لنډیز
سویلي پښتونخوا د پښتنو او پښتو ژبې او ادب یو مهم او ستر ټاټوبی دی چې په غېږ کې یې سلګونه پښتانه شاعران، لیکوال او څېړونکي رالوی شوي دي. د دغې سیمې شاعرانو او لیکوالو د پښتو ادبیاتو په هره برخه کې خپل قلمونه چلولي او د پښتو ادب بڼ ته یې بېلابېل ارزښتمن آثار وړاندې کړي دي؛ خو د پښتو څېړنو د ادب او ژبې په برخه کې د سویلي پښتونخوا د شاعرانو او لیکوالو د کړي کار یادونه، څرنګه چې لازمه ده، هغسې نه ده شوې.
په عمومي توګه کله چې د پښتنو او پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په اړه بحث او څېړنه کېږي، د سویلي پښتونخوا د ونډې له یادونې پرته دا بحث نیمګړی ګڼل کېږي؛ خو د پښتو ادبیاتو په اړه لیکل شوي تاریخونه چې ګورو، په ډېرو مهمو مهمو کې یې سویلي پښتونخوا اصلاً یاده شوې نه ده. له ادبتاریخونو ورهاخوا د پښتو په داستاني ادبیاتو، فولکلوریکو ادبیاتو، کرهکتنې او نورو برخو کې چې کوم څېړنیز آثار کښل شوي دي، په هغو کې هم د افغانستان او شمالي پښتونخوا په پرتله د سویلي پښتونخوا یادونه ډېره کمه شوې ده.
له تېرو شاوخوا پنځوسو کلونو راهیسې په سویلي پښتونخوا کې د ادبي پرمختګ ګامونه ګړندي شوي، د کوټې پښتو اکاډمۍ جوړېدل، په دغه سیمه کې د مشاعرو او ادبي ناستو پیل، پر راډیو او تلوېزيونو پښتو خپرونې، صحافت، ژباړې او نور هغه موارد دي چې په سویلي پښتونخوا کې یې د پښتو ژبې او ادب په پرمختګ کې مهم رول ولوباوه او په دې موده کې د دې سیمې په غېږ کې داسې ځوان شاعران، کرهکتونکي، څېړونکي او لیکوال وروزل شول چې کارونه او هڅې يې د شمالي پښتونخوا او افغانستان تر شاعرانو او لیکوالو کمزورې نه دي.
کلیدي کلمې: پښتو ادبیات، څېړنې، سویلي پښتونخوا، د سویلي پښتونخوا ادب.
پښتو ادبي څېړنې
څېړنه په خپل ذات کې یو لرغونی کار دی چې له بشري ژوند سره هممهاله راپیل شوې او لا هم روانه ده؛ خو معاصره څېړنه یو نوی علم دی. د دې نوي علم تیورۍ زموږ سیمې ته د شلمې پېړۍ په شاوخوا کې له لوېدیځه راغلې دي، یعنې په پښتو کې چې له شلمې پېړۍ وړاندې کومې څېړنې شوې دي، څېړونکي ورته دودیزې څېړنې وایي.
د پښتو د معاصرو څېړنو منظم پيل په افغانستان کې د کابل او نورو انجمنونو او وروسته د پښتو ټولنې او په پښتونخوا کې د پښتو اکاډمۍ په رامنځته کېدو سره شوى دى. پر دې سربېره په دې مرکزونو او له دې مرکزونو بهر د بېلابېلو مجلو او جريدو چاپ هم د معاصرې څېړنې په پيلامه کې مهم نقش ولوباوه. په دې مجلو او جريدو کې د نومياليو پوهانو څېړنيزې ليکنې خپرېدې او پښتو ټولنې، پښتو اکاډمۍ او نورو څېړنيزو مرکزونو د څېړونکو په زيار زاړه دېوانونه او نور آثار خپرول.
د معاصرې څېړنې په لومړي پړاو کې د څېړونکو پام تر ډېره د خپلې ژبې، ادب او فرهنګ د زړې پانګې موندلو او راټولولو ته و؛ لکه استاد عبدالحی حبيبي چې د خپل فرهنګي زنځير دوې ورکې کړۍ (تذکرۃ الاوليا / پټه خزانه) وموندلې؛ د خوشال دېوان يې چاپ کړ او بيا دا لړۍ پسې اوږده شوه. دا راز پښتو ټولنې او د هېواد نورو علمي مرکزونو د زړو دېوانونو او نثري آثارو نسخې چاپ کړې او له دې سره يې د معاصر پښتانه لوستونکي مخ ته خپل زوړ فرهنګ کېښود چې ويېلولي او ژوند ترې زده کړي.
د لومړي پړاو په څېړنو کې د ادبي متن پر ځاى پنځګر مهم و. د بېلګې په توګه د حميد د هنر پر ځاى پخپله دى ارزښتمن دى او په دې توګه متن بې له خپله پنځګره بې معنا دى. یعنی په دې پړاو کې څېړونکي پر دې بوخت وو چې پنځګر څوک دى؟ د چا زوى، د چا لمسى، د چا کړوسى، د کومې قبيلې دی؟ او د زوکړې او مړينې نېټې يې کومې دي؟ دا حالت موږ د هغه وخت په زياترو څېړنو کې ليداى شو.
د معاصرې څېړنې په دویم پړاو کې څېړونکو د متن د پنځګر په ګډون هغو ټولو شرایطو ته پام وکړ، چې متن پکې رامنځته شوی و. د شملې پېړۍ په لومړیو کې د فورمالېزم او رغښتوالې (سټرکچرلیزم) پر اساس د ادبي متن ارزښت او معنا په خپله د دې متونو د داخلي جوړښت او رغښت له مخې ټاکل کېده؛ خو د شملې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د پسرغښتوالې (پوسټ سټرکچرلېزم) په راتګ سره د متن معنا د متن له جوړښته ووته او لوستونکي ته راورسېده.
زموږ هغه ځوانان چې لوېدیځ ته زده کړو ته تللي وو، پښتو څېړنې یې له دوديزې بڼې راوايستې او په افغانستان او پښتونخوا کې يې پښتو څېړنو ته نوى رنګ ورکړ. په افغانستان کې بهاءالدين مجروح، غلام غوث شجاعي، حبيب الله تږی، محمد صديق روهي، پوهاند عبدالرحیم الهام او استاد سعدالدين شپون او په پښتونخوا کې مرحوم کامل مومند، پروفیسور تقویم الحق کاکاخېل، پروفیسور عبدالقدوس قاسمي، قلندر مومند، پرېشان خټک، خيال بخاري، پروفیسور نواز طایر، همېش خلیل او نور د دې دورې استازي څېړونکي دي، چې پښتو څېړنه يې د بڼې او منځپانګې له مخې نوې کړه.
د پښتو د اوسنۍ څېړنې دويم پړاو د شلمې پېړۍ تر دويمې نيمايي وروسته په اوومه يا د څوارلسمې لمريزې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې پيلېږي او ښايي موږ يې پر همدې دوو پړاوونو ووېشو؛ خو تر جګړو وروسته د پښتو څېړنو بڼه بېرته بدله شوه. دا بل پړاو ځکه نه نوموو، چې د پرمختګ پرځاى پکې شاتګ وشو. افغانستان د پښتو د معاصرې څېړنې مهم مرکز و. د دې مرکز د بېلابېلو څېړنيزو منځيو علمي کيفيت له جګړو سره اغېزمن شو، چې د پښتونخوا پر څېړنيز وضعيت يې هم اغېزه وکړه. څېړونکو هغه دود (روايت) چې د پښتو د معاصرې څېړنې د دويمې دورې نومياليو څېړونکو راپيل کړى و، ونهپاله او موږ اوس وينو چې د پښتو ډېر جدي څېړونکي هم د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي دوديز څېړندود پالي او د متن پرځاى تر پنځګر تاوېږي.
وروستي