د همکارانو په اړه د مثبتو خبرو له ښېګڼو سره آشنا شئ

یو ښه ټیم او شرکت باید داسې کارکوونکي ولري، چې په ټولو شرایطو کې له یو بل سره مرسته وکړي او یو بل لوړ کړي، ځکه دا ډول روحیه ورکونه او ستاینې کولای شي، د شرکت او سوداګرۍ کړنې د پام وړ اغېزناکې کړي او د ټولو کارکوونکو له پرمختګ سره مرسته وکړي. د دې لیکنې په دوام، د دې موضوع په اړه په څو مهمو ټکو باندې رڼا اچوو له تاسو څخه په درنښت هیله کېږي، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غوره او دقت سره ولولئ. 
 
څه موږ دې موضوع ته متوجه شو یا نه، په دوامداره توګه کوچني فرصتونه ترلاسه کوو، ترڅو په هغو خبرو سره، چې کوو یې، خپل همکاران ستر یا کوچني کړو. کله چې موږ دوه همکاران معرفي کوو، څنګه د یوې ناستې پرمخ بیول تعریف کوو، یا د همکارانو کارونه شریکوو، دا چې څنګه نور معرفي کوو، کولای شي د هغو کارونو په اړه، چې ترسره کوي یې د هغوی په حس کې د هغه کار په اړه، چې ترسره کوي یې یا هغه حس، چې د خپل ځان په اړه یې لري، ستر توپیر رامنځته کړي.  
 
څېړنې څرګندوي، کله چې له نورو څخه هغه خبرې اورو، چې زموږ په فرد پورې منحصره همکاري پیاوړې کوي، کولای شي له موږ سره مرسته وکړي، ترڅو له همکارانو سره په ګډه خپله موخه او کار پیدا کړو. کله چې کوم کس په یوه برېښنا لیک ستاسو کار ته اشاره کوي او تاسو فوق العاده یو با استعداده شخص ګڼي او یا د پېرېدونکو په تړاو ستاسو په فرد پورې له منحصر ځواک څخه خبرې کوي، په ډېر احتمال سره د دې سبب ګرځي، چې تاسو داسې احساس وکړئ، چې کار مو مانا او موخه لري او احتمالاً تاسو هغه وخت په یاد لرئ، چې همکارانو مو تاسو ټیټ وهلي یاست او په خپلو خبرو سره یې هڅه کړې ده، چې تاسو کمزوری، ټیټ او یا بې ارزښته وګڼي. 
 
له دې امله موږ څنګه کولای شو، له فرصتونو څخه د هغو مثبتو خبرو د کولو لپاره، چې په همکارانو کې د ځان په اړه مثبته روحیه روزي، ګټه واخلو؟   
یوه لومړنۍ مثبته اخیستنه (برداشت) رامنځته کړئ
موږ په دې باندې پوهېږو، چې لومړنۍ اخیستنه مهمه ده، له دې امله، له دې کړنلارو څخه د خپلو همکارانو د پېژندنې لپاره، په سمه توګه ګټه واخلئ. ابتکار وکړئ او معلومات شریک کړئ او په هغه کې ځینې ټکي پیاوړي کړئ، چې هغه شخص د پام وړ تر سترګو شي او هغوی په داسې بڼه معرفي کړئ، چې نور وغواړي، له هغوی سره آشنا شي. دا چاره په ځانګړې توګه هغه مهال مهمه ده، چې تاسو خپل ټیم ته په کار باندې د نوي ګمارل شوي فرد د معرفي کولو په حال کې یاست.  
 
«میدوري» په پام کې ونیسئ، یو سوداګریز مدیر، چې تازه په یوه منځني کورني شرکت کې په کار ګمارل شوی دی، هغه د خپلې ګمارنې په اوږدو کې، له څو مدیریتي طبقو سره یوه سخته مرکه تېره کړې ده. مخکې تر دې، چې هغه لومړی ورځ کار ځای ته لاړ شي، نوي رییس یې د هغه د پېژندنې لپاره، شرکت ته یو برېښنا لیک واستاوه، چې په هغه برېښنالیک کې یې د نوموړي پوهه او وړتیا مشخصه کړې وه. کله چې نوموړی کاري دفتر ته ورسېده، دې ته یې پام شو، چې د شرکت د کارمند په توګه یې انځور په یوه چوکاټ کې  له لنډې پېژندنې او د خوښې خوړو سره یې په دېوال باندې را ځړول شوی دی، هغه اوس دا درک کړ، چې ولې د کاري مرکې په لړ کې د لېوالتیاوو په اړه یې ترې غیر معمولې پوښتنې کړې وې. میدوري په هماغه لومړی کاري ورځ کې «کله چې هغه یوازې څو ساعته په ودانۍ کې و» د نورو په وسیله د هغه انځور او لنډ ژوند لیک په وسیله، چې په دېوال باندې را ځړول شوی او معرفي شوی و، په ډېرې زیاتې ستاینې سره یې درناوی کېده، چې د سازمان ټولنیز جوړښت ته یې د هغه لېږد ډېر زیات چټک کړ.  
 
هغه ارزښت، چې د ټیم هر یو غړی یې د مېز پرمخ ږدي، له نورو سره یې شریک کړئ. ټیم کله چې په اغېزناکه توګه خپل معلومات شریک کړي، نو غوره کړنې به ولري. له موږ څخه یوې (جولیا) ومونده، چې د شخصي کیسو شریکول، چې د یوه کس ګټې، په فرد پورې منحصرې وړتیاوې او همکاریانې څرګندوي، له ټیم سره د هغه شخص له یوځای کېدو څخه مخکې، د ډلې د معلوماتو د تبادلې وړتیا ته ښه والی ور بښي، له دې امله کله چې یو نوی ټیم رامنځته کوئ، په ډله کې د هر شخص د احتمالي همکارۍ کیسه د ډلې نورو  غړو ته وکړئ.  
 
دا په دقیقه توګه هماغه کار دی، چې راشاد ترسره کړ، هغه یو پروژه یي ټیم د یوه نوي نوښتیز ټیم د رامنځته کولو لپاره را وغوښت، لومړنی ځل چې د ټیم غړو له یو بل سره لیده کاته وکړل، هغه د خونې شاوخوا ته وګرځېده او هر یو غړی یې معرفي کړ او هغه پیاوړي ټکي، چې ډلې ته یې راوړي وو، توضیح کړل، هغه دغه راز دا هم واضح کړل، چې ولې هر کس په فرد پورې په منحصره توګه، د دې وړ دی، ترڅو له ټیم سره مرسته وکړي، څو ټیم خپلو موخو ته ورسېږي، هغه د نورو غړو د مخینې او ګټې په اړه له بوختونکو خبرو څخه په ګټې اخیستنې سره، دا کار ترسره کړ. دې موضوع د ډلې د نورو غړو ځیرکتیا را وپاروله او په هغوی کې یې له یو بل سره د اړیکې ټینګولو لېوالتیا رامنځته کړه، له دې وروسته ټولو په خپل وار سره، هغه څیزونه، چې تر هرڅه وړاندې یې دوی په ټیم کې هیجاني کول له یو بل سره شریک کړل. هغه تګلاره چې په مرسته یې راشاد هر شخص وستایه، د هغه شخص د درناوي او د ارزښت د اندازې ښکارندویي یې کوله، چې د موخه لرلو یو ګډ حس یې رامنځته کړ، چې دې حس ټیم وهڅاوه، ترڅو له ځانه ښې کړنې ښکاره کړي.  
 
که همکاران مو له ټولنیز پلوه کمزوري شوي وي، نو په مثبته بڼه یې وستایئ 
کله وخت ګورو، چې زموږ یو له همکارانو څخه، له ټولنیز پلوه کمزوری شوی دی. ښایي خبره یې په قصدي یا غیر قصدي ډول پرې شوې وي او یا دغه راز چُپ شوی وي. کله چې کوم کس د نورو له خوا نالیدلی نیول کېږي یا هڅه کوي، چې خبرې یې واورېدل شي. موږ به د دې فرصت ولرو، چې د هغه په اړه په مثبتو خبرو سره یې روحیه جوړه کړو. 
 
ساشا او سوتلانا په پام کې ونیسئ، چې په یوه ودانیز شرکت کې، چې عمدتاً د هغه شرکت کاري ځواک نارینه و تشکیل کاوه، د غوره مدیرانو په توګه په کار ګمارل شوې وې. د یوازینۍ ښځینه و په توګه چې په شرکت کې وې، په سټراټیژیکو ناستو کې یې آیډیاوې او لید لوري یې ډېر کم منل کېدل. هغوی تصمیم ونیوه، چې په ښکاره توګه له یو بل او دغه راز له هغو کسانو څخه، چې غږ یې نه اورېدل کېږي، ملاتړ وکړي؛ د بېلګې په توګه: کله چې سوتلانا د لګښتونو د را کمولو لپاره د نوې طرحې وړاندیز کاوه، ساشا د سوتلانا د آیډیا په تکرار او تفسیر سره، هغې ته اعتبار ورکاوه. کله چې ساشا د خپلو اندېښنو د څرګندولو په اړه شکمنه ښکارېده، سوتلانا په مهندسي کې د سوشا مهارتونو ته اشاره کوله او په ښکاره توګه یې د هغې مهارت ته د ډلې اړتیا په رسمیت پېژندله. دې ډول اقداماتو، هغه تګلاره، چې هر مدیر یوازې خپل ځان لیده، بدله کړه او په عین حال کې مدیرانو د ساشا او سوتلانا هڅې په رسمیت وپېژندې او ارزښت یې ورکړ. 
 
له بهر کېدلو او پای ته رسولو څخه ګټه واخلئ، ترڅو د خپلو همکارانو په ذهن کې مثبت تصویر رامنځته کړئ 
همکاران تقاعد کېږي یا د بلې دندې لپاره خپله دنده خوشې کوي. افراد له یوه شرکت څخه ځي، څه دا د دوی غوښتنه وي او یا نه وي، د خپلو همکارانو له بهر کېدو څخه ګټه واخلئ او په هغې سره د نورو اشخاصو لپاره موخه او مانا را منځته کړئ.   
 
کله چې د هغه روغتیایي سازمان بودیجه پای ته ورسېده، کوم چې سیفو د پنځو کلونو لپاره په هغه کې د مدیر په توګه کار کاوه، د هغه دې ته پام شو، چې اوسنی مقام یې په یوه میاشت کې پای ته رسېږي. سیفو خواشینی شو او دا یې حس کړه، چې له همکارانو سره یې اړیکه پرې شوې ده. له سخت حالت سره مخامخ شوی و، همکارانو یې یو روک جوړ کړ او د روک منځ یې په هغو انځورونو او لیکنو سره، چې له هغه سره د مثبتو خاطرو ښکارندویي یې کوله، ډک کړ، هغوی په دې اړه، چې سیفو څومره ځانګړی او ارزښتمن و، خبرې کولې، نه یوازې له هغه څخه د قدردانۍ مراسم وو، بلکې په هغه وخت کې یوه ځواکمنه کیسه وینه وه، چې سیفو ورته اړتیا درلوده، هغوی دغه راز له سازمان څخه بهر، له هغو کسانو سره اړیکه ونیوله، چې د یوه مالي مدیر په کار باندې د ګمارنې په لټه کې ول او په سازمان کې یې د سیفو له مهارتونو او وړتیاوو څخه یې ستاینه وکړه.  
 
هر څوک چې په یوه اداره کې کار کوي، باید داسې کړنې ترسره کړي، چې همکاران یې  په نه شتون او غیاب کې هم د هغه په غم کې وي، مرسته ورسره وکړي او دغه راز ترې ملاتړ وکړي.