لس موخې، چې پیاوړي رهبران یې د خپل ځان لپاره ټاکي

کله چې د رهبرانو بحث را منځته کېږي، په معمول ډول د هغو کسانو په اړه فکر کوو، چې پیاوړي، مشهور او ډېر زیات اغېز ښندونکي دي، موږ ښایي د جمهور رییس، اوسنیو او پخوانیو سیاسیونو، نړیوالو ویناوالو او فکري رهبرانو، د کارو بار او شرکتونو سترو مدیرانو او حتا د مشهورو ورزشي افرادو په اړه فکر وکړو، خو رښتینې او واقعي رهبري د بهرني محبوبیت، ځواک او نفوذ په وسیله نه تعریفېږي، پیاوړي رهبران د پردې تر شا کار کوي او د خلکو له سترګو څخه لیرې دي، هغوی د بدلونو د رامنځته کولو او د افرادو د غوره بڼو د را بهر کولو لپاره په خپلې وړتیا باندې په بشپړه توګه ډاډه دي. 
 
رهبران له سر لیک یا عنوان سره هېڅ تړاو نه لري، رښتینی رهبر په نورو باندې د کنټرول له چارې سره مینه نه لري، په بدل کې یې یو پیاوړی رهبر خپله بریا، د هغو افرادو له شمېر سره، چې الهام بښونکی یې و او دغه راز د هغوی وړتیا یې ور زیاته کړې ده، اندازه کوي. 
 
هغوی دا کار د وېرې په خپرولو یا جبر سره نه ترسره کوي او دغه راز د نوم، مقام او رتبې له لارې ځان لوړ نه ګڼي، هغوی دا کار د اقداماتو، د شخصي ځواک، ارزښتونو او رښتینولۍ له لارې په هر وخت کې ترسره کوي. 
 
له هغو لسو موخو سره د آشنا کېدو لپاره، چې غوره رهبران یې د خپل ځان لپاره ټاکي، لاندې لیکنه په ښه غور او دقت سره ولولئ. 
 
۱ ـــ د شخصي مسؤولیت پراختیا او د خپل ځان نظم 
که غواړئ، چې ښه رهبر واوسئ، په پیل کې خپل ځان په ښه توګه رهبري کړئ، نورو ته د تدریس په موخه د خپل کار او ژوند د رهبرۍ او مسؤولیت لرلو لپاره، پیاوړی رهبر تل هڅه کوي، ترڅو دا ځانګړتیاوې ښکاره کړي او بېلګه واوسي. 
 
دا په دې مانا ده، چې د ژوند ټول مسؤولیتونه، لکه تصمیمونه، اقدامات، چلندونه او پایلې، څه مثبت او څه منفي، لکه څنګه چې دي، باید وې منئ، دا په دې مانا ده، چې خپلې تېروتنې او بریاوې، هغو درسونو او لارښوونو ته په پام سره، چې له هغو څخه یې تر لاسه کوئ، ومنئ. 
 
پیاوړې رهبري، دغه راز د انساني نظم د تمرین او پراختیا په مانا ده؛ ترڅو د یوه کس تصمیمونه او اقدامات په نامستقیم ډول کنټرول او ترسره شي، ښه رهبر باید تل او په بشپړه توګه د دې تصمیمونو او اقداماتو له پایلو څخه خبر وي. 
 
۲ ـــ د ماتې زده کړه
یو رښتینی رهبر د بشپړتیا لپاره هڅه کوي؛ په داسې حال کې، چې پوهېږي دا بشپړتیا یو خیال او ګمان دی، چې په حقیقت کې نه شي ترلاسه کېدای، په همدې دلیل تمه لري، چې د خپلو بریاوو په اندازه ماتې وخوري. 
 
د خپلو تېروتنو او غلطیو د پټولو لپاره غوسه کېدل او یا د ناکامیو لپاره د نورو رټل یوازې هغوی احمق ښکاره کوي، دغه راز د یوه رهبر په توګه له هغوی څخه، له خپلو تېروتنو څخه د زده کړې فرصت اخلي. 
 
یو غښتلی رهبر له ماتې څخه نه وېره لري او نه هم ترې شرمېږي؛ پرځای یې په بشپړه توګه زیانونه سنجوي، له هغو څخه درس اخلي او اصلاحات رامنځته کوي. یو رهبر د خپلو تېروتنو ارزښت نالیدلی نه نیسي، په دې ترتیب یو ښه رهبر له خپلو تېروتنو او ناکامیو څخه په تېرېدو، په فضل او کرامت خپل ځان پیاوړی کوي، په دې ترتیب به نورو ته هم د دې کار اجازه ورکړي. 
 
۳ ـــ د فعالې او دقیقې غوږ نیونې تمرین
یو مشهور کاناډایي اروا پوه پروفیسور ارډو بټ پیټرسن وایي: موږ چې له هر چا سره لیدنه کوو، باید داسې چلند وکړو، چې ګواکې هغه د یوې ارزښتمنې ځانګړتیا لرونکی دی، چې موږ یې نه لرو، د دې کار په ترسره کولو سره، موږ  هر فرد ته د هغه مقام او رتبې ته په نه پاملرنې د ذهن په ځیرکتیا سره نږدې کېږو او له نورو سره په درنښت چلند کوو. 
 
کله چې یو رهبر دا ډول غوږ نیونه تمرین کړي، نه یوازې د هغو افرادو درنښت، چې رهبران یې دي، ترلاسه کوي؛ بلکې هغه پوهه، چې په ذاتي توګه په هر فرد کې شتون لري، د خپل ځان کوي. 
 
۴ ـــ په بېلابېلو برخو کې د مهارت ترلاسه کول
په هره برخه کې د یوه رهبر په توګه د بریا کیلي، په بېلابېلو برخو کې د مهارت پراختیا ده، دا په دې مانا ده، چې په بالقوه توګه په بېلابېلو څانګو باندې واک ولرئ. 
 
بېلابېلې برخې ښایي په لومړي لید کې یوه له بلې سره هېڅ تړاو ونه لري، خو په پای کې د ستونزمنو او ننګونکو شرایطو پر وړاندې د مقابلې په وخت کې به د مهارتونو او پوهې د وسایلو یوه پیاوړې کڅوړه ولري، حتا تر ټولو کوچنۍ موخې پوهې او مهارت ته اړتیا لري، ترڅو وکولای شو په رښتینې نړۍ کې کارونه ترسره کړو. 
 
دغه راز په بېلابېلو برخو کې د فردي تجربې او مهارت لرل، په دې مانا دي، چې له نورو سره په ښه توګه اړیکه نیولی شئ او دغه راز په غوره توګه هغوی درک کولای شئ، له دې کبله کولای شئ د افرادو یوه ټولي ته لارښوونه وکړئ. 
 
۵ ـــ په خپل ځان کې د نرمښت او انعطاف رامنځته کول  
دا مورد په بېلابېلو برخو کې د مهارت له ترلاسه کولو سره مستقیم تړاو لري، په بېلابېلو برخو کې د پوهې او وړتیا د ترلاسه کولو لپاره همېشنۍ هڅې، د دې سبب ګرځي، چې یو ښه رهبر د سختیو پر وړاندې نرمښت او انعطاف منل ولري. 
 
ښایي تاسو انعطاف منل د بې ځواکۍ مخالف وګڼئ، خو انعطاف منل د هغو شخصیتي صفتونو او ځانګړتیاوو ټولګه ده، چې موږ ته اجازه راکوي، د بدلون پر وخت وکولای شو، خپل ځان ته سمون ورکړو، پر دې سر بېره، کله چې له اروایي فشار (سټرس) او ننګونې سره مخامخ کېږو، وکولای شو په ژوند کې په نه ډډه کېدونکو ستونزو او ماتو باندې غلبه وکړو. 
 
نرمښت او انعطاف منل کولای شي مالي ماهیت ولري، د یوې مشخصې بودیجې لرل او د پیسو مدیریت پرته له دې چې وسوسو ته تسلیم شئ او د تېرېدونکو شرایطو تر اغېزې لاندې راشئ او هوښیارانه چلند وکړئ، مرسته کوي، چې مالي توپانونه په بریا سره تر شا پرېږدئ. 
 
۶ ـــ د خپلې رهبرۍ د حضور پراختیا
یو اغېزناک رهبر باید د نورو درنښت ترلاسه کړي، د کارونو د ترسره کولو لپاره یوازې پوهه او مهارت بسنه نه کوي؛ یو رهبر باید د خپل ځان په اړه د هغو کسانو وفاداري او درنښت ولري، کوم چې لارښوونه ورته کوي. 
 
په خپل ځان باندې باور، اړیکیز مهارتونه او وړتیا کولای شي ښه رهبري جوړه کړي، خو دا کافي نه دي. مهمه نه ده، چې څومره واک لرئ، که رښتینی شخص ونه اوسئ، نو ځواک به مو ډېر زیات محدود وي. 
 
یووالی له هغه څه څخه تر لاسه کېږي، چې پوه شئ، څوک یاست، د خپلو اصلي ارزښتونو په اړه روښانه او واضح واوسئ او وروسته د هغو پر بنسټ چلند او خبرې وکړئ، که تاسو په وفاداره، رښتینې او درنښتیزه توګه چلند ونه کړئ، نو هېڅکله به دا ډول چلند ترلاسه نه کړئ، مینه او د پرانیستي ذهن لرل د یوه الهام بښونکي او د قدر وړ رهبر لپاره نورې حیاتي ځانګړتیاوې دي.  
 
۷ ـــ په نورو کې د رهبرۍ پېژندنه او د هغو پالنه 
پیروان مهم نه دي، هغه کسان چې لارښوونه کوي او پېچلې کړنې ترسره کوي، په رښتینې توګه نړۍ اداره کوي، له بلې خوا د رهبر رول په لومړۍ درجه کې د نورو د لارښوونې دنده پر غاړه لري، یو ښه رهبر پوهېږي، چې د نویو رهبرانو جوړول، چې په پای کې باید د ده مسؤولیت پر غاړه واخلي حیاتي دی. 
 
رښتیني رهبران جوړونه او کاروبار کوي، چې د بریا لپاره باید خپلې شاوخوا ته ښه او صالح افراد را ټول او په فعاله توګه په نورو کې د رهبرۍ د کیفیت د موندلو په لټه کې وي. 
 
ښه رهبران د رتبې او مقام د ساتلو په اړه اندېښنه نه کوي، هغوی دا درک کوي، چې د ښه والي او په یوه رهبر باندې د بدلون لپاره د نورو هڅول په دې مانا دي، چې کولای شي په چټکه توګه خپلو موخو ته ورسېږي. دا چاره د دوی، دغه راز د ټول سازمان، سودا ګرۍ او ټولې ټولنې په ګټه ده. 
 
۸ ـــ په احساسي توګه د اړیکې ټینګول 
ښه رهبري، په ارواه پوهنه او انساني چلند کې یو ښه تمرین دی. یو رهبر دا درک کوي، چې ټول افراد او دی په خپله عاطفي موجودات دي، هغه پوهېږي، چې هغوی نه شي کولای هغو دستور العملونو، معلوماتو یا لارښوونو ته، چې په اړه یې د سردرګمۍ، دښمنۍ یا تردید احساس کوي، مثبت ځواب ورکړي. 
 
په پایله کې یو رهبر پوهېږي، باید زده کړي، چې په اغېزناکه توګه، له احساسي ژبې څخه په ګټه اخیستنې، چې ډېری خلک ترې ګټه اخلي، اړیکه ټینګه کړي، د اړیکې په ټینګښت او په عاطفي سیستم سره په خبرو کولو، یو هوښیار رهبر کولای شي نور دې ته ژمن کړي، چې هر ډول وېره او تردید او یا مخالفت له منځه یوسي. 
 
پیاوړی رهبر په دې باندې پوهېږي، چې څه څیز په نورو کې د انګېزې سبب ګرځي او هڅه کوي، چې نور په خپل ځان باندې په باور او د غوره ځانګړتیاوو په را بهر کولو سره هغوی وهڅوي. 
 
۹ ـــ د خپلې شخصي سرچینې مدیریت 
مغز کولای شي د یوه غړي په څېر د کار یوه مشخصه برخه، په یوه وخت کې ترسره کړي، سر بېره پر دې د نورو غړو په څېر د بیا رغاونې او ښه فعالیت ترسره کولو لپاره، وخت او استراحت ته اړتیا لري. 
 
زموږ د بدن عاطفي او انرژي لرونکې برخې په ورته ډول کار کوي، په دې هر یوه سیستم باندې د اوږدې مودې لپاره  له بریده زیات فشار او سټرس، د ستړیا، فلج کېدو او په پای کې د ماتېدو سبب به شي. 
 
هغه کسان، چې د رهبرۍ په هنر باندې واک لري، پوهېږي، چې د انرژۍ شخصي سرچینې، احساسات او ذهن یې له بریده زیات نه دي، هغوی باید په منظمه توګه چارج شي. ښه رهبران له جسمي، ذهني او احساسي پلوه په خپل ځان باندې پام کوي او له بریده زیات له خپله ځانه کار نه اخلي. 
 
۱۰ ـــ تل ستر انځور ووینئ 
یو ستر رهبر تل هڅه کوي، ترڅو ستر انځور ته په پام سره لوړ فکر وکړي، هغه د ورځې پېښو ته په جزئیاتو سره ګوري، ترڅو ستره موخه له لاسه ورنکړي، دا کار په ژوند کې خپل مقام ته په نه پاملرنې سره، ډېر زیات ارزښتمن دی، د INLP مرکز اشاره کوي، چې له کلینیکي نظره ثابته شوې ده، له لیرې لارې څخه مسایلو ته کتل، د مسئلې د حل یوه اغېزناکه تګلاره ده. 
 
یو ښه رهبر هڅه کوي، چې په هره شېبه کې له پېښو څخه خبر واوسي، په دې ترتیب یو پیاوړی رهبر له ناسم پوهاوي سره نه مخامخ کېږي او د ننګونو پرمهال نه وېرېږي، هغه پوهېږي، پرته له دې چې له سمې لارې څخه بهر شي، په اغېزناکه او آرامه توګه له ناڅاپي پېښو سره چلند وکړي.