د لوی افغانستان څخه جدا شوې سيمې او ولايتونه 

د افغانستان پخواني حدود او ولایتونه چي د کورنۍ جګړو او بهرنيو لاسوهنو له امله د پردو لاسته لوېدلي دي او اوس زموږ د هېواد برخه نه ده.

۱- د اټک کلا چي د سند رود پر غاړه پرته ده په ۱۸۱۲ز کال کي د پنجاب سکهانو تر پرېښوول شوه.

۲ - ملتان ولایت په ۱۸۱۸ عیسوي کال کي د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغی. 

۳- د محمدزو په دوره کې يانې په ۱۸۱۹ زکال  کې کشمیر ولایت د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغی. 

۴- په ۱۸۲۱ز کال کي دېره غازي خان د پنجاب سکهانو ته په لاس ورکړل  شوه.

۵- دېره اسماعيل خان په ۱۸۲۱ز کال کي د پنجاب سکهانو ته په خاوره او د افغانستان له لاسه ووته. 

۶- پېښور په ۱۸۲۳ زکال کي د افغانستان له کنټروله ووت او سکهانو ته په لاس ورغئ.

۷-سند ولایت په ۱۸۴۳ز کال د انګلیسانو لاس ته ولوېد.

۸- بلوچستان ولایت د ۱۸۵۴ تر۱۸۷۶ کالونو ترمنځ انګرېزانو د لوی افغانستان له خاورې بېل کړل. 

۹-مروه ولایت په اوسني ترکمنستان کې حسابيږي؛ دغه افغان خاوره د روسانو له خوا ۱۸۸۴ز کال کې له افغانستان جدا کړی شو. 

۱۰- شال ،پښین ،کوږک،کورمه او لنډي کوتل په ۱۸۷۸ز کال کي د ګندمک د تړون په اساس انګلیسانو ته ورکړل شول. 

۱۱- سوات، باجوړ، چترال، وزیري، ارنوي، داور، چاګي او چمن په ۱۸۹۳ز کال کې د ډیورنډ د تړون پر اساس د سلو کلونو دپاره انګلېس ته وسپارل شول. 

۱۲- پنجده سیمه چې په اوسني ترکمنستان کې پرته ده روسانو په ۱۸۸۵ز کال کښي د افغانستان څخه لاندې کړه.

۱۳-د سیستان ولایت ډېره برخه په ۱۸۷۲ز کال کې د انګلیسي پلاوي له خوا ایران ته ورکړل شوه.