عطا محمد نور او سياسي تېروتنې يې؛ دی څنګه سياست  کوي او ولې ورته پر ټولنيزو رسنيو  لافک ويل کيږي؟ 

د شمال ټلوالې پخوانی قومندان او د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور چې د حامدکرزي د حکومت پر مهال دکالونو لپاره د بلخ والي وو؛ واک ته د محمد اشرف غني په رسېدو سره له  د بلخ له ولايت لېرې کړی شو او له هغې ورځې بيا تر نن يې داسې سياست غوره کړی، چې کله د حکومت د غښتلي ملاتړي او کله بيا له سرسختو مخالفينو شي. 

نوموړی د هېواد د نورو سياسي څېرو سره په توپير عجب - غريب سياسي چلند لري. دی ژر سياسي اېتلاف او هوکړې کوي او بيا ژر خپه کيږي او مخالف دريځ نيسي. کله چې ولسمشر غني د بلخ له ولايت مقام د عطا محمد نور د لېرې کېدو وويل، نو عطا د شمال د امپراتور په ډول مخالف دريځ خپل کړ او ولسمشر ته يې خبرداري ورکړل چې دی نه شي کولی نوموړي له دندې لېرې کړي. 

له بلخه د عطا محمد نور لېرې کېدنه حکومت ته هم تر يو بريده سردردی، رسنيز سرټکي او جنجالي موضوع شوه. عطا محمد نور دومره ګواښونه وکړل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د نېولو پوري يې وويل. له يو څه وخت وروسته ، عطا محمد نور له دندې لېرې او پر ځای نوی والی وټاکل شو. 

عطا محمد نور چې د بلخ له مقامه ګوښه شو؛ ده د هغه سياسي واک د بيا وېش يې وويل چې ولسمشر يو ځل په ۲۰۱۴ کال کې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره وېشلی وو؛ ۱۵ سفارتونه او قونسلګرۍ، مشرانو جرګه په لسګونه انتصابي سناتوران، د ولايتونو واليان او امنيه قومندانان، په کابينه کې ونډه د عطا غونښتنې او سرې کرښې وي، خو ورته ورنه کړل شول. 

وروسته یې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره ورانه شوه. هغه يې  معامله کوونکی او کمزوری کس ياد کړ او تر دې چې د غاښونو د اېستلو ګواښ يې هم ورته وکړ. 

د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې يې لومړی له محمد حنيف اتمر سره ټلواله جوړه او غوښتنه يې په کې دا وه چې واک ته د رسېدو په صورت کې به دی لومړی وزير وي. د ده او اتمر ترمنځ دغه يووالي دوام ونه کړ؛ ټاکنيز ټيم يې له منځه لاړ او عطا محمد نور د ولسمشر غني په مشرۍ دولت جوړونکي ټيم ته لاړ. 

نېږدې کال وړاندې عطا محمد نور له يو بل خپل پخواني ملګري صلاح الدين رباني سر وران او جمعيت يې تر جدا کړ. عطا محمد نور چې د جمعيت ګوند د يو شمېر مخکښو څېرو کړۍ يې جوړه کړې وه، د دغه ګوند اساسي مشرتوب يې په لاس کې واخېست او د صلاح الدين رباني پر  ځای يې ورته بل کس مشر وټاکلو. خو تر ننه هم د عطا په رهبرۍ جمعيت ګوند هغه ډول نه دی، کوم چې اوس مهال صلاح الدين رباني رهبري کوي. 

نوموړي تر يو وخته له ولسمشر سره ښه لاړ او زوی  يې هم د حکومت په مرکچي پلاوی کې شو، خو هغه وخت چې ولسمشر د عامې روغتيا پخوانی وزير احمد جواد عثماني له دندې لېرې کړ، يو ځل بيا عطا محمد نور په غوسه او د لنډمهاله حکومت د جوړېدو او د ولسمشر سره د مخالفت خبرې يې رسنيزې کړې. 

ولسمشر د عطا غږ ته ډېر پام ونه کړ او عامې روغتيا وزارت ته يې چارسمبال وزير ور معرفي او احمد جواد عثماني يې کورته ولېږلو. تر ډېره عطا محمد نور په خپلو لېکنو کې احمد جواد عثماني د عامې روغتيا وزير بللو خو اوس دا لېکلي "د عامې روغتيا پخوانی وزير احمد جواد عثماني."

عطا محمد نور هره سياسي هوکړه او سياسي مخالفت ژر رسنيز کړي، خپله غوسه له خلکو او رسنيو سره شريکه او په کې د سختو ګواښونو او مخالفتونو ووايي. دی ونه توانيږي چې خپل ويلي عملي کړي، نو تر ډېره د خپلو مخالفينو او ملاتړو ترمنځ د لافک يانې هغه څوګ چې غټې وايي خو په حقيقت کې شتون نه لري او يا يې کولی نه شي، په نوم ياديږي. 

دی داسې سياست کوي چې د پردې شاته څه نه پرېږدي؛ هغه چې ووايي بيا تر سره نه کړي نو پر شخصيت يې داسې اغيز وشېندي چې نور يې ګواښ او مخالفت بې اغېزه شي. عطا محمد نور پر ټولنيزو رسنيو د نورو سياسي مشرانو په پرتله ډېر فعال دی او همدا لامل شوی دی، چې دی ژر غبرګون ښيي او غبرګون بيا بې اغيزې پاتې کيږي. 

عطا محمد نور تر دې هم کوي چې د ولسي جرګې د وکيلانو ترمنځ د يو د خبرو يوه برخه را اخلي او په داسې بڼه يې وړاندې کوي چې ځانګړی کس پرې وځپي خو دا ډول کړنې يې داسې غبرګونونه تر لاسه کوي چې د عطا سياست په يوې وړې زوايې کې وکتل شي او دی لا پرې ټيټ شي. 

عطا محمد نور په سياست کې ژر پرېکړه کوي او پرېکړه هم رسنيزه کوي، چې لامله يې هغه مواقف چې نورو سياسيونو ساتلی، ده له لاسه ورکړی دی.