د تیر تاریخ فتحو او قهرمانیو سره لوی توپیر لري؛ د تاریخ په اوږدو کې مو نیکونو درې وارې انګریزي امپراتورۍ ماتې کړې خو وروسته نه یو توانیدلي چې یو سالم اسلامي نظام حاکم کړو او د داخلي کړکېچ له امله مو په امن او سوله تنده نه ده ماته شوې.
افغان مجاهد ملت نېږدې په دیرش کالو کې درې وارې د انګلیس تهاجم او یرغل مات کړی. کله چه د نړۍ د وخت زبرځواک هیواد یا شوروي يووالی مو هیواد اشغال کړ او څوارلس کاله مو ملت د نړۍ ستر قوت سره ښکر اړم او سپیڅلی جهاد مو پر مخ یوړل او د نړۍ دويم زبرځواک مو هم راچپه او مات کړ خو بیا هم ونه توانیدو تر څو یو سالم اسلامي نظام حاکم کړو.
د افغان ګوندونو داخلي جنګونه شروع او د سپیڅلي جهاد په پايله کې راغلی نظام مو په فتنه او فساد بدل کړ. دا چې کورنيو جنګونو له امله فسق او فجور اوج ته ورسید نو له کندهاره یو سپیڅلی شخصیت ملا محمد عمر مجاهد د داخلي فتنې او فساد پر مقابل قیام وکړ او په لږ وخت کی يې ټول داخلي نهادونه او نهضتونه له مینځه یوړل او یو سوچه اسلامي نظام یې حاکم کړ.
نړۍ پوهیده چه د عثماني خلافت وروسته یو وار بیا اسلامي خلافت قایمیږي نو نوموړی اسلامي نظام چه د امارت په نوم جوړ و د نړیوالو او بالخصوص د امریکا د دسیسو ښکار او بالاخر یې د عصرې تکنالوژۍ په وسيله مصلحانه جنګ شروع کړ چه د نړۍ ستر قدرتونو په ګډه راوپرځول.
دا چې افغان ملت جهادي جذبه او ولوله درلوده نو د امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد په قیادت کی یو وار بیا قیام او جهادی مبارزه شروع کړه چه شل کاله یې دوام وکړ او لله الحمد چه د شل کلنو قربانیو په بدل کې مو شل کاله وروسته یو وار بیا اسلامي امارت اعاده کړ چه د نړی په تاریخ کې اوږد جنګ او شل کاله وروسته مو هماغه شل کاله پخوانی فکر او عقیده راژوندۍ کړه.
دا ډول مبارزه او مقاومت د نړۍ په تاریخ کې بل مثال نه لری او د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې سرتاسري امن، سوله او اسلامي نظام حاکم دی او د دولت په ټولو چارو کې خود مختاره او خپلواک یو.
الحمدلله ثم الحمدلله
د اسد څليرويشتمه (۲۴)
دا عظیمه ورځ دې د افغان مجاهد ملت ته مبارک وي.
د سپیڅلي جهاد ثمره.
وروستي