نن د هغه چا ورځ ده چې د ماشومتوب او ځوانۍ مستي يې له شعره ځار کړه؛ د ښکلا مالک ذات دې وکړي چې موږ هم دده مبارک حق ادا کړی شو.
د ښاپیرۍ زما همزولې!
سلام، سلام ګرانه کاروانه!
وایه چې هېر د کړم کنه ملګریۀ
زما د سویو لوغړنو شیبو
ستړیا ستومانه اوښبنه ملګریۀ.....
د کاروان هېرول به له پښتو سره جفا وي، دده شعر نه ویل به انسان د ژوند له خوږو محرومه کړي. زما په کمزوري نظر؛ ښه شعر هغه دی چې هر انسان پکې ځان وویني. (هندارې وي نۀ لفظونه)
ما ډېر خلک لیدلي چې له شعره بد وړي مګر د کاروان بابک شعرونه یې د زړۀ په غوږونو اورېدلي دي؛ علت یې هم مستور/پټ نۀ دی. کاروان، د نرګس معشوق داسې شعر لیکي چې په فولادي او ډبرینو زړونو کې د الفت او نرمۍ زړي شیندي. شعر یې شات او خمار پاشي؛ ډېر یې د شعر په میو معتاد دي.
شعر یې هنداره دی، هر انسان پکې خپله څېره ویني، او ښه شعر همدې ته وایي هم.
نن سبا کې توري او الفاظ هر انسان سره پیېي او د شعر د مهمو عناصرو (وزن، قافیه او ردیف) په بنیاد لفظ بندي کوي او داسې شعر کې یوازې هماغه شاعر ځان کتی شي نۀ نور مګر زموږ او ستاسو، د ټولو کاروان، د ښاپیریو همزولی کاروان، په نرګس مین کاروان، د چنار معشوق داسې نۀ کوي؛ شعر ځان ته نۀ لیکي بلکې شعر د نورو تسلۍ ته لیکي او هماغه خبره چې (شعر یې ائینه ده، هر انسان پکې خپل شکل ویني).
ستا د شرابو شېشې تشې مۀ شه او په ذات کې دې د شکرو قنداني* تل ډکه اوسه.
زموږ او ستاسو کاروان، د مینې ډک کاروان؛ بندي توتیانو ته شکرې راوړي او بلبلانو سندرې!
لفظونه رانه تښتي؛ د کاروان ستاینې ته نشي راغونډيدی، زر د حیا څادر خپلو مخونو پورې وتړي او ځانونه رانه د حیا په څادر کې ونغاړي مګر بیا هم هڅه کووم چې لفظونو ته ډاډ ورکړم او د بابک ستاینې ته یې را جوړ کړم.
اخ چرته زموږ کمزوري قلمونه چرته د ستر کاروان ستاینه؟
بیخي سره لیرې دي، ترمنځ یې دومره فرق دی لکه دوه سترګې لکه دوه مین چې د رواجونو ترشا بندیان وي.
خو بیا هم هڅه کووم او له کاروان مې هیله ده چې زما دغه لیکنه په ډېر څه ومني؛ مینه ده نو کني زه او د کاروان ستاینه بیخي سره لیرې ځکه چې توري ورته نلرم. هر څومره چې د کاروان د شعر شات ډېر دي ترڅنګ یې همدومره وږي زیات دي.
کاروان دعاوو کې مه هیروئ، د جولای دېرشمه بسنه نۀ کوي؛ د مینې کاروان په موږ له دې زیات حق لري.
تۀ چې د شعر په میو زۀ کړم معتاد!
کاروانه!! ستا و دې هنر ته سلام
ع. زاهد
دا هنر بیخي کم خلک لري چې په خپلو آهنګینو او سندریزو تورو نور معتاد کړي خو ماشاالله کاروان دغه هنر لري مګر بیخي یې ډېر لري.
په پیر کاروان باید کتابونه کتابونه خبرې ولیکل شي/وشي، ځکه چې په خدمت او هنر یې سترګې پټول نۀ دي پکار.
په ډېره ینه پ،م کاروان ته
وروستي