نوم سره دې غټ ليکلي چې د ايران اسلامي جمهوريت؛ خو سياست دې شېطاني او د اسلام مبارک دين سره بشپړ ټکري دی. سعودي عربستان سره دې هم په دې ورانه ده چې هڅې کوي ترڅو د نړۍ په کچه د اسلامي هېوادونو سر هېواد اوسې. مذهبي توپير ته لمن وهنې او مسلمان وژنې چې ته يې کوي؛ سياسي زبرځواکوۍ ته به ونه رسېږې. افغان ولس چې لسیزې جګړو ځپلی، د بهرنيانو يرغلونو او شومو دسيسو يې ربړې زياتې کړې، اقتصادي وضعيت يې خراب... نو له نهايي مجبوریت ورورسته اړ شوي چې تر ستا درشي. هغه کفري هېوادونو په څېر دې نه ورته د مهاجرت کمپونه جوړ کړي، نه دې د سندونو بهير ورته ساده او اسان کړی؛ د مسلمانۍ او ګاونډیتوب کوم نظر دې هم نه دی پرې ساتلی.
کله چې ستا د قوانينو اړوند درځي نو د خپل هېواد دننه (افغانستان کې) د ايران په سفارت او قونسلګريو کې سل - زر منت او ستم پرې تېر کړې. توهین او سپکاوی يې کوې، کمېشن کاران درسره او په دې وسيله ويزې ورکوي. کله يې پر يوې او کله يې پر بلې بهانې ځوروې. هلته په دې پار درشي چې ستا د ايرانيانو چوپړ وکړي، تاسې ايرانيانو ته ودانۍ جوړې کړې، خو ته پر ژوندون ترې غوږونه پرې کوې.
شريره ګاونډيه! ډول - ډول شکنجې دې پر افغانانو تجربه کړې. ژوندي دې سيندونو ته وغورځول او اوبو کې دې غرق کړل؛ په دې نړۍ دې جهنم ورته وښوود او پر اور دې وسوځول؛ په غير انساني ډول دې زندانونه ترې ډک او د برق پورې شکنجې دې ورکړې؛ سپکې - سپورې او د سپکاوي ډکې خبرې دې ورته کړې او ویډیوګانې يې رسنيزې شوې؛ افغانان دې حيواناتو سره تشبيه او سپک دې کړل. تازه دا چې په ژوندون دې غوږونه ورڅخه پرې کړل. دا هغه پېښه ده چې رسنيزه شوې او ویډوګانې يې بهر شوې؛ داسې لسګونه - سلګونه افغانان شته دې چې ستاسې د شکنجو لاندې مړه شوي او جسدونه يې کورنيو ته هم نه دي رسېدلي نه بلکې تاسې غورځولي او د حيواناتو خوراک شوي.
اوسني حکومت څخه په اسلاميت او افغانيت سمبال غوښتنه دا ده، چې څه ډول يې وړاندې ايران د هر وړاندې راتګ او تيري نر ځواب ورکړی همدا ډول دغه مسله بايد جدي ونېول شي. کابل کې د ايران سفير احضار او يا تر دې چې ورسره ډېپلماټیکې اړيکې وځنډوي ترڅو ايران په رسمي ډول بخښنه نه وي غوښتې، کړنو او ظلمونو بخښنه يې نه وي غوښتې. ورسره دې افغان ولس د هېواد په کوټ - کوټ کې داسې پراخه لاريونونه وکړي چې نړۍ رټل ايران لا ورټل شي.
کله چې د هېواد دننه په تېر يا اوس کې کوم تاوتريخوالي رامنځته شي نو افغانان پر وړاندې قومي، منفي - سياسي، ژبني او د کرکې ډک غبرګونه ښيي، نو اړينه ده چې پر همدې زړه غورځونکې پېښه جدي غبرګون وښيي او په ځانګړي ډول پر ټولنيزو رسنيو د ايران پر ضد پراخه کمپاين پيل کړي.
وروستي