ادبي تذکرې: د دې لپاره چې پوه شم چې په پښتو ادبي تذکرو کې د سویلي پښتونخوا د شاعرانو او لیکوالو یادونه په کومه پیمانه شوې ده، ما لومړۍ د سویلي پښتونخوا له سلګونو شاعرانو، څېړونکو او لیکوالو څخه یوازې د پنځوسو کسانو نومونه انتخاب کړل، بیا مې همدا نومونه د پښتو ادب اړوند په ځینو مهمو ادبيتذکرو کې په پرتلیزه توګه وکتل، چې معلومه شي په کومه تذکره کې د دوی نومونه راغلي دي که نه؟
په «اوسني لیکوال» کې د سویلي پښتونخوا د دې پنځوسو شاعرانو او لیکوالو له جملې یوازې د دوو کسانو، فاروق شاه سمایلزي او ایوب اڅکزي پېژندنې رااخیستل شوي دي. دغه راز د پوهاند صدیقالله رښتین په «نوميالي پوهان او غازيان» کې یوازې عبدالصمد خان اڅکزی یاد شوی، د عبدالباري جهاني «د مشکو کاروان» په تذکره کې یوازې د دروېش درانی یاد راغلی، د صالح محمد صالح «د ارغند د څپو ژبه» ادبي تذکره کې یوازې محمدصادق ژړک یاد شوی، د همېش خلیل په «پښتانه لیکوال» کې د صاحبزاده حمیدالله، عبدالکریم بریالي، محمود ایاز، سعید ګوهر، عبدالخالق تارن، سیدعابدشاه عابد او جعفر اڅکزي یادونه شوې ده؛ د اخوندزاده فرمان مساپر «د پښتو ادب ځلانده ستوري» ادبي تذکره کې دروېش درانی، ربنواز مایل، سلطان محمد صابر، عبدالکریم بریالی، محمود ایاز او سعید ګوهر یاد شوي دي.
په همدې توګه د ادبي تذکرو په برخه کې د محمد داوود وفا «د پښتو اوسنۍ تذکرې» اثر چې د پښتو اکثریت ادبي تذکرې یې په یوه تذکره کې راټولې کړې دي، داسې اثر ګڼلی شو چې نيژدې د پښتو ټولې ادبي تذکرې پکې رااخیستل شوې دي او د نورو تذکرو تر څنګ یې د سویلي پښتونخوا د تذکرو یادونه هم کړې دي.
ادبي کرهکتنه او ادبتیوري: په سویلي پښتونخوا کې د ادبي کرهکتنې او ادبتیورۍ اړوند ځینو کسانو ارزښتناک آثار لیکلي دي. د کرهکتنې اړوند د شعر او نثر په برخه کې عملي ليکنۍ او ګړنۍ کرهکتنه او په دې برخه کې شوی کار د سویلي پښتونخوا د کرهکتونکو خواري او وړتيا په ګوته کوي، چې بايد په نوره پښتونخوا کې ورته پاملرنه وشي او د دوى له آثارو څخه استفاده وشي؛ خو کله چې ما په افغانستان کې د ادبپوهنې د دې دوو څانګو په باب د پښتو لیکوالو او څېړونکو لیکل شوي آثار وکتل، داسې اثر مې تر سترګو نهشو، چې لیکوال دې د خپلې څېړنې په شالید یا لېټرېچر ریویو کې د سویلي پښتو نخوا د څېړونکو د کوم اثر یادونه کړې وي. (فیاض، ۱۳۹۳ل: ۸۳)
فولکلوري ادبیات: د پښتو ادب په څېړنیزو بحثونو کې فولکلور هغه برخه ده چې په ډېری آثارو کې یې د سویلي پښتونخوا یادونه په وضاحت سره شوې ده او ویلای شو، په کومه اندازه چې د سویلي پښتونخوا لیکوالو د فولکلور په برخه کې کار کړی، په هماغه پیمانه یې د پښتو ادب په فولکلوري آثارو کې یادونه هم شوې ده. تر کومه ځایه چې ما د فولکلوري ادبیاتو اړوندو کتابونو ته لاسرسی لاره او مختلف کتابونه مې په دې برخه کې وکتل، داسې کوم اثر ما پیدا نهکړ، چې په هغه کې د فولکلور په برخه کې د سویلي پښتونخوا د ونډې، یا هم لیکوالو یادونه شوې نه وي. زه د بېلګې په توګه د استاد حبیبالله رفیع د «خلکو سندرې»، «فولکلور د علم مور»، د کابل پوهنتون د استاد پوهاند دکتور لعل پاچا ازمون د «پښتو فولکلوري ادبیات»، د ښاغلي محمد داوود وفا «د فولکلوري ادب بنسټونه» او د څېړنپوه نصرالله ناصر « د پښتني فولکلور د چاپي مجموعو څېړندود» آثار یادوم، چې په هر یوه کې د پښتو فولکلوري ادبیاتو اړوند د سویلي پښتونخوا پر ونډه، لیکوالو او د دوی پر ترسره کړي کار له اړتیا سره سمه یادونه شوې ده.
داستاني ادبیات: په عمومي توګه د پښتو داستاني ادبیاتو په اړه ډېر آثار ليکل شوي نه دي؛ په دې برخه کې زرین انځور، سرمحقق زلمی هېوادمل، پروفیسور محمداعظم اعظم، حبیبالله رفیع، حنیف خلیل، محمد ابراهیم عطایي، لطیف بهاند، پوهاند دکتور بریالی باجوړی، سیدنظیم سیدي او ځینې نور لیکوال یادولی شو، چې د پښتو داستاني ادبیاتو په برخه کې یې څېړنې کړې دي. همدارنګه په کابل مجله کې په تېره په ۱۳۶۰ کلونو کې د پښتونخوا د داستاني ادبیاتو په اړه د ښاغلي ابراهیم عطایي، زرین انځور، لطیف بهاند، بریالي باجوړي او... نورو لیکنې راغلې دي؛ خو دا لیکنې تر ډېره د شمالي پښتونخوا پر داستاني ادبیاتو راڅرخي.
د سویلي پښتونخوا د داستاني ادبیاتو په اړه په افغانستان کې زرین انځور (د سویلي پښتونخوا ستوري «د سویلي پښتونخوا د داستاني ادبیاتو مخکښې څېرې») او سید نظیم سیدي د «ناول او په پښتو ادب کې د هغه پرمختیایي بهیر» په نومونو ځانګړي آثار لیکلي دي، دغه راز په کوزه پښتونخوا کې د محمدیوسف ساحل «په سهیلي پښتونخوا کښې د پښتو ناول تحقیقي او تنقیدي جایزه» په نامه د اېمفېل مقاله چاپ شوې ده.
عمومي جاج
سویلي پښتونخوا د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ یوه مهمه حوزه ده. دې حوزې د پښتو ادب او ژبې د بډاينې لپاره مهم کارونه کړي دي. تر ۲۰۰۱م کال راوروسته په سویلي پښتونخوا کې د پښتو ژبې او ادب په برخه کې ګامونه ګړندي شوي دي. لسګونو لیکوالو د ادب په مختلفو څانګو کې د تخلیق او تحقیق په موخه خپل قلمونه ډېر ښه چلولي دي.
په تېرو څه باندې درېیو لسیزو کې په سویلي پښتونخوا کې، چې د ادب په برخه کې د دې سیمي لیکوالو، شاعرانو او څېړونکو کوم آثار لیکلي او خپاره کړي، ممکن د کمیت له اړخه له افغانستان او شمالي پښتونخوا سره برابر نه وي، خو د محتوا له اړخه ترې کم نه دي. په دې موده کې د سویلي پښتونخوا په غېږ کې د ماډرنې شاعرۍ، داستاني ادبیاتو، کرهکتنې او ادبي څېړنو په برخه کې داسې کسان روزل شوي، چې آثار یې د معاصرو ادبي تیوریو پر محور راڅرخې او د معاصرې څېړنې په اصولو برابر لیکل شوي دي. همدارنګه په سویلي پښتونخوا کې د تکتو، لیکنې، خال، لمبه او حسنی په شان علمي او ادبي مجلې په ډېر ښه معیار چاپېږي، چې له نېکه مرغه د افغانستان او شمالي پښتونخوا په پرتله په سویلي پښتونخوا کې د مجلو د لوستونکو شمېر لا هم ډېر دی او خلک علمي مجلې خوښوي.
په افغانستان کې د عبدالروف بېنوا په «اوسني لیکوال» او ځینو نورو ادبي تذکرو کې د سویلي پښتونخوا یادونه شوې. دغه راز محمد ابراهیم عطایي هغه څوک دی، چې په کابل مجله کې یې په ۱۳۶۰ کلونو کې د سویلي پښتونخوا اړوندې مقالې چاپ شوې دي، په ۱۳۷۰ل کال کې «د خان شهید یاد» چاپ شوی، د سیمهییزو مطالعاتو د مرکز له خوا د «ننګ او فرهنګ اتل» او «د پوهې او خپلواکۍ لاروی» په نامه د کتابونو چاپ او د زرین انځور د سویلي پښتونخوا ستوري «د سویلي پښتونخوا د داستاني ادبیاتو مخکښې څېرې» په نامه اثر هغه مهم آثار یادولی شو، چې د سویلي پښتونخوا په اړه لیکل شوي دي.
خو له دې ټولو سره سره څرنګه چې پکار ده، هغسې د سویلي پښتونخوا ادب ته د پښتو په څېړنو کې ځای ورکړل شوی نه دی؛ د پښتو ژبې اړوند چې کومې مهمې ادبي څېړنې شوې، په ځینو کې اصلاً د سویلي پښتونخوا یادونه نه ده شوې او په ځینو کې که شوې هم ده، ډېره پیکه ده؛ څېړونکي هڅه نه کوې، چې د پښتو ادب اړوند د سویلي پښتونخوا د ونډې په باب څېړنه وکړي او معلومه کړي چې په دغه سیمه کې د پښتو ژبې او ادب اړوند کوم څه ترسره شوي او اوس پکې څه روان دي؟
دا وضعیت لاندې څو مهم لاملونه لري:
سویلي پښتونخوا د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ یوه مهمه حوزه ده؛ خو دا حوزه د مختلفو لاملونو له کبله د افغانستان او شمالي پښتونخوا په پرتله د ادبیاتو اړوند د آثارو، شاعرانو او لیکوالو د کمیت له اړخه نسبتاً کمزورې حوزې ده.
په سویلي پښتونخوا کې د افغانستان او شمالي پښتونخوا په پرتله د صحافت او کتابونو د چاپ پروسه هم وروسته راپیل شوې او هم ټکنۍ ده، په کومه اندازه چې په افغانستان او شمالي پښتونخوا کې کتابونه چاپېږي په سویلي پښتونخوا کې دا تناسب د پاموړ کم دی.
له سویلي پښتونخوا سره د پښتو د نورو ادبي او فرهنګي حوزو په ځانګړې توګه د افغانستان د لیکوالو، شاعرانو او څېړونکو راشه درشه کمه ده.
د پښتو ژبې او ادب څېړونکي چې کله هم د پښتو ادبیاتو اړوند کومه څېړنه کوي، هڅه یې نه ده کړې، چې سویلي پښتونخوا هم د پښتو ادبیاتو د یوې مهمې ادبي او فرهنګي حوزې په توګه په خپله څېړنه کې په پام کې ونیسي.
د پښتون قام او پښتو ژبې تاریخ یو دی؛ خو له بده مرغه لکه څنګه چې پښتانه په جغرافیایي لحاظ په درېیو برخو وېشل شوي دي، ځینې لیکوال او څېړونکي د دې قام او ژبې تاریخ هم یوازې په هماغه خپله جغرافیه پورې را محدودوي او هڅه نه کوي، چې له خپلې سیمې بهر هم د پښتون قام او پښتو ژبې په اړه څېړنه وکړي.
د افغانستان څېړونکي په ټوله کې د پښتونخوا، خو په ځانګړې توګه د سویلي پښتونخوا آثارو ته لارسی نه لري، او همدغسې په پښتونخوا کې د افغانستان د لیکوالو او څېړونکو آثارو ته هم لاسرسی اسانه نه دی، له همدې امله څېړونکي د مختلفو موضوعاتو د څېړلو پر مهال د یو بل په سیمو کې پر ترسره شوي ادبي او څېړنیز کار نه خبرېږي. ما چې حاضره لیکنه کوله، له همدې ستونزې سره مخ وم او په ډېرو ستونزو مې ځینې کتابونه د کابل پوهنتون د پښتوڅانګې له کتابتون، د افغانستان د علومو اکاډمۍ له کتابون او د ځینو مشرانو لیکوالو او څېړونکو له شخصي کتابتونونو څخه ترلاسه کړل.
وروستي