د افغانستان او پښتونخوا په پوهنتونونو او تحقيقي مرکزونو کې څېړنې کېږي؛ استادان او د علمي مرکزونو غړي د ترفېعاتو او محصلين د فراغت د سند د ترلاسي لپاره څېړنيز آثار ليکي، خو بيا هم زموږ څېړنې ځاى نه نيسي. د دې څو لاملونه دي:
زموږ معاصرې څېړنې د ځينو بېلګو په استثناء د تحقيق علمي مېتود نه کاروي؛ شننه يې کمزورې وي يا څېړنيزه نه وي؛ نقد يې خام يا په نشت حساب وي او ان له ماخذونو څخه يې استفاده سمه نه وي. نو له داسې کمزورو څېړنو څخه د فرهنګي بدلون هيله شنډه ده.
پښتو څېړونکي تر ډېره د خپلې ټولنې ستونزې او تشې نه درک کوي؛ له ځينو څېړونکو پرته زموږ ډېری څېړونکي پر داسې موضوعاتو څېړنې کوي چې زموږ د ټولنې لومړنۍ اړتیاوې نه وي. موږ لا هم زاړه دېوانونو له نويو سريزو سره بیا بيا چاپوو! زموږ ځینې اوسني څېړنونکي د لوستونکي د اړتيا پر ځاى د لومړي پړاو دوديزو څېړنو ته ورګرځي او د منځپانګې پرځاى پاملرنه شاعر او ليکوال ته کوي.
موږ چې خپلې اړتياوې درک کړې نه دي، د څېړنو او فرهنګ ترمنځ مو واټن پيدا شوى. لوستونکي ته دا څېړنې هغه مړې کيسې ښکاري، چې له ده سره د اوسني ژوند په پېژندلو او د عملي ستونزو په حلولو کې مرسته نه کوي او همدا لامل دى، چې زموږ اوسنۍ ليکنې د استاد کامل، مجروح صاحب او استاد روهي د څېړنو پرخلاف داسې تخصصي جنبه نه لري، چې د يوه مسلک په زده کړه کې له يوه محصل سره يا په ورځني ژوند کې له يوه عام فرد سره مرسته وکړي.
د سویلي پښتونخوا ادب
سویلي پښتونخوا د پښتو ژبې او ادب په مرکزونو کې هغه مرکز دی چې د پښتو ادبیاتو د تاریخ په هر پړاو کې يې د ادیبانو او شاعرانو نومونه ياد دي. د بېلګې په توګه د پښتو ادب په لرغونې دوره کې بېټ نیکه، اسماعیل سړبنی، شیخ تیمن، ملک یار غرشین، زرغونه کاکړه، دوست محمد کاکړ؛ د منځنۍ دورې الله یار افریدی، عبدالطیف اڅکزی، فیض الله کاکړ، حمدالله کاکړ، جان محمد کاکړ او پېر محمد کاکړ؛ په درېيمه دوره کې عبدالرحمان کاکړ، عبدالصمد خان اڅکزی، ملا یعقوب غوث، عبدالخالق تارن او تر دوی وروسته د معاصرې دورې سلګونه ځوان څېړونکي، شاعران او لیکوال یادولی شو.(کاکړ، ۱۹۸۷ز:۲۴۰)
سره له دې چې د پښتو ژبې او ادب پورته یاد شوي شاعران او ادیبان د سویلي پښتونخوا د سیمې وو او پر دې اساس په یاده سیمه کې باید پښتو ژبې او ادبیاتو ډېره وده کړې وای؛ خو کله چې د پښتو ادبیاتو تاریخونه لولو نو ګورو چې له لرغونې دورې راوروسته په ځانګړې توګه منځنۍ دوره کې د پښتو ادب په میدان کې د سویلي پښتونخوا برخه ډېره پیکه کېږي.
د ډیورنډ فرضی کرښې له رامنځته کېدو او د لوی افغانستان د بدن د یوې برخې له جلا کېدو سره هم په سویلي پښتونخوا کې د ګوتو په شمېر ادیبان او لیکوال مخې ته راځي؛ خو د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته په دغه سیمه کې د ادبي پرمختګ ګامونه ګړندي شول. د کوټې پښتو اکاډمۍ جوړېدل او هلته د ادبي ناستو او کنفرانسونو پیل، په پښتو د راډیو او تلوېزیون د نشراتو پیل او پښتو خپرونې ورکول، صحافت او ژباړې هغه موارد یادولی شو، چې په سویلي پښتونخوا کې یې د پښتو ژبې او ادب په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.
د موضوع د لا ښه وضاحت لپاره لومړی غواړم، چې د دې سیمې د ادب اړوند ځینو برخو ته لنډه کتنه وکړم، په دویم قدم کې بیا د پښتو ادب په څېړنو کې د سویلي پښتونخوا د ادب د ځای په اړه بحث کوم:
ادبي څېړنې: د افغانستان په شان په سویلي پښتونخوا هم د ادب اړوند څېړنې په لومړیو کې دودیزې وې؛ له شلمې پېړۍ را وروسته معاصر پړاو ته دننه کېږي. په دې برخه کې صاحبزاده حمیدالله او عبدالکریم عامر هغه څوک دي، چې تر نورو یې نومونه مخکې یادېږي. عبدالکریم عامر په لومړي ځل د سویلي پښتونخوا د یوه شاعر جان محمد کاکړ دیوان ترتیب او چاپ کړ. پروفیسور ولي محمد سیال کاکړ، عبدالروف رفیقي، عبدالکریم بریالی، سید خیر محمد عارف، علي کميل قزلباش، دکتور لیاقت تابان او ... هغه کسان دي چې په څېړنه کې یې د پاموړ کار کړی دی. د بېلګې په توګه: د میرعلي اندړ دیوان، د ملا قلندر ګلدسته، د ملا جانان د حج احکام، زین البیان، کلیات جانان قندهاري او ځینې ادبي تذکرې هغه بېلګې دي چې د سویلي پښتونخوا څېړونکو لیکلې دي.
تذکره لیکنه: د تذکره لیکنې په برخه کې هم د سویلي پښتونخوا څېړونکو او ادیبانو د پام وړ کار کړی دی. حافظ خان محمد کاکړ هغه څوک دی چې په ۱۹۵۸ز کال کې یې د «کسي ګلان» تر سرلیک لاندې د سویلي پښتونخوا د شاعرانو او ادبیاتو تذکره ولیکله. (انشاء ،۲۰۰۶ز: ۳۰۹)
له نوموړي وروسته د پروفیسور سیال کاکړ «پښتو او پښتانه په سویلي پښتونخوا کې»، «د کسي د لمنې پښتانه لیکوال»، د صاحبزاده حمیدالله د «پښتو ادب په سویلي پښتونخوا کې»، د کلیم الله صدام «په سویلي پښتونخوا کې نثر لیکونکي»، د بشرمل ناصر او اوېزان مندوخېل «ابشارونه د بهلول»، د خیر محمد عارف «زموږ غازیان»، د حافظ خان محمد تذکره، د میر حسن تذکره هغه یو شمېر ادبي تذکرې دي چې د سویلي پښتونخوا د شاعرانو او ادبیانو په اړه لیکل شوې دي.
فولکلور: پښتانه که لر دي او که بر، له بدهمرغه له تعلیم او تحصیله لرې پاتې شوي او لا هم تر بل هر قوم په پښتنو کې د نالوستو شمېر ډېر دی؛ خو له دې حالت سره سره بیا هم پښتو ژبه په ښه وضعیت کې ده، په ځانګړې توګه له ۲۰۰۱ کال را وروسته د پرمختګ په حال کې ده. څېړونکي د دې وضعیت دوه ستر لاملونه یادوي، چې یو یې د پښتو ژبې غني فولکلوریک ادبیات دي او بل هم د پښتنو د نفوس زیاتوالی.
وروستي