د خوشاله ژوند کولو لپاره لس علمي تګلارې

د خوشاله اوسېدو لپاره ډېرې زیاتې لارې شتون لري. کتابونه، مجلې او ټولنیزې شبکې د خوشاله اوسېدو لپاره بېلابېلې تګلارې په ګوته کوي. ځینې د مثبت فکر کولو وړاندیز کوي، ځینې نور پام کول، د خوښۍ او خوشالۍ په ناستو او مجلسونو کې ګډون کول، سفر کول او   نورو..... وړاندیز کوي. د تل پاتې خوښۍ او خوشالۍ لپاره، د دې لیکنې په دوام په ۱۰ تګلارو باندې رڼا اچول کېږي، نو وړاندیز کېږي، چې په ښه غور او دقت سره یې ولولئ.
 
۱ ـــ ورزش وکړئ
د روغتیا لپاره د ورزش د ګټو په اړه ډېرې زیاتې څېړنې ترسره شوې دي، ورزش د اندروفین هورمون د ترشح او په پایله کې د روحیې د پیاوړتیا سبب ګرځي، په همدې خاطر تل د ورزشي تمرینونو له ترسره کولو وروسته یا حتا پلی مزل، کورته د را ګرځېدو پرمهال، ښه روحیه لرئ. هېڅکله به کوم فرد له ورزش کولو وروسته په بد حالت او وضعیت کې ونه وینئ؛ خو آیا له ورزش وروسته خوشالي، له علمي نظره ثابته شوې ده؟
 
په دې برخه کې د امریکا په ټورنټو پوهنتون کې ډېرې زیاتې څېړنې ترسره شوې دي او په خوشالۍ باندې د ورزش د اغېزو په اړه ۲۵ بېلابېلې څېړنې ترسره شوې دي، د څېړنو پایلې څرګندوي، چې بدني فعالیتونه او ورزش له تشویش او خپګان سره مقابله کوي. له دې څېړنو څخه په یوه کې یې په تشویش او خپګان باندې د اخته درې ډلو ناروغانو لپاره، درې بېلابېل درملیز پروګرامونه، چې د درملو په واسطه درملنه، ورزش او د دې دواړو ترکیب پکې شامل و، په پام کې ونیول شول، د درملیزې دورې په پای کې درې واړه ډلې خوشاله وې؛ خو آیا دا وضعیت پایښت لرونکی و؟ شپږ میاشتې وروسته، هغې ډلې چې د خپلې روغتیا لپاره یې یوازې ورزش ټاکلی و، د تشویش او خپګان د بېرته را ګرځېدو کچه یې ۹ سلنه وه او دا شمېره د دوو نورو ډلو لپاره ۳۱ او ۳۸ سلنې ته ورسېده، یانې له شپږ میاشتو وروسته د هغوی په درې کسانو کې یو یې بېرته په تشویش او خپګان اخته شوی و.
 
۲ ـــ مثبت فکر لرونکی واوسئ
شون اچور وایي:
«بریا ته د رسېدو لپاره خوشاله اوسېدل اړین دي.»
د شون اچور (Shawn Achor) په باور، ویناوال او کارپوه «د بریا څرنګوالی» د ژور خپګان، بوختیاوو، بریاوو، اقتصادي وضعیت، ټولنیزې اړیکې او نورو لاملونو رول، یوازې په لس سلنه خوشالۍ کې ګڼي. زموږ نوي سلنه خوشالي، زموږ په لید لورو او دغه راز له شاوخوا نړۍ څخه زموږ په تفسیر پورې تړاو لري. که یوازې د خوشاله اوسېدو لپاره، بریا ته اړتیا لرئ، نو په ډېرې سختۍ سره به د خوشالۍ احساس وکړئ، ځکه تل د لوړ معاش، لوړ نمرو او ښه مقام په لټه کې یاست.
 
مثبت فکر کول دېرش سلنه، د انرژۍ کچه، خلاقیت او ګټور توب زیاتوي، نو له همدا اوسه هڅه وکړئ، چې مثبت فکر لرونکی شئ، نه کله چې ډېر شتمن یا مشهور شوئ.
 
۳ ـــ منفي فکرونه خوشې کړئ
ډېری کسان یوازې منفي فکرونه کوي او په خپله هم نه پوهېږي، چې څنګه دا منفي افکار له ځانه لرې کړي. په ماډریډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښکاره کوي، چې د کاغذ پرمخ د منفي افکارو یاددښت کول او لرې کول یې، په ژوند کې به مثبته اغېزه ولري. څېړونکي سپارښتنه کوي، چې منفي افکار ولیکئ، څیرې یې کړئ؛ وې سوزوئ یا د کثافاتو په سطل کې یې وغورځوئ، په دې کار سره، په فزیکي توګه یې منفي او زهرجنه اغېزه را کمه کړئ. ارواپوهان سپارښتنه کوي، چې دا کار په منظمه توګه ترسره کړئ.
 
۴ ـــ د شته څیزونو په پرتله مو تجربو ته ډېر زیات ارزښت ورکړئ
ارواپوه او څېړونکي توماس ګیلوویچ (Thomas Gilovich) د هغو څیزونو په وړاندې، چې اخلو یې، خپلو تجربو او ښو خاطرو ته د ارزښت ورکولو په اړه ډېرې زیاتې څېړنې ترسره کړي دي. د دې کار لپاره ډېر زیات دلیلونه شتون لري، لکه څنګه چې په دې اړه په څېړنیزو مقالو کې ورته اشاره شوې ده. د څیزونو ترلاسه کول او وروسته په غوره څیزونو پسې تلل، د هر نوي څیز د تر لاسه کولو خوند له منځه وړي او روحیه مو کمزورې کوي.
 
خو د تجربې ترلاسه کول او د خاطراتو په ارزښت باندې پوهېدل، دا ډول اغېزه نه لري. زموږ تجربې او خاطرې په موږ پورې تړاو لري، راته ارزښتمنې دي او د تل پاتې خوښۍ او خوشالۍ سبب به مو شي. غوره ده، چې د یوه پلي مزل لپاره خپل ځان ته بلنه ورکړئ او یا نوي ځایونه ووینئ. دولتونه باید سختو ځایونو او لویو پلورونځیو ته امکانات برابر کړي، ترڅو خلک وکولای شي، لا ډېر ښه او خوندور فعالیتونه تجربه کړي.
 
۵ ـــ منندوی او شکر کوونکی واوسئ
هره ورځ سهار د هغو څیزونو په اړه په فکر کولو سره، چې باید لپاره یې شکر کوونکی واوسئ، نو خپلې خوشالۍ ته به ورسېږئ. څېړنې څرګندوي، د ډېری خلکو خوښېږي د منفي څیزونو په اړه فکر وکړي، لکه اندېښنې، ماتې، خواشینۍ او داسې نور .... یانې د مغز انګېرونکی وضعیت منفي لید لرونکی دی.
باید تل په ښېګڼو باندې تمرکز وکړئ او د ارزښتمنو شته څیزونو په اړه فکر وکړئ، چې لپاره یې شکر کوونکی یاست. د بېلابېلو تګلارو په مرسته کولای شئ، چې دا کار ترسره کړئ:
ـــ کله چې له خوبه را پاڅېږئ، درې څیزونه، چې په ژوند کې د لرلو لپاره یې باید شکر کوونکی واوسئ، ځان ته یادونه وکړئ.
ـــ ځینې کسان دا درې موارد یاددښت کوي او خپلې مخې ته یې ږدي.
ـــ غوره ده، چې مجازي شبکو څخه ګټه واخلئ، دا کار ډېر ښه دی، ترڅو خپلو څارونکو ته دا ورښکاره کړئ، چې دا ډول کار یوه ښه پایله لري.
ـــ له خپلو دوستانو او ملګرو سره اړیکه ټینګه کړئ او له هغوی څخه مننه وکړئ یا له هغې همکارۍ څخه د مننې لپاره، چې له تاسو سره یې کړې ده، هغه ته په یوه رسټورانټ کې د یوې غرمنۍ لپاره بلنه ورکړئ.
ـــ له نورو سره په مرستې او یا د خیر ښېګڼې د کارونو په ترسره کولو سره، بښونکی او مرستندوی اوسېدل تمرین کړئ.
د یادونې وړ ده، چې ډېری څېړنو د شکر او مننې کولو مثبته اغېزه تائید کړې ده.
 
۶ ـــ د خپل ژوند د ټولو شېبو په ارزښت باندې پوه شئ
خپل ټول حواس په اوس باندې متمرکز کړئ او ژوند لکه څنګه چې دی، له قضاوت پرته یې ومنئ، د فکر دا بڼه د جسمي او اروایي روغتیا په برخه کې ډېر زیات پلویان لري. د دې کار ترسره کول، په اوږد مهال کې ستاسو د روحیې د پیاوړتیا سبب ګرځي او د تشویش او خپګان په کمښت او په پایله کې د ژوند د کیفیت په ښه والي کې اغېزمن دی.
 
په شېبه کې ژوند کول په دې مانا دی، چې د خوشالۍ له حس، لکه: لمس کول، بویول او نورو حواسو څخه خوند واخلئ، د دې موخې لپاره، باید په هغو خوښیو او خوندونو باندې، چې درته چمتو شوي دي، تمرکز وکړئ، نو په ډېرې آسانۍ تېر خوشې کړئ او د راتلونکې لپاره پروګرام جوړ کړئ، خو آیا دا کار زموږ د خوښۍ او خوشالۍ سبب کېږي؟ ثابته شوې تګلاره ده؟ د هاروارډ په پوهنتون کې په ۱۵۰۰۰ کسانو باندې له څېړنې وروسته، دا موضوع یې تائید کړه، نو کله چې په شېبه کې ژوند کوو، خوشاله یو او هر څومره مو چې ذهن په تېرو خاطرو او پېښو کې بوخت وي، په هماغه اندازه ډېر کم د خوښۍ احساس کوو.
 
۷ ـــ مناسب خوب ولرئ
د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ، که ښه ویده نه شو، نو د منفي فکرونو په لور ځو، له دې څېړنو څخه د یوې تمرکز یې د مغز د هیپوکامپ په برخه باندې و؛ هماغه برخه، چې د مثبتو افکارو د خپراوي دنده په غاړه لري، کله چې هوسا او کافي خوب ونه لرو، نو دا برخه په ښه توګه کړنې نه ترسره کوي او په پایله کې یوازې منفي افکار زموږ په لور را ماتېږي.
 
د لا ډېرو څېړنو لپاره، څېړونکو له یو شمېر هغو محصلینو څخه، چې په بې خوبۍ باندې اخته وو، وغوښتل چې د ځینو کلیمو لېست یاد ته وسپاري، هغوی د منفي کلیمو په یادولو کې ۸۱ سلنه لوړ امتیاز ترلاسه کړل، خو یوازې وې کولای شول، چې ۳۱ سلنه مثبتې یا خنثا کلیمې یاد ته راوړي. اوس متوجه شوئ کله چې په بې خوبۍ باندې اخته کېږئ، ولې تر دې بریده بې حوصلې یاست؟
 
۸ ـــ له نورو سره مرسته کول، مه هېروئ
تاسو یوازې د خپل کور، موټر او ګرځنده ټیلیفون د بدلولو په لټه کې یاست، ښه موټر، ستر کور او نوی موبایل د لنډ مهالې خوشالۍ سبب ګرځي، خو دا کار به هېڅکله تاسو ته اوږد مهالې خوشالي درنه شي کړای. دا خوشالي د لږ وخت لپاره دوام کوي. څېړنې څرګندوي کله چې له خپل وخت یا خپلو پیسو څخه، له نورو سره مرسته وکړئ، نو اوږد مهالې خوښۍ او بریا ته به ورسېږئ.
 
۹ ـــ لکه څنګه مو چې زړه غواړي، ژوند وکړئ
ډاکټر ډنیل ګېلبرټ وایي:
«عقل» موږ هغه ځای ته بیایي، چې «زړه» وایي؛ خو له هغو دواړو څخه هېڅ یو دې ته ارزښت نه ورکوي، چې «پښې» چېرته ځي.
موږ تل په دې فکر کې یو، چې چېرته لاړ شو، څه واخلو او څه وکړو، ښایي ډېری کارونو ته منفي ځواب ورکړو؛ خو ډېرې کمې فکري اندېښنې مو دا دي، چې څنګه خوشاله ژوند وکړو. اصلي مسئله دا ده، چې په خپلو رښتینو لومړیتوبونو او غوښتنو باندې تمرکز وکړئ.
 
۱۰ ـــ په خپلو وړتیاوو باندې تمرکز وکړئ
کومې ځانګړتیاوې لرئ؟ څنګه له دې ځانګړتیاوو څخه د خپل ژوند د ښه والي لپاره ګټه اخلئ؟ هغه کسان چې په خپلو کمزورتیاوو باندې د تمرکز پرځای، په خپلو وړتیاوو باندې تمرکز کوي، خوشاله انسانان دي. د خپلو وړتیاوو درک کول او له هغو څخه ګټه اخیستل، د خوشاله ژوند کولو لپاره یوه تګلاره او د غوره نړۍ د جوړولو لپاره مرسته ده.