۱ ـــ اړتیا نه لرم، چې په دې ځای کې خپل ځان ثابت کړم، زه کولای شم آرام واوسم.
۲ ـــ تر کله چې آرام یم، نو په خپل ځان باندې کنټرول لرم.
۳ ـــ اړتیا نه شته، چې په خپل ځان باندې شک ولرم، هغه څه چې نور یې زما په اړه وایي، ارزښت نه لري.
۴ ـــ غوسه مې یوه نښه ده او اوس مې د خپل ځان د آرامه کولو وخت دی.
۵ ـــ اړ نه یم، چې تل او په هر ډول شرایطو کې رقابت او سیالي وکړم.
۶ ـــ د نه خوندیتوب او نا امنۍ احساس به تېر شي.
۷ ـــ ناشونی کار دی، چې وکولای شم، نور او شرایط کنټرول کړم.
۸ ـــ یوازینی څیز چې کولای شم کنټرول یې کړم، خپل ځان او احساس مې دی.
۹ ـــ ستونزه نه لري، چې کله وخت د نا امنۍ او بې پناهۍ احساس ولرم.
۱۰ ـــ اړتیا نه شته، چې د نورو او شرایطو تر کنټرول لاندې واوسم.
۱۱ ـــ که نور نیوکه کوي، زه کولای شم چې وایې ورم.
۱۲ ـــ اړتیا نه شته، چې بشپړ واوسم.
۱۳ ـــ اړتیا نه شته، چې د نورو غوسې او اندېښنې ته ځواب ورکړم.
۱۴ ـــ ښه ده، چې له جګړې او تاوتریخوالي څخه لرې شم.
۱۵ ـــ د نورو له خوا ښه ایسېدل یو ښه احساس دی، خو له هغې پرته هم زه مینه ناک او د خوښې وړ یم.
۱۶ ـــ ستونزه نه لري، چې تېروتنه وکړم.
۱۷ ـــ نور له خپلې تګلارې سره سمې کړنې ترسره کوي او کله وخت شونې ده، چې زما د غوښتنو پر خلاف عمل وکړي.
وروستي