د امريکا او اروپا پر درملو باور نه لري؛ شمالي کوريا کرونا ويروس لپاره خپل درمل جوړ کړي

نړۍ کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره د نړۍ ستر هېوادونه د دغه ويروس پر وړاندې د درمل جوړونې او واکسين په رامنځته کولو بوخت او تر اوسه توانېدلي دي، چې کرونا ويروس ضد څو ډوله واکسين جوړ کړي. 

شمالي کوريا چې لا وړاندې  يې په ډېرو برخو کې له نړۍ ځان منزوي کړی دی، د امريکا او لوېديځ په درملو او واکسين باور نه لري؛ د Koryo په نوم يې خپل درمل جوړ کړي دي او وګړي يې اړ دي، چې له همدې درملو کار واخلي. 

شماالي کوريا Koryo درمل د اوسنۍ نړۍ پر ساينس او طبابت تکيه نه کوي، بلکې په عنعنوي ډول له بوټو جوړ شوي او د يوناني درملو په څېر غټ - غټ بوتلونو کې يې ساتي. 

د شمالي کوريا دولتي رسنۍ هم د دغه درملو د غوره اغېز په اړه تبليغات کوي او ددغه هېواد وګړي هم د حکومت کار ستايي چې د پرمختللي نړۍ په پرتله يې هم ښه درمل جوړ کړي دي. که دغه درمل پايله هم ورنه کړي، خو خلک يې تائيد وي او مثبت يې بولي. 

مخکې له دې چې پر دغه درملو او شمالي کوريا کې پر روغتيايي وضعيت نيوکه وکړي، د (لي ګوانګ جين) په نوم وګړي يې سويلي کوريا کې پناه اخېستې او رسنيو سره خبرو کې يې ويلي دي، چې نه دغه درمل پايله ورکوي او نه هم شمالي کوريا د کرونا ويروس پر وړاندې د خپلو وګړو داسې کارونه کوي، کوم چې نورې نړۍ کې شته دي. 

شنونکي وايي چې شمالي کوريا کې په مېليونه کسان په کرونا ويروس او نورو ناروغيو ککړ دي، خو حکومت يې شمېرې نه ښيي او نه هم چاته اجازه ورکوي چې په دې اړه پلټنې تر سره او رسنيزې کړي.