رنځ/ درد د انسانانو د نیږدې توب سبب گرځي

هغه څۀ چې غواړم ووایم او مهم هم دي، دا ده چې که درد/ رنځ ونۀ گالو، لۀ یو څۀ سره مخ کیږو، چې باید «روحاني اوتیسم» یا «معنوي اوتیسم» یې وبولو. 

هغه انسانان چې لۀ اوتیسم سره مخ کیږي لۀ نورو سره ارتباطي اړیکه نۀ لري. کوم کس چې د اوتیسم ښکار شي، دلته دی خپل اتوم دی. یو اتومي انسان دې طرف او یو اتومي انسان ها طرف موجود دی. ولې لۀ دې انسانانو اتوم نۀ جوړیږي. ځکه د اوتیسم ښکار شوی انسان اړیکه نشي جوړولی. 

هېڅ وخت خوښي د غم پۀ اندازه د انسانانو د یوازی کیدو سبب نۀ گرځي. تاسې ځیر شئ د واده پۀ يوه شپنۍ ناسته کې چې ټول خوښ دي. باور وکړئ هر کس لۀ تنهايۍ نۀ ډېر خوند اخلي. مگر که همدا انسانان د روغتون پۀ انتظار خانه کې را ټول وي، وینئ چې څومره ډېر یو بل ته نیږدې دي نسبت هغې د واده د شپې مجلس ته. 

هر څومره چې غم/ درد ډېر وي د انسانانو تر منځ ارتباطي کانالونه ډيریږي. لۀ اتومي انسان څخه مالکولي انسان جوړیږي. 

درد لۀ اتومي انسان نۀ مالکولي انسان جوړوي او دا کم اهمیته شی نۀ دی. البرت شوایتزر د ژوند داستان ډېر جالب او د زده کړې داستان لري. دی وايي کله چې پۀ سوربون او پاریس کې اوسیدم، لۀ انسانانو سره دومره عاطفي نۀ وم. کله چې افریقا ته لاړم او د هغې ځای حال او اوحوال مې وکوت، نو ډېر ودریدم. لۀ همغې ورځې زما د درد قوت ډېر شو او انسانانو ته ډېر نژدې شوم. لۀ هغه وخت وروسته ډېر انسان شوم. ځکه هم مې طعبیت او هم سرنوشت انسانانو ته د نیږدې توب احساس کوي. 

باید پۀ دې نکته تمرکز وکړو، چې خوښي روحاني اوتیسم منځته راوړي. زه نۀ غواړم چې ووایم خوښي بده ده. نۀ، خوښي ډېره ښۀ او عالي څيز دی. یوه پرتله کوم، که موږ فقط خوښ وو او ژوند کې درد ونۀ لرو، پۀ روحاني لحاظ او معنوي شکل اوتیسم پۀ اخته یوو. دا رنځ دی چې لۀ موږ نۀ لوښی جوړوي او هر څاڅکی چې پۀ دې لوښي کې غورځي پۀ ټول لوښي تاثیر اچوي. خوښي انسان لۀ دې چوکاټ/ لوښي لرې کوي. دا درد دی چې موږ یو بل ته نیږدې کوي چې دا بې اهمیته شی نۀ دی. مولانا ته چا وویل: چې کارغه او بلبل سره ملگري دي، خو موږ باور نۀ کوو. دی وايي یو کار حتماً شته چې کارغه او بلبل سره ملگري شوي دي. کېنئ د کارغه او بلبل ټول حرکات او سکنات وگورئ، وینئ چې دواړه پۀ پښو ژوبل دي. مولانا زیاتوي دوی ژوبل دي، ځکه دواړه یو بل ته نېژدې شوي دي. کله چې انسان هم ژوبل/ خوږ شي یو بل ته نیږدي کیږي. 
ــــــــــــــــــــ
دغه ليکنه مصطفی ملکیان کړې او عتيق خادم ژباړې ده.