ځواب وركړ: د داډول معاملو ټول مالومات د وزيرانو په كابينه كې مطرح كېږي؛ نو چې وزيران خبر شي؛ نو ملت هم خبرېږي.
همدا راز ولسمشر هم د ايران لخوا ارګ ته پيسو وركړه ومنله؛ خو په كابل كې د ايران سفير بيا دا ټولې خبرې رد كړي او ويلي ېې دي، چې دا د غرب دسيسه ده، چې د دوى په وړاندې يې كاروي.
كه لږ تم شو؛ نو مالومېږي، چې ولسمشر منلې؛ خو ايرانيان يې نه مني. ايران؛ خو د دولت مخالفينو ته د دوى لخوا پر وركړل شويو پيسو هم منكر دي او له دې پرته هم داسې چارې تر سره كوي، چې پټول يې په دې مانا دي، چې لمر په دوه ګوتو نه پټېږي.
د غربي كړيو په هكله داودزي په ښكاره په ډاګه كړه، چې كرزي دوه كاله وړاندې د شخصي امنيتي كمپنيو د تړلو په تكل كې شو؛ نو په كابل كې يو غربي سفارت ګواښ وكړ، چې كه چيرې دا كار وكړي؛ نو په كابل كې به خپل سفارت وتړي.
سږكال چې بيا ولسمشر كرزي د شخصي امنيتي كمپنيو د تړلو تابيا ونيوه؛ نو بيا هم يو كس د ده دفتر ته راغى او ورته يې وويل، چې كه چېرې افغان دولت د شخصي امنيتي كمپنيو د فعاليت اجازه ورنكړى؛ نو هر څه به رسوا كړي؛ هماغه وه، چې نيويارك ټايمز دا راپور خپور كړ.
نو پخپله د داودزي له څرګندونو مالومېږي، چې شمال نه وي؛ نو ونه نه خوځېږي.
اوسمهال ايران غواړي، چې د هلمند له اوبو نه ګټه پورته كړي. د هريرود سيند اوبه د ايران په شمال كې ولګوي. همداراز د چاه بهار بندر د كراچى بندر ځاى ناستى وګرځوي، چې په دې ډول خپل بې كيفيته مال افغانسان او نورو اسيايي هېوادونو ته ولېږدوي او د مشهد او تاشكند تر منځ نېغې سوداګريزې اړيكې رامنځ ته كړي.
په دې كې د ايران بله موخه دا ده، چې د افغانستان له اوبو جوړشوې برېښنا بېرته په افغانستان وپلوري او له دې لارې هغه پيسې بېرته لاسته راوړي، چې د ارګ واكدارانو ته يې وركوي.
د خپګان خبره ده، چې افغان واكمنان دوى ته په خپله د لاسوهنو اسانتياوې وركوي او په دې توګه ايران پښې ورځ تر بلې دلته ټېنګېږي.
د افغان چارواكو په دې كړنو سره ايرانيان فكر كوي، چې يا خو افغانان ښه بې شعوره دي او يا هم غلامۍ ته ورته ژوند خوښوي.