د پښې تلي لاندې د پياز اېښودنې په زړه پورې فايده 

پياز ډېرې روغتيايي ګټې لري. له دې وراېخوا چې پياز نېږدې په هر ډول خواړو کې پخول کېږي او د خواړو خوند  ښه کوي، پياز مو د روغتيا ښه مرستندوی هم دی. د پيازو د لسګونه روغتيايي ګټو تېرېږو دلته يې يوه ګټه درښييو، چې نيغ په نيغ پر روغتيا اغېز لري. 

 د يوې نوې څېړنې اړوند، که چېرې يو دانه مکمل پياز او يا هم د غټ پياز نيمه ټوټه د پښې په تلي پورې ونېول شي، نو له ټول وجود مضرې بکترياوې، جراثیم او ميکروب راټول او لېرې کوي. 

روغتيا پالان وايي، چې د پښې پوستکی نری او نازک دی؛ ۷۰۰۰ عصبي رشتې په کې شتون لري نو هر کله چې پياز د جرابې دننه د پښې تلي پسې ونېول شي، نو له ټول وجوده ميکرونه، جراثیم او مضرې بکترياوې ځان ته راکشوي. 

دا چې د پښې پوستکی نازک دی، نو پياز کې ګټور مواد ژر د وينې رګونو له لارې وينې ته دننه کيږي او د چټليو په راټولو سره وجود پاکيږي. نو هر کله چې بيده کيږي، هغه مهال جرابې په پښو کړئ او پياز ور دننه کړئ، دې سره به مود د وجود د پاکوالي بهير تر سهار بشپړ شوی وي.